پرې مې ږده اشنادغم داستان راباندې مه وایه
حال مې دریښې ریښې ګریوان راباندې مه وایه
پت مې دوطن اود پښتو درسره وپالی
نورخومې قاتل ته قهرمان راباندې مه وایه
هر څوکه غربت او بې وسۍ خوله راتړلي ده
ګور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مه وایه
ښي جیبان يې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي
ډلې ته دغلوخو وزیران راباندې مه وایه
ما ستا په خاطر شفا خانه ویل روغتوته تل
اوس خونواشنا بیماریستان راباندې مه وایه
نه غواړم درمل درنه پرهرپرهر دې پروت یمه
مالګې دخیرات ته خو درمان راباندې مه وایه
بر خه يې دځان په هریو کار کې مقدمه وي
دې ټیکدارانوته والیان راباندې مه وایه
زه (حسن) به ستا دبې وسۍ عذر ټول ومنم
مارته دړستوني خوجانان راباندې مه وایه