د شنبې په ورځ مازديګر مهال د خوست ولايت دګربزو ولسوالی په سرحدي سيمه کې يو تن ځانمرګی بريدکونکی دعسکرو لخوا د توپک په ډزو ويشتل شوی او وژل شوی دی .
دولتي مقامات وايي وژل شوی کس چي چاوديدونکي توکي يې په ځان پوري تړلي وو او غوښتل يې د دولت په يوه سرحدي پوسته ځانمرګی بريد تر سره کړي د عسکرو لخوا د توپک په ډزو ووژل شو .
چارواکي زياتوي وژل شوی تن تنکی ځوان دي او دا مهال د خوست په ولايتي روغتون کې د نورو مالوماتود تر لاسه کولو په موخه د عدلي طب تر څيړنو لاندې دی .
دا په داسې حال کې ده چي څه موده وړاندې هم د خوست ولايت په يعقوبي ولسوالی کې پوليسو يو تن چې چاوديدونکي توکي يې په ځان پوري تړلي ول وژلی وو .