کور / تازه خبرونه / کلنټن: امريکا د مسئوليت منلو ته تياره ده

کلنټن: امريکا د مسئوليت منلو ته تياره ده

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلاري کلنټن په ډنمارک کي د چاپېريال ساتني په موخه جوړ سوي کنفرانس ته وويل، امريکا په دې لاره کي د هر راز مسئولت منلو ته تياره ده، او په همدې خاطر يې له غريبو هيوادونو سره د ١٠٠ ميليارډه ډالرو مرسته اعلان کړه، چي وايي غريب هيوادونه به يې د چاپېريال ساتني په لارو چارو کي ولګوي.

امريکا په نړۍ کي لومړنى هيواد دئ، چي Green Houses Gas، يا زرغونه غازونه توليدوي چي دغه غازونه بيا د نړۍ په تودوخه کي زياتوب راولي او د سېلابونو سبب ګرځي.

تېره اونۍ د چين د بهرنيو چارو وزير په همدې کنفرانس کي پر امريکا باندي تور ولګاوه، چي په دې لاره کي غير مسئولانه حرکات کوي او د زرغونو غازونو د توليد لږوالي ته ژمنه نه ده.

اټکل کېږي چي د ډنمارک په پايتخت کوپنهاګن کي به دغه دوه اونيز سيمنار بېله کوم جدي تړون څخه پاى ته ورسېږي، چي ورسره به د هغو هيوادونو اندېښنې نوري هم زياتي سي چي ساحلي ښارونه يې د غرقېدو له ګواښ سره مخ دي.

چاپېريال پېژندونکي وايي پر مالډيف هيواد سربېره د هند د ممبى ښار هغه سيمي دي چي د توخي د زياتوب او سېلابونو د راتګ له کبله په لومړي قدم کي د غرقېدو له ګواښ سره مخ دي.