وخت غماز ګره نور پښتو ته کيسه پاتې نشو
ز مانه غل وخوت ګيلو ته کيسه پاتی نشو
پرون پښتون و دپښتو په نامه سر ورکوو
نن بدل مخ شو تاريخو ته کيسه پاتی نه شو
که خداې کول وچو ويالو کې اوبه بيا به راشي
خير ده که اوس زمونږ شملو ته کيسه پاتی نشو
ددباري قاضي دربار نه زړګۍ نه صبريږي
بدل شو وخت بدل مخو ته کيسه پاتی نشو
ميرات شی بخته تا دتخت په پاچا څه وکړلو
چې د کوډ ګرو تاويزو ته کيسه پاتی نه شو
په سترګو ړوند شی چې دښمن د پلانوسره ځی
دميرويس خان خوږو بچو ته کيسه پاتې نشو
نا دانه تانه دا وختونه خو حساب غواړي
ستا د ميړانی تاريخو نه کيسه پاتې نشو
دا ته چې هر څه کوی وکړه خو په ياد ساته
نور سوله نه راځي جرګو ته کيسه پاتې نشو
منم تاجک ازبک پښتون هم دي بچيان دوطن
خوطالب جان دننګ کيسونه کيسه پاتی نشو
چې ددښمن لښکري ځان سره جوړه ګرځوي
دو خت پاچا دخدمتو نه کيسه پاتی نشو
حفيظه ستاوطن سنګر شودجنګونوسنګر
زما دسولې ترانو ته هيله پاتی نشو
دسمبر ٢٠/٢٠٠٩