دتیرو درې لسیزو ناخوالو او جګړونه یواځې دا چې دافغانستان ستر بنسټونه ونړول بلکه په هیواد کې يي دیو خپلواک افغاني دولت منځته راتلل هم تر سوال لاندې راوستلي دي. دثور تر کودتا و وروسته په هیواد کې دپرديپالو نظامونو لړۍ پيل شوه. دوخت دولت چې تر افغاني ګټو ورته دکمونیزم او سوسیالیزم ګټې ډيرې مهمې وې بقا ونه کړه او دجهادي تنظیمونو په لاس راونړید. دنظام په نړیدو سره په هیواد کې لاس وهونکو ګاونډیانو ته دخپلو پلویانو واک ته درسولو لپاره یو نوی چانس په لاس ورغی. دواک په سر سیالي ددې سبب شوې چې جهادي مطرح ډلې هم دواک دخپلولو لپاره دګاونډیانو لمنو ته ځانونه وغورځوي. ځينو يي پخواني بریدونه هم مات کړل لکه د جمیعت تنظیم او داحمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندې نظار شورا چې لاپخوا يي دروس سره اړیکي جوړ کړي وو دځينو افغان روس پلويو په مرسته په کابل واکمن شول او دخپل ناروا واک دټینګښت لپاره يي دروس، ایران او هندوستان لمنې ونیولې او په کابل کې يي ښه تاوده جنګونه وکړل.
ځينې افغانان د پاکستان پر ضد دمسعود او رباني دریځ ته یو ډول د وطنپالنې په سترګه ګوري خو دې ته متوجه نه دي چې هغوې لا له پخوا دپاکستان له توجه غورځيدلي و نوځکه يي دهند او روس د ملاتړ دجلبولو لپاره يي دپاکستان ضد خبرې کولې. ځینو پاکستاني کړیو که څه هم په ظاهره دګلبدين حکمتیار ملاتړ کاوه خو په پټه يي دطالبانو په څيرپه یو نسبتاً ځوان او خام خوځښت باندې کار کاوه چې کومه سیاسي پوهه او تجربه ونه لري او پاکستان پرې خپل فرمایشونه ومنلای شي. بالاخره دسیالو ډلو ترمنځ دپرلپسې داخلي جګړو نه وروسته دطالبانو ډله رامنځته شوه چې دافغانستان ۹۰ سلنه خاوره يي په کم وخت کې ترواک لاندې راوستلې. طالبان چې ترډیره بریده دپاکستان له مرستې برخمن وپه ترهګرۍ تورن عرب شیخ اسامه بن لادن ملاتړ يي هم ترلاسه کړ چې وروسته بیا په نیویارک او پنتټاګان باندې دالقاعدې له برید سره يي له امریکې سره ټکر راغی او په پایله کې يي امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان راشیوه شول او طالب نظام يي رانسکور کړ. د شمال ټلواله چې داحمد شا مسعود تر وژل کیدو وروسته په نیم ژواندي حالت کې وه یو ځل بیا دامریکايي الوتکو تر وزرونو لاندې په کابل مسلطه شوه. که څه هم په تیرو څو کلونو کې حامد کرزی دولسمشر دنده ترسره کوي خو د نظام مهمې برخې لکه پوځ، پولیس او استخبارات د شمال ټلوالې او خصوصاً نظار شورا دپلویانو په لاس کې دي. ددولت په مخالف لوري کې که څه هم طالبان او دګلبدين حکمتیار ځينې پلویان په جګړه بوخت دي خو ډیره برخه يي چې دپاکستان ملاتړ ورته رسیږي دطالبانو ډله جوړوي. امریکا او ناټو ترډیره بریده خپلو موخو دترلاسه کولو په هڅه کې دي چې په ظاهره د القاعده له منځه وړل او دطالبانو په شا تمبول دي خو ځينې داسې ناتایید شوي خبرونه هم خپاره شوي چې برطانويان په افغانستان کې طالبانو ته وسلې او اکمالات ورکوي. دښاغلي کرزي نظام چې يو کمزوری او فاسد نظام دی هیڅ داسې ګرنټي نشته چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دې څو ورځې هم دوام وکړي او دنوې کابینې په اعلانولو خو دا څرګنده شوه چې له کرزي څخه دیو بهتر حالت د منځته راوستلو تمه هسې خیال او خوب دی.
اوسني حالت ته په کتو سره په افغانستان کې دیو خپلواک افغاني دولت منځته راتلل ډير تت او مبهم بريښي او داسې هیلې نشته چې ګویا افغانان دې دیو خپلواک، سرلوړي او با عزته دولت څښتنان شي. ددې تشویشونو او ابهام تر شا ستر دلایل په لاندې ډول دي:
دطالبانو دنظام تر رانسکورولو وروسته امریکا او متحدینو يي په هیواد کې داسې یو بدیل رامنځته کړ چې په تیرو څو کلونو کې يي ونه شو کړای دملت اعتماد ترلاسه کړي او په هیواد کې سوله او امن منځته راوړي بلکه حالت ورځ په ورځ خرابیدو لوري ته روان دی. نو اوس دا ویره ده چې که همدا نن هم بهرني ځواکونه له هیواده ووځي نو نظام به په څو ورځو کې ړنګ شي او ددوه ډلو ترمنځ به بیا دواک په سر جګړه پیل شي چې دا دوه ډلې طالبان او پخوانۍ شمال ټلواله ده چې دواړه به يي له ګاونډیانو وسلې او امکانات ترلاسه کړي.
که چیرې په دې دواړو خواو کې بیا هریو بریالی کیږي نو راتلونکی دولت به دیوې خوا تر مطلق اغیز لاندې وي مثلاً د شمال ټلواله به دروس او هندتر اغیز لاندې وي او طالبان به د پاکستان تر اغیز لاندې وي. په هیواد کې داسې بل کوم خوځښت یا ځواک نه ترسترګو کیږي چې وکولای شي افغانان په ځان راټول کړي او د یو خپلواک ملي دولت جوړیدو ته لاره هواره کړي.
که څه هم د امریکا جمهور ریس بارک اوباما او ښاغلی کرزي دنویو ستراتیژیو په لړ کې له مخالفینو سره دخبرو او روغې جوړې خبرې کوي خو دابه هله هیلې راوټوکوي چې په عمل کې هم يوڅه ترسره شي. اوسنی نظام پياوړی شي، دیوې ډلې حاکميت پاي ته ورسیږي، پاک او په کارپوه خلک په کار وګومارل شي، له مخالفینو سره اوربند او صادقانه خبرې ترسره شي، طالبان او حکمتیار ډله هم له یوڅه نرمښت او انعطاف نه کارواخلي او دیو افغاني ځواکمن دولت جوړيد ته لاره هواره شي، ګاونډیانو باندې فشار راوستل شي چې دخاصو ډلو له پوځي ملاتړه لاس واخلي او په افغانستان کې دسولې منځته راتللو ته وهڅول شي چې ددوې پکې هم ګټه ده.خو په خواشینۍ سره لیدل کیږي چې داسې هیڅ نښې نه ښکاري چې په دې لاره کې دې کوم دپام وړ ګام اخستل شوی وي. ديوې داسې ورځې په هیله چې هیواد مو دیو ځواکمن، خپلواک او سرلوړي نظام څښتن شي او هیوادوال په سوله او ورولۍ کې ژوند وکړي.