نن پیغور د افغانانو په نصیب شو
چې وطن استعمارانو دی نیولی
یهودان او نصارا به دې پرې هیر شي
ګاونډي په موږ کې شر دی اچولی
په نړۍ کې د افغان د توري شرنګ و
نن يي ملک د امریکا ته ور سپارلی
داسې ژوند نه د غیرت مرګ ده بهتره
چې په خپل کور کې يي لاس وي در تړلی
د غازي امان الله سپکاوی کېږي
خو ملي خاین یادیږي نن ښاغلی
که د ورور په مرګ ګټل وي جنتونه
بیا مې خپل جنت ملا ته وربښلی
نابللي میلمه وګوره تاریخ زما
هر غاصب په افغانستان کې سر خوړلی
سید شاه نن په سیالانو کې ذهیر شو
چې جمهور رییس مو جوړ شو یو ناولی