ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د امريكا لخوا په قبايلي سيمو د پټو عملياتو د پيل خبر وركړې او ليكلي، چې ددې عملياتو شمير زيات شوې او د پاكستان حكومت له دې عملياتو په بشپړه توګه بې خبره دې.
ورځپانې د همدې مخ غټ سرليك د ناټو د عمومي منشي پرونيو څرګندونو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې په افغانستان كې د ناټو نوى حركت پيليږي.
ورځپاڼې له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو مسئله هم راخستې او ليكلي، چې پدې اړه به د لندن له غونډې وروسته پريكړه وشي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د افغانستان په اړه د لندن د غونډې اصلي تمركز هم په ملي پخلاينې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د بن په غونډې تبصره كړې او پوښتلي دي، چې له دې غونډې نه د خلكو هيلې څومره ترسره شويدي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياته برخه د افغان ولسمشر او د ناټو د عمومي منشي پرونيو څرګندونو ته ځانګړې كړي او د ښاغلي كرزي په حواله يى ليكلي، چې سوله د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه ده او له همدې امله دوى له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو هڅه كوي.
ورځپاڼې په دوام كې د ښاغلي كرزي په حواله ليكلي، چي كه طالبان له هيواده د بهرنيو ځواكونو وتل غواړي نو خبرو ته دې غاړه كيږدي.
پخپله سرمقاله كې په كابل كې د ناټو د عمومي منشي پرونيو څرګندونو ته په اشارې په افغانستان كې د دغه تړون ماموريت څيړلې، چې د ورځپاڼې په وينا خورا ستونزمن دې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته هم كتنه شوې او د هغې ناوړه اغيزو ته په اشارې ليكلي، چې دا د ترورزم پياوړې كوونكې پديده ده.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغان ولسمشر حامد كرزي د وينا دې ټكې ته ځانګړې كړې، چې كه طالبان په مليونونو ځلې هم رد كړې دوى به د خبرو وړانديز كوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په افغانستان كې د روغې او جوړې لپاره رونو هڅو ته كتنه كړې او وسلوالو ته يى دا سپارښتنه كړې، چې د بهرنيانو د شتون پلمه پريږدي او سولې ته دې غاړه كيږدي.
ورځپاڼې د همدې مخ په يو جلا مطلب كې د افغانستان د امنيت د ملي شورا په حواله دا خبر وركړې، چې د طالبانو خپل منځي اختلافات زيات شوي او اوس دوى پخپله كې يو بل ته اړم شويدي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼې هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د خلكو د اقتصادي ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو لخوا خپور شوي راپور ته په اشارې ليكلي، چې اړ خلك د بيړنيو مرستو مستحق دي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د افغانستان د شمال او په تيره بيا د كندز ولايت په امنيتي وضعې انديښنه څرګنده كړې او پوښتلي دي، چې امنيتي ارګانونه ددې وضع په وړاندې ولې بې پروا دي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د هوايي ځواك د اړتيا په موضوع تبصره كړې او ليكلي، چې پدې برخه كې بايد زياتې هڅې وشي.
ورځپاڼې په دوام كې پدې برخه كې د مرستندويه هيوادونو مرستې د ستاينې وړ بللي خو ليكلي، چې دا مرستې بايد زياتې شي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون د لندن جوړيدونكې غونډه انځور كړې او پكې دا ښودلې،چې د غونډې ټول اجزا موجود دي خو معلومه نده، چې پايلې به يى څه وي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې يو ځلې بيا په ولسي جرګه كې د لوى څارنوالۍ د مرستيال په څرګندونو تبصره كړې، چې پكې د كابينې په غړو كې د فساد موضوع ته اشاره شوې وه او ليكلي، چې مفسد وزيران دې پرته له كومې ويرې خپل كار ته دوام وركړي.
ورځپاڼې د خپل دويم مخ په يو څيړنيز مطلب كې د اسلامي نړۍ په وړاندې د امريكا روان سياستونه هم څيړلي دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د روان حالت په اړه هم يو مطلب خپور شوې او پدې ترڅ كې دا خبر وركړل شوې، دا شمير په ماشومانو كې مخ په زياتيدو دې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه