کور / تازه خبرونه / هند: دريو سترو ښارونو ته د تيارشئ امر کړى .

هند: دريو سترو ښارونو ته د تيارشئ امر کړى .

د هندحکومت د ترهگريزو بريدونو له وېرې د هند دريو سترو ښارونو نوي ډهلي، ممبي،او کلکتې ته دتيارشئ امر کړى دى.
د جرمني خبري اژانس د خبر له مخې د تيارشئ امر وروسته له هغه ورکړل شو، چې د پټو اطلاعاتو له مخې يوه ډله روزل شوي ځانمرگي بريد کوونکي دهند خاورې ته په ننوتو بريالي شوي دي ، او ګومان کېږي چې په ډېرو مهمو ځايونو کې به بريدونه تر سره کړي.
هندي تلويزوني شبکې (اين ډي) د هندي چارواکو له خولې ويلي دي چې له دې اطلا عاتو وروسته په مهمو ځايونو باندې د څار په خاطر امنيتي تدابير سخت شول.
هندي چارواکي وايي په غالب ګومان د تروريستانو موخه د هستوي څېرنو او مطالعې مرکز (بهابها) او د (راشتريا سوايا ميسواک سانگ) ملي مرکز دي ، همدارنګه د کلکتې په ښار کې په امريکايي قونسلگري ، بندرونو، د اورګاډي په تم ځايونو او داسې نورو ځايونو کې هم ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي دي.
هندي چارواکي له دې وېرې دا گام اخلي چې هسې نه د ممبي تېره پېښه بيا تکرار شي.