ټاکل سوې وه چي نن د ولسي جرګې غړو ته د افغانستان د نوي کابينې پنځه وزيران خپل راتلونکي پلانونه تشريح کړي، خو د دفاع، کورنيو چارو، ماليې، معارف او عدليې له وزيرانو څخه د ماليې وزير عمر زاخېلوال او د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر حاضر نه سول.
د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ، د پوهني وزير فاروق وردګ او د عدليې وزير سروردانش خپل پلانونه تشريح کړل او د وکيلانو پوښتنو ته جوابونه وويل.
تر اوسه معلومه نه ده چي د ماليې او کورنيو چارو وزيران له کومي وجي د ولسي جرګې ته تالار ته نه ول حاضر سوي.
د ولسي جرګې غړو پتيېلې چي روانه اونۍ هره ورځ د پنځو پنځو وزيرانو څخه پوښتني وکړي او پلانونه يې واوري، وروسته به ټولو ته په يوه ورځ د باور او نه باور رايي ورکړي.