د انگرېزي ورځپاڼې گارډين خبريالان چې يوه اوونۍ مخکې له پاکستان سره په پولو کې د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو،نن چارشنبه خوشې شول.
ګارډين ورځپاڼې نن په خپل يو رپوټ کې ليکلي دي، چې ددې ورځپاڼې څلور خبريالان چې شپږ ورځې مخکې د افغانستان د کونړ په نا امنه ولايت کې د پاکستان له پولې سره نږدې وسله والو کسانو په نامعلوم لوري تښتولي وو ،نن چارشنبه خوشې شول.
ددې خبر پر اساس له دې خبريالانو څخه درى افغانان او يو عراقى و،
ګارډين زياتوي ،خبريالان د وسله والوکسانو له خوا نه دى ټکول شوي ،روغ رمټ يې خوشي کړي دي.