اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په ولسي جرګه كې د نوى كابينې د نومانده وزيرانو د كاري پلانونو د څيړنې د بهير پيل ته په اشارې د خلكو له استازو غوښتي دي، چې پدې برخه كې له زيات دقت نه كار واخلي او خپل مسؤليت په سمه توګه سرته ورسوي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې په پاكستان كې د وسلوالو پرضد روان پوځي عمليات څيړلي او پدې ترڅ كې د يو پاكستاني جنرال دا اعتراف راخستې، چې ددوى ځواكونه د افغان طالبانو پر ضد نه جنګيږي.
په ورځپاڼه كې له طالبانو سره د سولې د خبرو په موضوع هم بحث شوې او د جرمني د دفاع د وزير په حواله ليكل شوي، چې دوى هم له دغه بهيره ملاتړ كوي، ځكه دده په وينا هر طالب لويديځ ته ګواښ ندې.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هغو مسؤليتونو ته اشاره كړې، چې افغان ولسمشر، نوى كابينه او ولسي جرګه يى د خلكو په وړاندې لري او پدې ترڅ كې يى ولسي جرګې ته سپارښتنه كړې، چې د نوى كابينې غړو ته د باور راى په وركولو كې ملي ګټې په پام كې ونيسي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د لويديځو رسنيو هغه راپورونه څيړلي، چې پكې د افغانستان له شمال نه تاجكستان ته د خلكو د ډله ايز مهاجرت يادونه شوې.
ورځپاڼې په دوام كې په ولسي جرګه كې د كندز د استازې په حواله بيا ليكلي، چې په دغه ولايت كې خلك هم د طالبانو او هم د دولتي مليشو لخوا تر فشار لاندې دي.
خو د ورځپاڼې په وينا د كندز والي بيا دا هر څه رد كړي او ويلي، چې په دغه ولايت كې امنيت ټينګ دې او د مهاجرت راپورونه ناسم دي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نشه يي توكو په خلاف روانه مبارزه څيړلې او ليكلي، چې د نشه يى توكو د مافيا د مشرانو عدلي تعقيب د روانې مبارزې د برياليتوب لپاره خورا ضروري دې.
ورځپاڼې په دوام كې دا سپارښتنه كړې، چې افغان دولت بايد د مرستندويه هيوادونو په ملاتړ د نشه يى توكو د مافيا پر ضد ځپنده عمليات پيل او ددوى مشران په نښه كړي څو په افغانستان كې دا پديده له منځه ولاړه شي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې د افغانستان په وړاندې د پاكستان سياستونه انځور كړي او دا پوښتنه يى كړې، چې پاكستان د افغانستان دوست دې او كه دښمن؟
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په ولسي جرګه كې د نوماندو وزيرانو د كاري پلانونو د اوريدو بهير څيړلې او پدې ترڅ كې دا انتقاد كړې، چې ځينو وزيرانو هڅه كوله، چې له مسؤليته اوږه خالي كړي او ځينو نورو بيا بهرني اصطلاحات كارول.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې خلك له ولسمشر نه رښتينې مشاركتي نظام او د قانون د واكمنۍ حكومت غواړي.
په ورځپاڼه كې د ولسمشر كرزي د نوى كابينې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او پدې ترڅ كې د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكل شوي، چې حامد كرزې د يو ائيتلافي حكومت يو كمزوې مشر دې.
اصلاح او انيس هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې بيا هم د نوى كابينې په اړه كيدونكې بحثونه څيړلي او شتو ستونزو ته يى په اشارې ليكلي، چې دا نوى كابينه د خلكو په وړاندې بايد ځواب وركوونكې وي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې ليكلي نوى كابينه دومره هم كمزورې نده، چې ځينې سياسي ډلې ټپلې پرې انتقادونه كوي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د نوى كابينې د غړو د كاري پروګرامونو څيړل د افغانستان د ملي شورا وروستې ستر ازمون بللې او ليكلي، چې د خلكو استازي به په راتلونكو پنځو كلونو كې د حكومت د ښو او خرابو كارونو لپاره مسؤل وي.
ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې د نوى كابينې په تركيب بحث كړې او هغه يى ماضې ته ورګرځيدل بللي، ځكه د ورځپاڼې په وينا په نوى كابينه كې په سلو كې پنځوس پخواني غړي دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د خلكو روانې اقتصادي ستونزې هم څيړل شوي او پدې ترڅ كې د ملګرو ملتونو د چارواكو په حواله ليكل شوي، چې همدا اوس شپږ مليونه افغانان بيړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه