کور / تازه خبرونه / کندهار:څلور وسله وال او یو امریکایی عسکر وژل شوی.

کندهار:څلور وسله وال او یو امریکایی عسکر وژل شوی.

۰۰۰۰۰
د آیساف ځواکونو په عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوی دی .

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په چهار باغ په سیمه کی د سه شنبه په ورځ وسله والو په عامه لارکی د سرک د غړی بمونه یې ایښودل چی د نړیوالو ځواکونو تر برید لاندی راغلل ، په نتیجه کی څلور وسله وال وژل شوی دی .

د آیساف ځواکونو په مطبوعاتی پاڼه کی ویل شوی، د غه عملیات د کندهار ولایت په چهار باغ سیمه کې ترسره شوی دی او دعملیاتو په لړ کی څلور ماین ایښودونکی وژل شوی دی خو سیمیزو خلکو ته کوم زیان ندی رسیدلی .

د آیساف په مطبوعاتی اعلامیه کی ویل شوی ، د افغانستان په جنوب کی د سرک دغاړی په چاودنه کی یو امریکایی عسکر هم وژل شوی دی.

د نړیوال ځواکونو په جلا عملیاتو کی د سه شنبه په ورځ چی د زابل ولایت مرکز قلات کی ترسره شول د وسله والو مخالفینو یو سیمز قوماندان او یو شمیر نور وسله وال ورسره نیول شوی دی.