په کندهار کي ميشت خبريالان دکندهار ولايت مقام د ميشتو خبريالانو سپکاوى وکړ . د سه شنبي په ورځ تر غرمي مخکي د کندهار خبريالانو ته د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول زلمي ايوبي تلي فون وکړ چي په عاجله توګه ديوي مهمي موضوع دپاره ولايت مقام ته ولاړ سي سمدستي بيله ځنډه ټول خبريالان ولايت مقام ته ولاړل خبر سول چي زلمي ايوبي له کابله ورته ژنګ وهلي وو تر يوه ساعت ځنډ وروسته خبريالان نه پوهيدل چي موضوع څه شي ده او دوي بايد څه وکړي او نه هم دپوښتني داسي څوک تر سترګو کيدۍ چي څوک ورڅخه له حاله ځان خبر کړي . په خپل سر د ولايت مقام دغونډو تالار ته ولاړل او هلته يي د څو تجارانو سره څو بهرني چارواکي وليدل وروسته کندهار والي په غونډه کي ګډون وکړ تر پيژندني او په ګونګ ډول دموضوع تر تشريح کيدو وروسته پريکړه وسوه چي ډوډۍ به هم خوري او پر موضوعاتو به هم بحث کوي د غونډي د ګډونوالو دپاره تيار سوي ميز په ډوډۍ پوښل سوي او په ډوډۍ خوړلو پيل وسو خبريالانو هم يوه ميز ته کښينستل او د غرمي د ډوډۍ د وروړلو انتظار يي کاوه خو د ولايت چارواکو او د ډوډوۍ تيارولو خدمت کارانو خو پيخي ورته کتله هم نه وروسته د ولايت مقام د يوه کارکوونکي له خوا ورته وويل سوه چي ستاسو لپاره ډوډۍ نسته که ډوډۍ دلته خورى نو انتظار وکړي چي دميلمنو او خارجانو څخه پاتي سي تاسو به ورسى او وبه يي خورى ، چي دا خبره پر ټولو خبريالانو ډيره بده ولګيدل او ددوي يو ښکاره توهين وسو خبريالان ټول په احتيجاجي ډول له ولايت مقامه ووتل او په يوه غونډه کي يي پريکړه وکړه چي نور به په هيڅ ډول ولايت مقام ته نه ورځي . موږ د کندهار خبريالان پر دي نه يو خفه چي ولي وږي پاتي سوو هر يود ځان دپاره مجهز دفتر او د ډوډۍ دپاره خوندور خواړه لري چي د ولايت مقام تر خوړو بهتر او ښه پخ سوي خواړه وي خفه پر دي يو چي د بهرنيانو دپاتي شوني خوړو خبره راته وسوه او هغه هم په بد اخلاقى . موږ د کندهار ټول خبريالانو دا قاطع پريکړه کړي ده چي نور به ولايت مقام ته د خبر چمتو کولو دپاره او دولايت مقام په غوښتنه هيڅ يوي غونډي او بل پلان سوي پروګرام ته نه ورځو .
د کندهار د خبريالانو لخوا