کور / تازه خبرونه / د حامد کرزي، نوې – زړه کابينه

د حامد کرزي، نوې – زړه کابينه

د حامد کرزي د دوهمي دورې په کابينه کي چي ټاکل سوې ده سبا د شنبې په ورځ يې ليست ولسي جرګې ته د تائېد دپاره ولېږل سي، ١١ تنه اوسني وزيران پر خپلو دندو پکښي پاته سوي دي.

په دغو کسانو کي شپږ کليدي وزارتونه هم شامل دي چي هيڅ يو يې نه دئ تبديل سوئ.
د دفاع، کورنيو چارو، ماليې، بهرنيو چارو، عامي روغتيا، ښځو چارو، معارف، زراعت، عدليې، مخابراتو او نشيي موادو سره د مبارزې وزيران ټول پر خپلو دندو پاته دي.

د پارلمان يوه وکيل ميراحمد جوينده د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي د کرزي کابينه لکه ماشيني توليدات ټول په يوه رقم دي، هيڅ تغير نه دئ پکښي راغلئ.
نوموړى وايي دى د پارلمان په هغو غړو کي شامل و، چي د پنجشنبې په ورځ يې له حامد کرزي سره د کابينې په اړه وليدل او کله چي يې د کرزي ليست وکتئ، هيڅ نوى مخ يې پکښي ونه ليدئ، سخت مايوسه سو او د اعتراض په توګه له غونډي ووتئ.

د جمهوري رياست يوه وياند د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي، هغه وزيران چي نه دي تبديل سوي، څو مياشتي وروسته به بدل سي.

د افغانستان تر جنجالي انتخاباتو وروسته چي حامد کرزى ګټونکى اعلان سو، د نړۍ د زياتره هيوادونو سترګي د نوموړي کابينې ته وې او له نوموړي څخه يې غوښتي ول، چي په کار پوه او له فساد څخه پاک کسان د وزيرانو په حيث وټاکي.

دا چي د حامد کرزي د نوي کابينې په هکله به د ولسي جرګې وکيلان څه تمصيم ونيسي، د ليست تر وړاندي کولو وروسته به معلومه سي، خو د ولسي جرګې يوې غړي پروين درانۍ اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي په پرونيو ٥٠ وکيلانو کي چي له حامد کرزي سره يې وليدل، دريمه برخه يې په دې ليست ځکه خواشيني سول، چي هيڅ يوه نوې څېره نه ده پکښي معرفي سوې.
پروين درانۍ وايي حامد کرزى غواړي له اوسنيو ٢٥ وزيرانو څخه ١٢ کسان هيڅ تبديل نسي او پاتي نور يې هم اکثره هغه کسان دي چي له يوه وزارت څخه بل ته تبديل سوي دي.

د کرزي په ليست کي درې هغه وزيران له کابينې څخه ايستل سوي دي، چي په دې وروستيو وختونو کي په رشوت او درغليو کي په لاس لرلو تورن سوي ول.
د کانو او صنايعو وزير ابراهيم عادل د لوګر د مسو د کان په پروژه کي په ٣٠ ميليونه ډالره رشوت تورن سوئ. د حج او اوقافو وزير صديق چکري د حاجيانو په معامله کي په اختلاص تورن دئ. او بل کس د سرحدونو او قبايلو وزير (د کندهار پخوانى والي) اسدالله خالد دئ، چي د ولسي جرګې د غړي خالد پښتون او حامد کرزي د ورور محمود کرزي په وينا د کندهار د برېښنا اووه ميليونه ډالره يې غلا کړي دي.
بايد وويل سي چي صديق چکري او اسدالله خالد ولسي جرګې دمخه لا يو ځل رد کړي ول، خو دا چي حامد کرزي ته نيژدې ول، د سرپرستو وزيرانو په نامه يې کار کاوه.

اسوشيېټيډ پريس اژانس وايي د حامد کرزي په ليست کي د اوبو او برېښنا اوسنى وزير اسماعيل خان بيا هم په کابينه کي ساتل سوئ دئ، نوموړى د کورنيو جنګو پر مهال د بشري حقونو څخه په سرغړونه هم تورن سوئ دئ.

دا چي تر اوسه لا کابينه په رسمي توګه نه ده اعلان سوې، ځکه نو د نړۍ هيڅ هيواد په دې باب څه نه دي ويلي، خو د سياسي چارو اکثره څارونکي وايي نړيوال له افغان ولس سره له دوه مخيتوب څخه کار اخلي، په خوله د حامد کرزي څخه د پاکي کابينې د جوړولو غوښتنه کوي، خو د پردې ترشا هر هيواد هڅه کوي چي خپل _ خپل کسان په کابينه ننباسي، چي ښه مثال يې د امريکا د دفاع د وزير هغه غوښتنه ده چي دوې اونۍ دمخه يې له کرزي څخه د دفاع او کورنيو چارو د وزيرانو د نه بدلون په هکله وکړه.

د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس د افغانستان د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ او د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر د دوى ښه ملګري وبلل او له کرزي څخه يې وغوښتل چي پر خپلو دندو يې پرېږدي.