کور / سياسي / ازمویل شوي څیري بیا د قدرت په ګدۍ

ازمویل شوي څیري بیا د قدرت په ګدۍ

څرنګه چی پنځه کاله مخکی لمړنی ټولټاکنی تر سره شوی چی په نتیجه که يي ښاغلی کرزی صیب دټاکنو په پایلو کی لمړنی اولس مشر شو هغه وخت دټولو افغانانو هیلی زیاتی اودا فکر ورسره وو چی کیدای شی افغانستان په راتلونکی کی دسولی،ارامتیا ، پرمختګ پر لور مخ په وړاندی ولاړ شی که څه هم مخکی تر لمړنی ټولټاکنو انتقالی او موقتی دوری تیری شوي وی چی هغو دورو ښاغلی کرزی صیب دشاولی کوټ له غرو څخه د اطلاف د ځواکونو په ملتیا د ګلخانی تر ماڼی پوری راورسوی په څنګ که يي ښاغلی فهیم صیب چی د شمالی ټلوالی په ځانګړی توګه د نظار ډ لګی مشري نوي ور په برخه شوی وه او دافغا نستان لږ څنډی د همدی ډ لګی په لاس کی وی د یوه نظامی امریکا يي هلیکوپتر په و ا سطه د تاجکستان تر یوه هوايي ډګر پوری یوړل شو هلته تر څه خبرو وروسته د څو میلو نو ډالرو په بدل کی هغه سیمی چی دوی به د جهاد تاوده سنګر بلل،هغه به يي د روسانو له هډوکو څخه ډکي کندی بللی ،هغه سیمی يي د خپلو مجا هیدینو په وینو رنګ سنګرونه بلل دهمدی څو ډالرو په مقابل که د CIA اوFBI ګروپو په واک کی ورکړی چی په نتیجه کی یی دی له تخار څخه تر کابله او ما رشالی پوری راورسیدی .
ښاغلی پرو فیسر داسلامی جمیعت مشر اود اسلامی دولت ریس جمهور ربانی او ورسره استاد اوشیخ الحدیث
صیا ف صیب دشمالي په هغه لوړو غرو ناست وه داسلام ،اسلامی نظام ، جهاد ،شهیدانو او مجا هیدینو ټولی کیسی تری پاتی ویي دامریکا B-52 او F-16 الوتکو ته يي لارښونه کوله چی د دوی او امریکا ګډو مخالیفینو مورچلي ښي بمبار کړی تر دی چی ښاغلی ربانی صیب خو دا هم خپلو دی نویو ملګروته وویل چی په وړو بمونو څه نه جو ړیږی تاسی باید لوی لوی بمونه استعمال کړی.
څرنګه چی په هغه وخت کی افغا نستان د زیا تو میلمنو کوربه و چی ځنی يي د امریکا او عربی نړی په مرسته افغانستان ته راغلی وه هغوی خو دجهاد لپاره راغلی وه خو دامریکا غوښتنه هغه وخت دکمونیزم مخنیوی و چی بی له افغانانو او همدی عربو څخه چی دسپیڅلی جهاد په نیت جنګیدل د بل چا په توان کی هم نه وو همداسی وشول کمو نیزم غاښ ماتونکي ما ته وخوړه ناولی ټغر يي دنړی له مخ څخه ټول شو په څنګ کی امریکا خپل هدف تر لاسه کړ نور نو نه هغه مرستي وي نه همدی کسانو ته چی روس يي په ګونډو کړ د قهرمانانو په سترګه کتل کیدل نور هغه او افغانان دامریکا دښمنان بلل کیدل ورسته تر دی هغوی ته د قهرمان پرځای دافراطي او سخت دریز ، القا یده خطاب کیدی ، هغه وو چی افغانان په خپل منځی جګړو کی د همدوی په مرسته ورښکیل شول او دا نور دخپلو هیوادو له لوری په دي نوم چی په افغانستان کی يي جهاد کړی او جهادي روحیه ورسره ده په خپلو هیوادو کی ونیول شول او ځنی خو له خپلو هیوادو څخه وشړل شول هغه و چی دوی په افغا نستان کی پاته وو.
د همدی پخوا نیو میلمنو تر څنګ یو شمیر نوي کسان هم چی ټول د پیښور دپښتنو د سیمو وو د د طالیبانو د مرستی اوجهاد په نامه په همدی ورځو کی راغلی وو دا ټول سره له داخلی طا لبانو چی زیاته برخه یی دجنو بي ولایتو هستو ګن وو د هیواد په شمال کی په ځانګړی توګه په کندز او مزار کی مورچلی نیولی وی ، هغه وو چی امریکا د خپلو نو یو افغانی ملګرو په مرسته یر غل شروع کړ او همدی مرسته کونکو ته يي دا وعدی ورکړی چی څوک به د ګل خانی تر ما ڼی رسوی اوڅوک به تر وزارت دفاع او مارشالی پوری لوړوي.
هو همداسی وشول ښاغلی کرزی صیب د انتقالی ،موقتی دوری او وروسته د ټاکنو ګټونکی شو او په څنګ که يي دشمالي ټلوالی لوړ پوړي چارواکی لوړو لوړو وزارتو ته ورسیدل.
ښاغلی کرزی صیب هغه وخت ډیری دسولی ،ملي پخلاینی چیغي وهلی تر دی چی هغه مسلح طا لیبانو ته يي هم اعلان وکړ چی که څوک دجګړی څخه لاس واخلی دوی ته به هغه خپل ګاډی او یو میل ټو پک دخپل ځان ساتنی په خا طر ورکړ شی او دوی به په خوندی توګه تر خپلو کورونو پوری ورسول شي خو د بد مرغه دا ټول چپه وختل هغه کسان چی څوک د جهاد په نامه راغلی وه ، څوک دجلب په توګه راوستل شوي وه ، ځنی د خپلو وطنو څخه شړل شوی وه د کرزی صیب هیر شول چی دا ټول د داسی خوني ځناورو په ګیر ورغلل چی څوک يي لاس او پښي تړلي په ګو لیو وویشتل ،څوک يي په زیات شمیر د حیواناتو په څیر په کانتینرونو کی تخته کړل چی ځني يي د هوا دخلاص والی له کبله خپله ساه دنورو تر پښو لاندی ورکړه او هغه ځنی چی پاتی وو هغه بیا لاس تړلی دامو سیند ته ورواچول شول چی دسیند د څپو او ماهیانو خوراک شول ، یو شمیر چی په کانتینرونو کی نه ځاییدل څوک په جنګي کلا کی،څوک درازیه سلطان په ښونځئ کی بندي کړل شول چی وروسته د اوبو، بریښنا او اور په زریعه په هغه ځایو کی ووژل شول يو شمیر يي د ګوانتانا مو زندان ته یوړل شول او ځنی خو تر ډیره وخته دشمالی ټلوالی دځینو قوماندانانو سره په شخصي بندي خانو کی بندیان ول چی د خلا صون لپاره به يي روپی د کورنیو څخه غوښتل کیدلی او د هغه په بدل کی ور خوشیکیدل.
د کرزی صیب هغه دپخلاینی او سولی خبري نوری نه وي په لنډ وخت کی د بګرام ، کندهار او ګوانتانامو زندانونه د زرهاوو بي ګناه انسانا نو څخه ډک شول هلته ډول ډول شکنجي او ربړول کیدل هلته په څرګنده د بشري حقوقو څخه سر غړاوی کیدی چی نه د بشری حقوقو د ساتلو بلبلانو څه ویل اونه په افغانانو کی د پوښتنی څوک وو اونه يي چا خولی ته غوږ نیوی.
دهغه لمړنیو ټاکنو وروسته چی ښاغلی کرزی صیب د پنځو کلنو لپا ره واک ته ورسوی ګټه يي هغه ډلو ته ورسیده چی کرزی صیب په خپل څنګ کی درولی وه او دا سوچ يي کاوه چی ددوی په رایو بریالی شوی یم حال دا چی هغوی خپل نوما ندان لرل او اړونده سیمو خپلی رايي خپلو هم ژبو نوماندانو ته ورکړی چی په دی سره ښاغلی کرزی صیب تر ډیره دپښتنو د رایو په مرسته بریالی شو خو د بده مرغه ګټه يي نورو ته ورسیده او هغه وړي سیمی چی د ده مرستیالان د هغو سیمو څخه وو هغه ورته په ولایتو بدلی شوي ، زیات وزارتونه دهغوی د پري خلکو ته ورکړل شول.
دهمدي پنځه کلني دوري په لړ کي ډیري ناخوالي په افغانانو په ځا نګړي توګه د پښتنو په سیمو تیري شوي خپل سري ړندي بمباری چی زموږ په ودونو ،خیراتونو … په هر ځای کی تر سره شوي ، زموږ ناوکی ورا ټوله دواده په شپه را شهیدان کړل شول ، زموږ د ماشومانو او سپین ږیرو غوښي یو ځای دخیرات په دیګو کی پخي شوي ، زموږ د سلګو نو بي ګناه خلکو غوښي ددوی د تویو شویو تیلو او بمونو په لمبو کی وسوي او شهیدان شول .
بي کاري ،بي وزلي او لوږه ،له فساده ډکه اداره دا ټول هغه څه وو چي کرزي صیب او دده نړیوالو ملګرو يي د افغات ولس سره وعدي کړي وي ، کرزی صیب د دي پر ځای چی په خپلو وعدو وفا وکړي دافغانانو د ژوند کچه لوړه کړي دا يي هم ونشوای کولای چی دخپل سرو ړندو بمباریو ،خپل سرو پلټنو چی دبی ګناه کسانو په وژنه پای ته رسیږي مخه ونیسي ، ده خو به کله کله د بي وسی اوښکي تویولي خو ښاغلو مرستیال صیبانو هیڅ کله دهغو غندنه هم ونه کړه همدارنګه هغه میرمن چی په افغانستان کی دبشر دحقونو دساتلو لپاره ګمارل شوي هم دخپل سرو بمباریو او پلټنو غندنه نه ده کړي لنډه دا چی په دي پنځه کلنه دوره کی ډیري ناخوالي په بیچاره افغانانو راغلي اداري فساد تر دي کچي ورسید چی افغا نستان په ټوله نړی کی د فساد په قهرماني کی دوهم مقام وګاټه ، په میلیاردوډالر دافغانستان دابادی په نامه راغلل چی زیاته برخه يي بیرته دخاریجیانو په جیبو کی ولویدل او هغه پاتي يي د ددوی دژباړونکو او لویو شرکتو لخوا چور شول ،خو مظلوم افغانان د حلال رزق دپیدا کولوپه نیت یا په کانتینرونو کي خپله ساه ورکوي ،یا داندونیزیا،استرالیا،یونان په سیندو کی په بیړیوکی غرقیږي او دکبانو خوراک کیږي ،اویا دفرانسي په ځنګلو کي د ډار او وهم ژوند په لوږي نس باندي تیروي اویا د خپلو ظا لیمو ګاونډیانو چی تل يي زموږپه کورنیو چاروکی لاس وهنه کړي همدا 35 کلن اور ددوی په مرسته تازه ساتل شوی دی ،ژبني ،مذهبي ،قومي او تنظیمي شخړي تل د دوی په مرسته راپورته کیږي او د یو څو مزدورانو په مرسته اوس زموږ په کلتوري اونورو چاروکی لاس وهنه کوي د دوی د سرحدي ساتونکو تر کوتکو لاندي خپله ساه ورکوي دا ټولی دکرزي صیب او د غرب سوغاتونه دی چی افغانانوته يي راوړي دی.
اوس چی دکرزي صیب دا طلايي دوره پای ته ورسیده چی تل به دتاریخ په پاڼو کی ساتل شوي وي یو ځل بیا دهغو ټاکنو په پایله کی دپنځو کلو لپاره ګټونکی شو چی د درغلیو ډنډوري يي تر اوسه ټوله دنیا په سراخستي ده،
د ده لمړی مرستیال ښاغلی مارشال صیب دی چی څوک يي په جنګي جرمنو ککړ بولي ،څوک يي جنګ سالاربولي خو دی خپل ځان مجاهد اود مجاهیدینو دحقونو غوښتونکی بولي هغه مجاهد چی دڅوډالروپه وړاندي يي خپل ټول مجاهدین او شهیدان په امریکا وپرولل ،هغه مجا هیدین چی د دوی په مرسته زموږ په زرګونو بي ګناه افغانان (ماشومان،ښځي،سپن ږيري) شهیدان کړل شول،هغه مجا هیدین چی ددوی په مرسته په زرهاوو بي ګناه افغانان اونور مسلمانان ونیول اوپه یلغرګرو ځواکنو يي خرڅ کړل،هغه مجاهیدین چی ددوی په مرسته دګوانتا نامو،بګرام،کندهار زندانونه دبي ګناه افغانانو څخه ډک شول،هغه مجاهیدین چی په افغانانو يي دلویولویو بمونو غورځول غوښتل .
اوس چی کرزي صیب ټاکني ګټلی دی د خوارو افغانانو هیڅ هیله نشته چی ددوی په ژوندون کی دبدلون راشي ،ددوی بي کاری دختمي شي هغه بي کاری او بي وزلی چی دهغو له لاسه زموږ زیاتو ځوانانو نیشيي توکوته مخه کړي ده ، نه به دخپل سرو بمباریو اوپلټنو څخه خلاص شي،خو یواځي دا هیله لري چی بیا به څومره ناخوالي په دوی تیري شي،بیا به دیوه خا لي ټک په ځواب کی څومره کلي او ولسونه د خاورو سره برابر شي،بیا به څومره خارجي افسران،ددوی ژباړونکي ،وزیران ،والیان او شاروالان نوي میلونرجوړشي،بیا به د همدي سرمایه داري نظام څپي تراسمان اوچتي شي خیټور به نورچاغ شي خو مظلوم اولس به خالي ډوډی نه لري، بیا به څومره شراب خواره د تیکنوراتانو په نامه اوڅومره بيسواده د ملي مشا رکت ترنامه لاندي زموږ پرسروګمارل شي،بیا به څومره وړي سیمي په ولایتونو بدلي شي ، بیا به څومره انسانان بي له شواهدو او اسنادو،بي له محا کمي د جاسوس اونورونومو لاندي دچړي تر تیغ تیر شي .
به هرحال داټاټوبی دمسلمانانو دی اوتل لوی لوی فرعونیان دلته په ګونډوشوي،لویولویو امپراتوریو دلته دژوندون وروستی ورځي اوشپي تیريکړي دی،داد میلونو شهیدانوخاوره ده او یو ځل بیا له خپل رب څخه د دي خاوري ابادي ،ریښتني اذادي،ریښتني اوسپیڅلي مجا هیدین چی دیو واقعي اسلامي نظام ،ریښتینی اوپاک حکومت منځ ته راوړي،دشهیدانو اوکونډواوښکي پاکي کړي د ټولوخادم وي ،غریب او بډای یو شان حق ولري غواړو.