د کندز چارواکي وايي د دغه ولايت په دشت ارچي ولسوالي کي يې اوو طالبان په يوه جګړه کي وژلي دي.
د کندز امنيه قومندان عبدالرزاق يعقوبي وايي دغه کسان يې د دشت ارچي ولسوالۍ په دوو مختلفو سيمو کي کله تراش او قيرلاق سيمو کي وژلي دي.
د نوموړي په وينا په دې جګړه کي پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.