د سرې غاړې او معدې (مېده) ګړندیتوب او جوړښت (Anatomy) :
ژباړه د ویکیپېدیا (Wikipedia) څخه! سره غاړه او مېده :
سرې غاړي ته په طبابت کي « اوزوفاګوس » (Oesophagus) واي؛ د سرې غاړې دنده ده، چې خوراکي ژوول سوې ګوله و مېدې ته و لېږده وي . لومړی باید د خولې له لیاري دګولې د تېره ولو بهیر پیل سي . په ستوني کي په غیري ارادي توګه خود په خوده د کرکنکي لیاره تړل کېږي او د سرې غاړي لیاره وژول سوي ګولې ته خلاسیږي او له دغي خوا نه و مېدې ته لېږدول پیل کېږي .
د یوه لوي سړي سره غاړه د ( ۲۵ څخه بیا تر ۳۰ سانتي مترو ) پوري اوږد واله لري . سره غاړه د کرکنکي و شاته او د ملا د تیر مخ ته ځائ لري ؛ یاني د دوي د دواړو په منځ کي تر مېدې پوري پرته ده .
سره غاړه پر درو برخو وېشل کېږي :
۱) د ستوني سره برخه (pars cervicalis)
۲) ټټریزه برخه (pars thoracica)
)دنس خوا برخه (pars abdominalis) سره غاړه درې تنګ ځایونه (تنګي) لري :
۱)د لوړي خوا تنګ ځائ د ستوني سره .
) منځنی تنګ ځائ چې په ښارګو سره تنګېږي . ۳) د پاي تنګ ځائ دی، چې سره غاړه په څاړو ننه وزي مېدې ته ورځي او په مېدې پوري تړل کېږي . دغه تنګی ډېر یو کړکېچن جوړښت لري . ځکه چې د اړتیا پر مهال پخپله ځان تړي او خلاسه وي . دغه« پائي» تنګی د
( ۲ بیا تر ۵ سانتي مترو ) پوري اوږد واله لري .
د پائي تنګي جوړښت په لاند ډول سره دی :
۱) دغه تنګی تر عمود (نیغ) فشار (کښې کښنګ) لاندي دی .
۲) دغه تنګ ځائ د مېدې سره پخپل اږدو کي یو «تاو» لري . ۳) د سينې سره په دغه تنګي کي یوه تشه ده (لاندي فشار) او د نس خواته لوړ فشار دی . دغه دوه ډوله فشارونه د دې لامل ګرځي، چې د نس دخوا تنګ ځائ وتړل سي .
۴) د سرې غاړې په پاي کي د مېدې سره « وریدونه » په لامده پوټکي کښې راغلي دي . که چیري « اینه» په یو ډول ځانګړي ناروغۍ، چې
د « اینې » (Zirrhose) ورته واي اخته سي دغه رګونه پړ سیږي او ځیني مهال وینه کوي .
معده ( مېده ) :
مېدې ته په یوناني ژبه (gaster) او په لاتیني ژبه ورته (ventriculus) وائي ،چې د هضمولو یوه غړې ده . مېده د کچکول په ډول فورم لرې یو خالي ځائ دی، چې د غړو د « وودني » (نسج) څخه جوړه سوې ده . دننه خوا د مېدې د یو زیږ خوریکي خوريکي لامده پوټکي نه جوړ ه سوې ده .
په دغه لانده خالي ځايکي د مېدې ؛ د خوړو لېپړی د مېدې د اوبو سره ګډیږي، چې «پروتیني »خميره پر دو برخو سره جلا کوي، چې یوه برخه ئي د مېدې «پاتیشوني » دي او بله برخه ئي د مالګي تېزاو دي .
کله چې مېده ارامه وي په یوه ساعت(ګړی) کي ( ۱۰ ملي لیتره ) د مېدې اوبه ځني جلا کېږي . که مېده ډکه وه په هر ساعت (ګړي ) کي زر ( ۱۰۰۰ ملي لیتره ) اوبه ورکوي . دغه د مېدې اوبه د اعصابو له خوا
( ترمخ تر خوراک) او د هورمونو (Hormon) له خواګړندۍ کېږي . د مېدې غړي خوراکي لېپړی په سمه اندازه سره د مېدې سندانکي ته پوري وهي . ( سندانکه، د مېدې او دولس ګوتیزي کولمې تر منځ ځائ لري .
تر هغه مهاله سندانکه خوله نه خلاسوي، چې توکي په مېده کي ښه وهضم ته تیار سوي نه وي؛ کله چې توکي هضم ته تیار سوه؛ نو خوله خلاسوي .) کله چې سندانکي ته توکي ورغله دمېدې دخوا خوله تړي؛ د دولس ګوتیزي کولمې خواته خپله خوله خلاسه وي، چې توکي لږ لږ او منظم د دغي کولمې خواته پوري وهي . دولس ګوتیزه کولمه د نس پر «غودود» نیمه را پېچل سوې بیا د نریو کولمو سره تړلې ده . پخپله مېده هم د نس پر« غودود »(Pankreas) باندي ولاړه ده . پانکراس یا د« نس غودود» دوه ډوله شیره ورکوي : یو ډول شیره ئي نیغه کولمو ته ځي او بله شیره ئي انسولین (Insulin) دي، چې وینو ته ځي . که چيري دغه د نس غدود کار ونه کړي سړی د شکرې په ناروغۍ اخته کېږي .
مخکي له مخه هضمېده :
مېده د مخکني هضمولو لومړی تم ځائ دی . خو اصلي هضمېده په نریو کولمو کي تر سره کېږي . په مېده کي یوازي پروتین (Proteine) په خپلو بروخو سره جلا کېږي . غوړ له مېدې نه دغسي کولمو ته ځي . په مېده کي کلک توکي اوبه کېږي، چې د هضم لپاره ئي و کولمو کي تیار وي .
د مېدې ترخې اوبه هر ډول «باکتریا (Bakterie) چې مېدې ته راسي وژني ئي خو بېله د (Helicobacter pylori) باکتریا څخه .