کور / تازه خبرونه / له قبر څخه ١٠٠ کلن لرغونى ساعت پيدا سو

له قبر څخه ١٠٠ کلن لرغونى ساعت پيدا سو

د چين پ شانګسي ښار کي د يوه قبر څخه ١٠٠ کلن پخوانى ساعت پيدا سو، چي وايي خپل رنګ او روغن يې د لاسه نه دئ ورکړئ.
د سويس جوړ دغه ساعت ١٠٠ کاله لرغونتوب لري چي په يوه هديره کي له قبر څخه پيدا سوئ دئ.
چارواکي وايي حيرانوونکې دا ده چي په دې هديره کي دا ٤٠٠ کاله څوک نه دئ ښخ سوئ، او دوى اوس پر دې باندي څېړني کوي چي دغه ساعت څنګه دې هديرې ته راغلى دئ.
پيدا سوئ ساعت پر ١٠ بجې او شپږ دقيقې درېدلئ دئ، خو نور يې رنګ او روغن د لاسه نه دئ ورکړئ.
چينايي چارواکي وايي ساعت يې د لرغونو آثارو په يوه نندارتون کي ايښي دئ.