دعلامه اکادمیسین پوهاندعبدالشکور رشاد په نومیالیو آثاروکې یوهم دهند دنومیالي مبارز سوبهاش چندربوس(۱) په اړه ژباړل شوی ، څیړل شوې اوتعلیق شوی اثرپه دې ورځوکې په هند کې دافغانستان – هند دبنسټ (۲) له خوا په نوي ډیلی کې چا پ شو، نژدې ۶ میاشتې دمخه دهند- افغانستان بنسټ لارښودې غونډې ته یو وړاندیزراغی داسې چې بنیاد باید دعلامه رشاد یادشوی کتاب چې دعلومواکاډیمی له خوا کلونه مخکې په کابل کې په عادي کاغذ اوحروفي بڼه چا پ شوی او لوستل یې هم ګران شوي وو،باید بیا چاپ شي ،دغونډې له خوا په درناوي سره ددغه اثر چاپیدل ومنل شول .
نوموړی اثر یوله هغومهموکتابوڅخه و چې دهند افغانستان دبنیاد لپاره ددوی دتګلارې له مخې په زړه پورې او وړکتاب و ، کتاب دغونډې له سپارښتنې سره سم دکابل پوهنتون استاد رشید ته وسپارل شو، له ټایپ اودیزاین څخه وروسته دادی داستاد علامه پوهاند رشاد د تلین په درشل کې د هغه فاضل استاد دمینه والواو دهند وافغانستان په اړه دپوهانو او څیړونکو په واک کې ورکول کیږي .
ددویم چا پ دځانګړنوپه اړه :
داستاد رشاد دغه اثر لکه څنګه چې دعلومو اکاديمی له خوا په کابل کې چا پ شوی و ، دویم ځل هم په هماغه بڼه خو ښه کیفیت سره چا پ شوی ، په علمي لحاظ هم پرکتاب باندې داځل په هند کې دافغانستان دسفیردوکتور سید مخدوم رهین لنډه مقدمه راغلی چې دکتاب داهمیت او داستاد رشاد ددغه تلپاتې کار درنښت ته ونډه شوې ده ، ډاکتررهین دخپلې مقدمې په یوه برخه کې لیکي : «شخصیت مبارزدیگرهندی بنام چندرابوس که در راس جنبش آزادی هند قرارداشت اورابه افغانستان کشاند. چندرابوس که مانند دیگریاران گاندی فقید ازپیکارجویان آزادی خواهی سرزمین هندپهناور هند بود، سفرماجراجویانه ای به افغانستان کرد وازآن طریق راه به اروپا گشود. شرح این مسافرت پرمخاطره درکتاب اردوی اتم چند گردآمد وسالهاپیش استاد مرحوم عبدالشکور رشاد آن رابه پشتو برگرداند ویاداشت های سودمند برآن افزود . خدایش بیامرزاد. استاد میرحسین شاه که اکنون درسال های پیری وناتوانی بسرمی برد وعمرش درازباد ، مقدمه ای ممتع برآن نوشت.
بنیاد افغانستان وهند مسرت دارد که به چاپ دوباره این اثر سودمندکه روشنگرباب دیگری ازروابط برادرانه این دوملت سرفرازاست ، با اهتمام استاد فاضل آقای عبدالخالق رشید اقدام می ورزد.»
له هغه ورورسته داستاد رشاد دنژدې دوست او دکابل پوهنتون دتاریخ څانګې دنومیالي استاد پوهاند میرحسین شاه خان مقدمه لکه چې په پخواني چا پ کې هم راغلې وه ، راغلې ده . استاد میرحسین شاه خان دخپلې مقدمې په یوه برخه کې کلونه مخکې لیکلي وو :
« نظرعاجزانه راقم این سطور این است که که استاد گرانقدرپوهاند عبدالشکوررشاد با ترجمه این کتاب یکی ازواقعات مرموز تاریخ معاصر ما را روشن وبا افزودن حواشی وتعلیق ارزنده معلومات پرارجی رادرتاریخ معاصرهندوافغانستان واشتراک مساعی رجال این دوکشوربرای به دست آوردن آزادی هند باختیار خوانندگان گذاشته وتعلیق مفیدونفیسی وی نکات تازه ای رادرترجمه حال رجال وتوضیح وقایع مهم سیاسی کشورما وهند آورده است. من انجام این کارعلمی را بان استاد گرامی و دوست عزیزو گرانمایه خویش تبریک میگویم وتوفیق بیشترایشان را درکارهای علمی میخواهم.»
څه شي چې پراصلي متن برسیره په دغه چا پ کې ورزیات شوي ، دکتاب په وروستۍ برخه کې دمنورسینګ بترا یوه مفصله لیکنه په انګریزي ژبه ده چې دهغې په ترڅ کې دسوبهاش بابو اودهغه دمبارزې اوداستاد رشاد له اثرسره اړوند دهغه رسیدل افغانستان ته په ګوته کوي. بتراجي زموږ له هغو پښتوپوهانو څخه ده چې هغه له استاد رشاد اودهغه دعلمي کړو څخه په تمامه مانا خبردی . هغه په خپله لیکنه کې ترهرڅه دمخه هندي اوانګریزي لوستونکي دې راهڅوي چې نه یوازې په دغه مقدمه باید بسنه وکړي ، بلکې دې ته یې هڅوي چې پښتوبرخه هم دځان دپوهاوي اوپه دغه اړه دڅیړنوپه ډګرکې له یاده ونه باسي. برسیره پردې دکتاب پرپښتۍ باندې دعلامه رشاد لنډه پیژندنه په انګریزي ژبه لیکل شوې ده چې دا دوې برخې یې په لومړني چاپ کې له دغه کتاب سره مل نه وې.
دهند – افغانستان بنیاد چې دهنداوافغانستان دفرهنګي هڅو دمعرفۍ اوپه دغه برخه کې د زیاتو څیړنو په موخه جوړشوی دی ،دوی څانګې یې په کابل او ډیلي کۍ د هند اوافغانستان په سفارتونوکې د دواړو هیوادو دسفیرانو ترلارښونې لاندې فعالیت کوي ، تراوسه یې دوه کتابونه چې لومړی یې د دوکتورسیدمخدوم رهین (پیوندهای افغانستان وهند درامتداد زمان) او دویم یې داستاد رشاد همدغه یادشوی اثردی.
سوبهاش چندربوس په افغانستان کې ټول ټال (۱۰۳) مخه دی ، سره له دې چې یوشمیرچاپي نیمګړتیاوې به لري خو له دې سره سره یې چاپ په دغه بڼه اوپه هند کې یوغنیمت ګام دی .
داستاد روح دې آرامه اویاد یې تلپاتې .
— ———————————————————————-
(۱) دهندوستان په تاریخ کې بنګال له ډیرپخوا ځخه د ځانګړو علمي اوفرهنګی هلوځلو له امله نامتودی ، دهند یوزیات شمیرنومیالي له دغې سیمې راپورته شوي چې تراوسه پورې هم دلته دغه فضا برلاسې ده ،دشلمې پیړۍ په ترڅ کې دلته دری تنه نومیالي شول چې په هغو کې قاضی نذرالاسلام ، رابیندرانات ټاګور او سوبهاش چندرابوس وو، دی دهندوستان دهغې خپلواکۍ پلوی نه و ، هغه چې ګاندي دهغې لپاره مبارزه کوله ، بلکه دی غوښتل لکه چې غازي امان الله دافغانستان خپلواکي د تورې په زورواخیسته ، هندهم دتوري په زور خپلواک کړي . همداوه چې وورسته دګاندي دسرکښ بچي اوملګري په نامه نامتوشو، دپښتونخوا اوسرلوړي افغانستان له لارې په پښتني جامواوشمله واله پګړۍ سره ترجرمني پورې ورسید ، له هټلرسره یې ولیدل ، موسولني ورته هرکلي ووایه ، وایی چې په اتیالیا کی یې دخپل سفر په ترځ کې له غازي امان الله خان سره هم ولیدل او دهند دآزادۍ لپاره یې له هغه سره هم مشوره وکړه ، له هغه ځایه جنوبی آسیا اوجاپان ته ورسید ، دآزاد هند پوځ یې جوړکړ اوپه نړۍ کې یې دانګریرانو ښکیلاک په وړاندې یوه سراسري غوغاجوړه کړه . علامه رشاد ددغه اثرمنځپانګه هم دهمدغه نومیالی مبارز اندو ژوند او مبارزه ده چې دادی اوس یې دویم چاپ هم د مینه والو په واک دی .
(۲) دهند – افغانستان بنیاد چې دهنداوافغانستان دفرهنګي هڅو دمعرفۍ اوپه دغه برخه کې د زیاتو څیړنو په موخه جوړشوی دهند اوافغانستان دحکومتونو په مالي مرسته جوړشوی دی ، له دواړو هیوادو څخه داسې کسان چې ددواړو هیوادوپه فرهنګی برخه کې نومیالي وي دلارښونې ویاړلري ، چې له بده مرغه دافغانستان له خوا په دغه برخه کې دقیق ګام نه دی پورته شوی ، اوسنی افغاني لوری غړي یې داسې کسان دي چې دوی په دغه برخه کې ډیرلږ معلومات اوڅیړنې هم نه لري اودهندي لوري په انډول ډیرکمزوري دي . دوی څانګې په کابل او ډیلي د هند اوافغانستان په سفارتونوکې د دواړو هیوادو دسفیرانو ترلارښونې لاندې فعالیت کوي ، تراوسه یې دوه کتابونه چې لومړی یې د دوکتورسیدمخدوم رهین (پیوندهای های افغانستان وهند درامتداد زمان ) او دویم یې داستاد رشاد همدغه یادشوی اثردی خپاره کړي دي .