ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې يو ځلې بيا د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د ايران د مرستې مسئله راخستې او پدې ترڅ كې د امريكا د مركزي ځواكونو د قومندان په حواله ليكلي، چې ايران طالبانو ته پوځي مرستې وركوي.
ورځپاڼې په دوام كې د جنرال پيترويس دا څرګندونې هم راخستي، چې ايران په افغانستان كې د خپل نفوذ لپاره په اقتصدي او سياسي چارو كې هم لاسوهنه كوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د وسلوالو طالبانو په وړاندې د پاكستان سياست څيړلې او د طالبانو په خلاف د جدي اقداماتو لپاره ددغه هيواد لخوا د امريكا د غوښتنې ردولو ته په اشارې ليكلي، چې پاكستان پدې برخه كې دوه مخې چلند كوي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان او پاكستان كې د بلك واټر په نامه د يوې امريكايي امنيتي كمپنۍ د فعاليت په اړه هم يو څيړنيز مطلب خپور شوې او ليكلي، چې د دواړو هيوادونو خلك پدې اړه خورا انديښمن دي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هم په هيواد كې د ملي شورا د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د ځينو لويديځو هيوادونو او په تيره بيا د امريكا او بريتانيى هڅو ته په اشارې ليكلي، چې بهرنيان دې د افغانانو پر برخه ليك له لوبو لاس واخلي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغان ولسمشر حامد كرزي او د امريكا د مركزي ځواكونو د قومندان ترمنځ د ليدنې خبر وركړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې افغان ملي پوځ بايد دومره پياوړې شي،چې په خپلواكه توګه د هيواد دفاع وكړي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د زندانونو روان حالت څيړلې او د بنديانو د وضعې د ښه كولو لپاره د زياتو هڅو سپارښتنه كړې.
ورځپاڼې په دوام كې د بنديانو او د هغوى د كورنيو ترمنځ د اړيكو د ټينګولو لپاره د سره صليب د نړيوالې كميټې په هڅو هم تبصره كړې او هغه يى خورا مهمې بللي دي.
په ورځپاڼه كې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو په اړه هم بحث شوې او پدې ترڅ كې دا نظر هم راخستل شوې، چې سوله بايد له يو غښتلي دريځ نه راوستلې شي.
ورځپاڼې خپل نننې كارټون په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته ځانګړې كړې او پكې يو چارواكې ښودل شوې،چې غواړي يوازې پيسې وګټي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د امريكا د مرستيال ولسمشر جوبايډن وروستۍ څرګندونې راخستي او ليكلي، چې په افغانستان كې كيدونكي ترورستي بريدونه په پاكستان كې تنظيميږي.
ورځپاڼې په دوام كې د هغه دا انديښنه هم څرګنده كړې، كه د ولسمشر كرزي حكومت ناكامه شو نو امريكا به په افغانستان كې له سختو ستونزو سره مخامخ شي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې اقتصادي ستونزو ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د يو كارپوه په حواله ليكل شوي، د خصوصي سكتور د فعاليتونو نه قانوني كيدل د اقتصادي بحرانونو سبب ګرځيدلې.
اصلاح او انيس:
دې دولــــــــــتې ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد په ستونزې تبصره كړې او ليكلي، چې د فساد عامل يوازې د افغانستان دولت ندې.
خو اصلاح بيا د فساد پر ضد د مبارزې په ملي غونډې تبصره كړې او هيله يى څرګنده كړې، چې دا به د فساد پر ضد د مبارزې يو روښانه لارښود وي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د افغانستان او ويټنام حالات پخپله كې پرتله كړي او د ويټنام د ولسمشر په حواله يى ليكلي، چې په ويټنام او افغانستان په شويو حملو كې ورته والې موجود دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د نوى كابينې د اعلان په اړه هم يو مطلب خپور شوې او د لومړي مخ په سر كې په غټو ټكو سره ليكل شوي، چې د ولسمشر كرزي نوې كابينه به د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته وروپيژندلې شي.
ورځپاڼې په دوام كې دا هم ليكلي، چې په راتلونكې كابينه كې به د اوسنۍ كابينې پنځلس غړي موجود وي.