د تیلفون ږغ:
– هلو! دغه ده هغه ژبه چې مې کړې وه، د کار غوټه مې دنوکانو په وتلو خلاصه کړه او په ړندو کې مۍ چپک اغاګان پيدا او لېست مې تاسو ته د تایید لپاره د رواستوی
– ډیر ښه دی وکړه، ز موږ هم تر پښولاندې واښه شنه شوی وه، د تنګ سترګو اوتور ژبو خولو هم وېښتان کړې وه ، په د ې ښه کار به دې په وېښته تړلي وضعي ته ټیکاو وکړې او د هیواد آبرو به وساتې اونور به د نور و په غرتو د دولت د خولې خوند بد نشي
زه هیله مند یم چې ددي دومره زیاتو خبرو او غوښتنو وروسته به دی نوی اهل کار اتلان ازمویلي بیا به دی برخې وروېشلي وي ځکه وایی په سپي زوی ، تل پلار ښکنځلی وي ښه شو چی خبره دی اوږده نه کړه
زه پوهیږم ډیر زیار مو ګاللی دی ځکه په ناسته غُمبر نه کيږي
اوس به نړۍ دا و مني چې په پښه دی رښتیا خر ختلی دی مننه
– دا خو دومره مشکل کار نه دی زه د دی هیوادد پر مختیا لپاره هر ډول چوپړ ته تیار یم:
-اوس اجازه راکړه د نوی اتلانو لېست وګورم
– ډیر ښه غوږۍ مې په لاس کې ده
د شورا ریس رنګ دنوی لېست په لید والوت ساختلی يې په غوږۍ
کې وویل :
دا خو بیا په سترګو کې خاوری اچول دی دا خو ټول لوپ لپړ هغه د اوړۍ پهلوانان دي هغه د کوټي ښورا خوړونکی ،هغه لنډه غر، هغه کندوان او هغه…
– خوښ دی شول؟؟؟
– هغه چيغې کړې: هو خدایه! بیا هغه ډله
– هغه په سړه سینه ځواب ورکړ:
مه وارخطا کیږه! ټوله هغه نه دی پخواني یاران هم شته دڅويي لاپالانونه هم بدل شوی دی
– وايي باغ که خرابوي الو په کښې ږده دلته چې ګورم پک تر پک پوري ، نو نه چي ماغزه ئې ښکاره وي
– چرت مه وهه ازاد بازاز دی تور سپي د اوزګړی په بیه پلورل کیږي
– چې داسی زه هلته خر مې هلته دی نو حرام که یو لا راڅخه تیر شي.