لیکوال : بروس گ. ریچاردسن ډسامبر ۱۶، ۲۰۰۹
ژباړه : رحمت آریا
سوله هغه سکالو یا موضوع ده چې د افغانستان په اړه ټول ورباندې گډ دریځ لري. هیڅ منطقي سړی انکار نه شي کولای چې افغان ولس له جگړو ستړی او بیزاره دی ، دغه ولس د بهرني نیواک د زورواکۍ له اغیزو ستړی شوی دی ، دغه ولس په واشنگتن کې د جوړ شوي حکومت له څرگند او بربنډ فساد څخه د کرکې تر پولې رسیدلی ، دغه ولس ته د ولسواکۍ یا ډیموکراسۍ د پيچلي نوم د پلي کیدو تر نامه لاندې ځکه سپکاوی شوی چې نیواکگرو ځواکونو ددغه ولس بې گناه وگړي په ډیرې بیرحمۍ وژلي دي. خو ، په دغه هیواد کې سوله د کومو عناصرو پربنسټ جوړیدلای شي؟ ډیري کسان دې پاېلې ته رسیدلي چې له سیاسي هوارۍ پرته د پوځي حل لاره ناشوني ده. مگر دلته دا پوښتنه یو ځل بیا راپورته کیږي چې د سیاسي حل جوړوونکي عناصر کوم دي ؟ دغې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره لومړی موږ باید دغه انگیرنه له خپلې ککرې لیري و غورځوو چې که امریکايي پوځونه له افغانستانه ووځي نو گڼې افغانستان به یوځل بیا د القاعدې فعالین په خپله غیږ کې ونیسي. دا هسې منځـتـشـې خبرې دي. له هغه وروسته موږ باید د طالبانیزم او نشنلیزم تر منځ توپیر و پیژنو او ومنو. طالبانیزم یو شبه مذهبي/سیاسي غورځنگ دی او نشنلیزم د بهرني نیواکگر ځواک پر وړاندې لرغونی ، تأریخ منلی مقاومت دی. له دغه ځایه وروسته موږ باید د هغو کسانو دغه لید لوری هم ور وغندو چې گڼې طالبان د پاکستان د بې ثباته کولو او د هغه د اټومي وسلو د نیولو وړتیا لري. وروستۍ خبره چې د ډیر اهمیت وړ ټکی دی دا دی چې موږ باید هر ډول پوځي پاړسوب [ د پوځي ځواکونو زیادښت] و غندو ځکه د پوځ له زیاتولو سره جوخت د وگړو کډوال کیدنه ، وژنه او بې ثباتي یوځای ملگرې ده. د سیاسي بندو کوڅو د پرانیستلو لپاره ، د ثبات او د ترهگرۍ د کچې د را ټیټولو ….. لپاره یوازینی منطقي تضمین ، سوله ده.
که د خبرو اترو لپاره مخکې له مخکې شرایط فورمولبندي شي او په خبرو اترو کې ښکیلې خواوې و نه شي کولاي خپلې ټولې غوښتنې وویلای شي نو مرکچیان دغسې شرایطو ته د مرکو د خنډ یا تحریمي خبرو اترو په سترگه گوري. [ شرح د مقالې په پای کې و گورئ] (۱) . په دغسې یوه حالت کې ، که د غوټې سر د هغو بهرنیو مرکچیانو لاس ته ورشي چې د خبرو اترو د خوځښت پر بهیر اغیزه شیندلای شي نو دوی د شخړو په هوارۍ کې خپل مخکي له مخکي شرایط د یوه ثابته چورلیځ یا محور او د رښتونې بنسټیزې وسیلې په توگه را ډگر ته کوي. په دې وروستیو کې له افغان چارواکو سره د پر له پسې خبرو اترو له منځه دا سلا او مشوره را وتلې چې د خبرو اترو د پرمختگ او د هوارۍ د لارې یوازیني خنډ د طالبانو ستراتیژي ده چې د امریکایانو پریکړې ته سترگې په لاره دي ، تر څو په خپله له افغانستانه د وتلو پریکړه وکړي ، دوي ټینگار کوي چې د طالبانو په گومان امریکایان به یوه ورځ دې پایلې ته ورسیږي چې خپل ځواکونو به له افغانستانه دباندې وباسي. په بله وینا دا د طالبانو د انتظار ستراتیژي. ددې خبرې پایله دا ده چې طالبان به له نورو ډلو سره په دې خیال د واک ویش ونه مني چې امریکایان به یوه ورځ افغانستان تر شا پریږدي او له دغه هیواده به ووځي. ددې ترڅنگ یوه بله مهمه خبره دا حقیقت دی چې طالبان گومان کوي هغوی خپل ستراتیژیک ځواک او برلاسی د هیواد په ډگر کې پلی کړی او دوی به د خبرو اترو پر ټغر پر همدغه برلاسي دریځ او ټینگار کښیني اویا به همدغه دریځ د یوې وروستنۍ وسیلې په توگه وکاروي. د طالبانو د یوه چارواکي له خولې د هغه وینا را اخلم چې ویلي ول : ” کله چې امریکایان ووځي ، موږ به ، د افغانستان د اسلامي امارت په توگه ، د پخوا په شان د هیواد واگې په لاس کې واخلو.” په دې کې هیڅ شک نه شته چې نه افغانان او نه په نړیواله ټولنه کې هیڅ څوک ددې خبرې منلو ته چمتو نه دي چې یو ځل بیا دی په افغانستان کې یو تیوکراتیک او اتوکراتیک [داسې دولت چې واگې یې د یوه ځانخوښي تیرغمال په لاس کې وي – ژ] دولت را ستون او ټینگ شي.
یوه ستراتیژي دا ده چې په هیواد کې دې یو لنډ مهالی دولت رامنځته شي. دغه دولت ته دې د شپږو میاشتو لپاره وخت ورکړل شي چې د نړیوالو څارونکو تر څار لاندې د ولسشمرۍ د ټاکنو د بهیر لپاره کار وکړي ددغه بهیر لومړی گام د ډاډمن او له اعتباره ډک چاپیریال رامنڅته کول دي. ددې ترڅنگ دې دا ټکی له پامه ونه غورځول شي چې په لنډ مهالي دولت کې دې ټولې هغه اغیزمنې سیاسي خواووې را گډې شي چې له یو بل سره د واک د ترلاس کولو لپاره لاس او گریوان دي. هیڅ قانوني گوند/ کاندید دې له دغه بهیره دباندې و نه ساتل شي. ددې لپاره چې لنډ مهالی دولت د افغان ولس په منځ کې د منلو او ډاډ وړ وگرځي نو داسې دولت دې د یوه اسلامي دولت تر کوربه توب او مرستې لاندې جوړ شي ، دغه اسلامي دولت دې داسې یو دولت وي چې د افغانستان په اړوند هیڅ ډول پټه اجنډا و نه لري او ولس ته دې څرگنده وي چې غوره شوی کوربه اسلامي بنسټ یا دولت د افغانستان په اړه له هر ډول پټ لید لوري او پټې گټې څخه پاک او لیرې دی. په دې توگه دغه دریځ کولای شي یو شمیر هیوادونه چې په افغانستان کې د پټو گټو په لرلو تورن دي د سولې له دغه بهیر څخه لیرې وساتي؛ په افغانستان کې د پټو گټو لرونکي اسلامي هیوادونه دا دي : پاکستان ، ایران ، سعودي عربستان ، عربي متحده امارات ، اردن ، د منځنۍ آسیا بیلابیل ستانونه ( هیوادونه) او څرگنده ده چې مصر هم په دغه ډله کې راځي. ددې لپاره چې په هیواد کې یو ولس خوښی او ولس منلی لنډ مهالی دولت رامنځته شي نو کوربه هیواد دی د افغان ولس لرغونې ولس منلې لویه جرگه را وبولي. دغه ډول تگلاره په داسې یوه هیواد کې چې په ژب توکمیزو او سکتاریستي کرښو ویشل شوی دی کولای شي د یوه ولس منلي او ولس خوښي لنډ مهالي دولت د پرانیستلو لپاره لاره پرانیزي چې ټولې ښکیلې خواووې په کې د گډون حق او وړتیا ولري. ددې لپاره چې د خبرو اترو لپاره د ښه نیت څرگندونه شوي وي او د بهرنۍ لاسوهنې او قیمومیت لاس ور لنډ شوی وي نو یو شمیر اړوند بنسټونه لکه د څارگرو [ استخباراتي] څانگو ، د کورنیو او د دفاعي چارو واگې دې نیغ په نیغه د یوه ملي لنډ مهالي بنسټ په لاس او څار کې ورکړل شي.
د لنډ مهالي دولت د رامنځته کولو لپاره تر ټولو غوره اسلامي هیواد مالیزیا دی. مالیزیا داسې یو اسلامي هیواد دی چې د نوروسیمه ییزو پیاوړو سیاسي او دلالو هیوادونو په پرتله د یوه بې پرې هیواد په توگه پیژندل کیږي چې نه د افغانستان په جگړه ځپلي هیواد کې او نه ددغه هیواد په حکومتي بڼه او سرچینو کې د مشتري / ولینعمت هیڅ ډول اړیکې نه لري.
هغسې چې د سولې د هوارۍ په ټولو لارو او وړاندیزو کې لیدل شوي ، په افغانستان کې د سولې د بهیر په دغه پړاو کې به هم یو شمیر ډلې د مخالفت ډغري ووهي ، په ځانگړې توگه تاواني شوې ډلې به د خپلو گټو او د اچول شویو سیاسي پانگو د خوندیتوب لپاره د مخالفت ډغرې ووهي. طالبانو یا له خیانته ډکې کوشنۍ پنجشیري ډلي په زباد رسولې چې دوی کلکې سخت دریځي ډلې دي ، په هیواد کې متبادل سیاسي ځواکونه شته ، دا هغه ځواکونه دي چې د روسي ښکیلاک پر وړاندې د رښتوني مقاومت او ځواک په توگه پیژندل شوي لکه اسلامي گوند ، ددغو ځواکونو او د هیواد د اوسني وسله وال او د پولیس د ځواکونو په گډون کیدای شي یو نوی وسله وال ځواک چې شمیریې ۳۵۰۰۰۰ منظمو ځواکونو ته ورسیري رامنځته شي ، دغه ځواک په ساده گۍ کولای شي سرټمبه او سخت دریځې ډلې چې پردیو گټو ته تر ملي گټو لومړيتوب ورکوي په خپل ځای کښینوي. که له دغو احتمالاتو څخه هر یو یې د پلي کیدا کچې ته رسیږي نو دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې یا دې د ناتو یا د آیساف او یا د امریکا تر نامه لاندې دې له دغسې یوه بهیر څخه په دیپلوماتیک ، اقتصادي او پوځي ډگر کې ملاتړ وکړي. د پیاوړتیا او یو موټيتوب دغه دریځ دې د سولې د خبرو اترو په لړ کې په جبري ډول گام په گام پلی شي چې په طبیعي ډول د لنډ مهالي دولت له رامنڅته کیدلو او د روغې جوړې او مخالفت له لړۍ مخکې رامنځته کیدلای شي. دغه ډول تگلاره به د کلیوالو د وسلوالو کولوهغه گواښونه ور شنډ کړي چې گڼې د ملي وسلوال ځواک او د پولیسو ترڅنگ به د ضمیمه ځواکونو په توگه رامنڅته شي. تأریخ په زباد رسولې چې دغه ډول کلیوالي وسلوال ځواک د مرکزي بولنې یا قوماندې په نه لرلو چاته پالیاله نه دي او اکثرأ له یاغي ځواکونو سره بیرته یو ځای کیږي. دغه ډول تگلاره په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو د امریکا له پلوه ازمویل شوې او ناکامه ختلې ده.
نړیواله ټولنه په سر کې یې امریکا او بریتانیا بربنډې او پټې اجنداوې لري. خو هغوی باید په دغه واقعیت پوه شي چې د اقتصادي کړکیچ په دغسې یوه پیچلي پړاو کې په یوې غیر قانوني جگړې د تریلیونونو ډالرو لگول او پانگه اچول او د لسگونو زرو افغانانو اوامریکایانو ژوند ته د گواښ ییښول یا هسې بې ځایه لیونتوب دی یا یوه نومیده ایډیاللوژیکي هڅه. ددغو ډول پالیسیو دوام نه یوازي ددوی اقتصادي او سیاسي اجنډاوو ته تاوان رسوي بلکه په نړۍ کې هغې انگیرنې ته لا پونده ورکوي چې گڼې امریکا د اسلام پرضد جگړو ته دوام ورکوي او د نړۍ په هرگوټ کې د امریکايي ضد ملیشه ځواکونو شمیره په څو څو ځله نوره زیاتوي. پای.
بروس گ. ریچاردسن
ما ژباړونکې د بریښنا لیک له لارې له لیکوال څخه د لږ شرحې غوښتنه وکړه ، لیکوال په ځواب کې لاندنۍ کرښې را ولیږلي :
که د ښکیلو خواوو لپاره مخکې له مخکې شرایط ټاکل شوي وي ترڅو د نوموړو شرایطو تر سیوري لاندې خبرې اترې پر مخ بوتلل شي نو دغه ډول شرایط نه حقیقي وي ، او نه په کې نرم دریځي ښکاري ، دغه ډول شرایط د بل لوري لپاره په خپله د جگړه پالنې او جگړه غوښتنې ، یوې خواته اړم او د یو اړخیز دریځ مانا ور ښندي. ددغه ډول خبرو اترو ښه بیلگه د اسراﺌـیل / فلسطین شخړه ده. اسراﺌـیلیان د خبرو اترو ټغر ته د خبرو اترو په پلمه راځي او وایي چې موږ خبرې اترې غواړو خو دا هم ور غبرگوي چې موږ د فلسطین په نامه دولت نه پیژنو او فلسطیني کډوال د بیرته ستنیدلو حق نه لري. له دې امله د خبرو اترو لپاره مخکې له مخکې ټاکل شوي شرایط په خپله د خبرو اترو د ټغر پر سر یو دروند پیټی دی. فلسطینیان ښه پوهیږي چې ددوي غوښتنې یا هغه خوبونه چې دوی یي د رښتیونلۍ لپاره هلې ځلې کوي هیڅکله به رښتیا نه شي. په افغانستان کې هم یو شمیر څرگند لویدیځوال مرکیچان د خبرو اترو پر ټغر کښیني خو د هیواد په سیاسي چاپیریال کې د هیواد د پيښو پاخه او لوی لوبغاړي چې د خبرو اترو زړي او چورلیځ جوړوي له پامه غورځوي ، دغه لویې ډلې د سولې په را وستلو او د جگړې د پای بنسټیز لوبغاړي دي خو له پامه غورځول کیږي. د بیلگې په توگه په واشنگتن کې یو شمیر سیاستوال دا له پامه غورځوي چې طالبان او د حکمتیار په څیر کسان هغه څیري دي چې په حالاتو کې د بدلون د راوستولو وړتیا لري. خو لویدیځو مرکچیانو ته ددغې له پامه غورځونې لامل دا دی چې حکمتیار او طالبانو دواړو د خبرو اترو د شرایطو د یوې په برخې په توگه د امریکایي سرتیرو پر وتلو ټینگار کړی دی. داسې ښکاري چې د امریکا دولت ددې خبرې پوهیدلو ته لا تراوسه چمتو نه دي چې دغه ټاټوبی یوه ورځ په هرو مرو ډول د سترو لښکرو په مړیستون بدلیږي ؛ دلته د یونانو لښکري ډړې وړې شوې ، دلته د مغولو ملا ورماته شوې ، دلته د بودایانو لښکرې ټوکر ټوکر شوې ، دلته بریتانویانوپه گونډو شوي ، دلته د روسي لښکر وربوز او ژامې ورماتې شوې ، دغه ټولې لښکرې په دغه خاوره کې یو بل ته په ورته ډول غولیدلي اونن د سویلي آسیا بیضوي ډوله دفتر هم کټ مټ له هماغې چلوتې سره مخامخ دی چې پخواني لښکر ورسره مخامخ شوي ول. پورتني نومول شوي لښکر د ” تأریخ د اور ایرې” نومول شوي دي. له دې امله زما موخه دا ده د آزادو شرایطو په لرلو په خبرواترو کې ښکیلې خواوې هغه مهال د جوړونکو خبرونو اترو پر ټغر کښیناستلي شي چې د خبرو اترو هیڅ ډول خنډ په خپل وړاندې ونه لري.