کور / تازه خبرونه / امریکا : ۵ تنه له منځه تللي او په لکونو نور بې برېښنا ناست دي

امریکا : ۵ تنه له منځه تللي او په لکونو نور بې برېښنا ناست دي

د امریکا په متحده ایالاتو کښي د سختي واوري اورېدني له امله پنځو تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ چي ددې جملې څخه یې پنځه تنه په ویرجینیا او پاته دوه تنه په اوحیو کښي له منځه تللي دي .

اوس په سلګونو زره خلګ هلته د برېښنا څخه بې برخي پاته دي او تازه خبرونه زیاتوي چي د امریکا دمتحده ایالاتو په مرکز واشنګټن کښي ۴۰ سانتي متره واوره په یوه ورځ اورېدلې ده چي د امریکا په تاریخ کښي يې ریکارډ مات کړ . د پاته نورو خبرونو له مخي په ویرجینیا کښي په سلګونو موټرچلونکي د واوري له امله په موټرانو کښي بند پاته دي. 
د خرابي هوا او سخت یخ له کبله حکومتي چارواکو خبر ورکړئ دئ چي خلګ دي په موټر کښي سړک ته نه وځي ولي چي د خطر سره به مخامخ سي .

او په څلورو بېلابېلو هوايي ډګرونو کښي پروازونه هم پاته سوي دي چي په نتیجه کښي یې اوس په زرګونو سفرکونکي/مسافران انتظار کوي .


نه یوازي دا چي په امریکا کښي خلګ د واوري څخه په تکلیف دي بلکي د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک وباما هم د واوري څخه هغه وخت په تکلیف سو کله چي د کوپنهاګن څخه واشنګټن ته ورسېد او ورپسې د هوايي ډګر څخه باید د طیارې پر ځای په موټر کښي تر سپیني ماڼۍ پوري تللئ وائ .