د باليووډ سينما دوو ستوريو سيف علي خان او کرينا کپور پتېيلې چي په نيژدې ورځو کي واده سره وکړي.
دغه خبر د سيف علي خان مور شرميلا ټېګور مطبوعاتو ته ورکړ او وايي په نيژدو ورځو کي به کرينا کپور د دې د مږور په توګه ور واده سي.
سيف علي خان او کرينا کپور اوسمهال د باليووډ د فلمي صناعت دوه مشهور ستوري دي، چي د پټي ميني په اړه له ډېره وخته خبرونه خپرېدل او داسي اټکلونه هم سوي وو، چي دوى دواړه به له يو بل سره واده وکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه