کور / تازه خبرونه / ګرديز : د ډي اي آي دفتر كي چاودنه وشوه

ګرديز : د ډي اي آي دفتر كي چاودنه وشوه

( سه شنبه د ليندۍ ۲۴ مه ) سهار شاوخوا نهه نيمي بجي د ډي اي آي ، يو ايس اي آي ډي دفتر ته اړوند ګرديز دفتر كي چاودنه وشوه

دا چاودنه د ډي اي آي دفتر په يوه امنيتي غرفه كي تر سره شوي ، په نومړي چاودنه كي د يوه بهرني په شمول شپږ تنه مړ او يو تن ټپي شوي .

د پيښي سيمي ته سلاكار وزير او دپكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد هم ولاړ او سيمه يي له نږدي وكتله او دا كار يي د سولي او ټيكاوو د دښمنانو يو بزدلانه عمل و باله .

په پيښه كي څه نا څه اووه عرادي موټر هم تخريب شوي دي او د پيښي لمړني معلومات ښيي چي دا بمي چاودنه وه او دلا جزياتو په اړه يي پلټني رواني دي .