کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱)

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱)

       » هـنـــــدو«



     څو ړومبنۍ خبري 
 
زما سره لا د پخوا  څخه دغه تصور وو چي خپلو افغانانو او پښتنو ته د رسنيو د اهميت او د هغوی د پټو او ښکاره هدفو په اړه د يوه آغاز په توګه څه معلومات را غونډ او د هغوی سره يې شريک کړم . زما هدف او اراده داوه چي هغه خلا چي په پښتني او افغاني پاڼو کي د دغسي موادو د نه شتون په هکله موجوده ده ، هغه په يوه نوعه سره   ډکه کړم .
 
څه موده مخکي زما يوه ليکنه چي عنوان يې وو
« غربي رسنۍ؛  پټ او ښکاره هدفونه » تر عنوان لاندي په لر و بر افغانستان http://larawbar.net/detail.php?id=7655&date=2008-12-18 او ځينو نورو افغاني رسنيو کي خپره سوه . ما وعده ورکړې وه چي ددې ليکني لړۍ به جاري ساتم او نوري برخي به هم  و درنو لوستونکو ته وړاندي کوم . خو په مهاجرت کي زما  سر درګومه بې قراره او ناجوړه ژوند زه په داسي ګرداو کي را کښې ايستی يم  چي هغسي چي ما غوښته، هغې لړۍ دوام و نکړ،خو په دې يې  خوښ کړم چي د رسنيو د اهدافو هغه اصلي پټ او ښکاره  ټکي او هدفونه   مي په نوموړې ليکنه کي په وضاحت سره بيان کړي وه، او زما پيغام د زياتو افغانانو په زړو لګېدلی وو .
 
 د نړۍ د ورځپاڼو او رسنيو د معرفت او په ټولنه کي  د هغوی د تأثير په لړ کي  ما د سيمي اونړۍ د عمده او مطرحو ورځپاڼو او رسنيو په هکله ځيني معلومات راغونډ کړي او په قلم مي  راوړي دي، زه  يقين لرم چي دا ځل به هم قدردانه لوستونکي  د هغوی نه خپل مطلب تر لاسه کړي  .
 
ما د رسنيو او ورځپاڼو د معرفت لړۍ د هند د لوی هيواد نه را شروع کړه کوم چي په  په سيمه کي د يوه مطرح سوله دوسته هيواد په توګه حسابيږي او    په نړۍ کي د نړۍ  تر ټولو ستر ډيموکراټيک هيواد هم ګڼل کيږي . دغه صفت په حقه د هند دآګاه   ولس او د هغوی د با تدبيره  سیاسي پارټيو او لېډرانو د پاره لوی وياړ دی .
 
د هندپه  لوی هيواد کي دورځي په زرهاوو چاپي ورځپاڼي او جريدې خپريږي او د الکټرونيکي خپرونو د وسعت  سره سره يې په خلکو کي خپل محبوبيت ساتلی دی  . په هند او دهند غوندي مخ په وړاندي لوی هيوادو کي د ورځپاڼو شتون او د هغوی مسؤلانه خپروني د هغوی  د پاره حياتي ضرورت دی . د ورځپاڼو د معرفې کېدو په دغه لومړي آغاز کي د « هندو» ورځپاڼه معرفي کوم چي د معاصر هند په راويښېدو او پرګنو ته د حق او انصاف د ږغ  په رسېدو کي يې ښايسته پوره ونډه اخيستېده . هدايت

— ————
«هندو» (The Hindu)  په هندکي د انګريزی ژبي دډېرو مهمو ورځپاڼو څخه شمېرل کيږي .دغه ورځپاڼه  د ۱۲۵ کالو قدامت  په دلودلو سره په هند کي د ټايمز آف انډيا او هندوستان ټايمز ورځپاڼو نه وروسته دريم مقام لري . «هندو»  په کال۱۸۷۸ کي د سوبرامانيير لخوا  تأسيس سوېده  او د خپرېدو  او توذیع لوی مرکز ي دفتر يې دهند په جنوب چينای ( مدراس) کي واقع دی .  
 
د   «هندو»  ورځپاڼه  بيا را وروسته يعني په کال ۱۹۰۵ کي د  كټسوري اينګر لخوا چي د د۱۸۹۵   را هيسي ددې ورځپاڼي حقوقي مشاور وو  رانېول سوه . ، دهغه کورنۍ تردا اوسه پوري پر دغي ورځپاڼي باندي خپل مالکيت ساتلی دئ .
 
د «هندو» د ورځپاڼي بنسټ ايښودونکو د خپلو خپرونو د پاره دوه عمده او  بنيادي پرنسيپونه د خپلي لاري مشال ګرځولي وه، او هغه دا   چي تل به  د حق، عدالت او انصاف   پلوي  کوي  .
 
دغه ورځپاڼه دخپل تأسيس په لومړي پړاو کي داوه نيزي په توګه خپرېدله، خو په کال ۱۹۸۹ کې په ورځپاڼي واوښتله . ددغي ورځپاڼي  ورځنی  تيراژ  نن سبا ديو ميليون  نه زيات نسخو ته رسيږي   چي  د کاله  څه باندير۸۰ مليونه ډالره خرڅلاو لري .
 
د«هندو»   ورځپاڼه د هند لومړنۍ ورځپاڼه وه چي په کال۱۹۹۵  کي يې  په الکټرونيکه توګه خپلي خپروني پر ليکه  کړې .
 
نن د«هندو»  ورځپاڼه په هند کي د  هغو مشهورو او با اعتباره ورځپاڼو په کتارکي   راځي چې خپروني يې  د خلکو پر ذهنيتو باندي ډېر  ژور تأثيرکوي ، دغه ورځپاڼه ددې هېواد ددريو لوړ شمېره لوستونکو په ډله کې حسابيږي . د«هندو»   ورځپاڼه د انګرېزانو د استعماري حکومت په دوران کي  د هند دخپلواکۍ د مناديانو د ورځپاڼي په نامه يادېدله، خو دغه دنده  يې په سړه سينه اوددې نه پرته  چي حساسیتونه را وپاروي په آرامي سره  پرمخ بېوله .د«هندو»   ورځپاڼي د  هماغه لومړنيو شېبو نه پر هند باندي دانګرېزانو د ظالمانه حکومت په وړاندي مخالف درېځ  غوره کړی وو، خو دغه دريځ يې  هومره سخته دريزه نه وو چي ماجراجويي دي را وپاروي  .  اوس هم د هند خلک و «هندو»   ته   نه يوازي د يوې و تلي  ورځپاڼي په سترګه  ګوري بلکه «هندو»  ، دهند دولسي  ارمانو د انعکاس  يوه هينداره  ګڼي  او خپروني يې د خلکو پر افکارو باندي ډېر ژور تأثير ښندي .
 
دکال ۱۹۴۷  نه را وروسته  کله چي هند خپله خپلواکي ترلاسه کړه، نو «هندو»   په ټول هندکي د خپلو دفترو د پراخولو سره يوځای د هند په بهر کي  هم خپل دفترونه و پرانيستل تر څو د هندوستان دکورنيو خبرو تر څنګ بهرنيو خبرونو ته هم د انعکاس زمينه برابره او هغه ته لاره هواره کړي   .
 
د «هندو»   ورځپاڼي د خپل نشراتي دوران  په بهير کې  وکولای سو ه چي په تدريج سره د  هيڅ يوې  خوا سره خوا وونه نيسي او د طرف نيولو يا مخالفت نه پرته، داسي يوه شېوه  خپله کړي چي نه یوازی د خپل مخاطب له نظره، بلکه د مطبوعاتو دکارپوهانو او ناظرانو له نظره هم «هندو»   په هندوستان کي ترټولو یوه خپلواکه او آزاد خياله ورځپاڼه  و ګڼل  سي  .خو دغي رويې د ۱۹۸۰ لسیزی په ورستيو کي بدلون وموند . د دې لسیزه په  آخره کلوکي د «هندو»    مالکيت  د هغې دکورنۍ د ځوان نسل د غړو په لاس کي ولوېد . دغه د مالکيت انتقال ددې ورځپاڼي په سياسي دريځ کي هم يو بر آلا بدلون راووست . نوموړی واقعیت هومره څرګنده وو چي د worldpress.org غوندي نامتو انټرنيټي شبکو د «هندو»   ورځپاڼه  و کيڼ اړخي  ته   ديوې متمایلی ورځپاڼي په کتار کي و دروله .
 
د «هندو»   ورځپاڼه هم لکه زیاتره نوري هندي خپروني  د موروثي مالکيت  شکل لري . د کال ۱۹۶۵ نه بیا تر ۱۹۹۱ پوري ددې ورځپاڼي مشرتوب.  جی.کسټوري درلود او د ۱۹۹۱ نه بيا تر ۲۰۰۳ پوري ، را.ان روي او د ۲۰۰۳ جون د ۲۷ می نه آر.ان رام پر غاړه  ولوېد   .
 
د ۱۹۸۰ دلسیزی په ورستیو کي د «هندو»   ورځپاڼي  په فډرال دولت کي دهغه فساد په رسوا کولو کي محوري نقش و لوباوه چي د  دولت په دننه کي یې رخنه کړېوه . دغي ورځپاڼي د ملي ګټو د اولويت نه ددفاع په روحيه په خپلو مستنده ګذارشونو کي  په دولت کي په فساد ککړ لاسونه او مدرکونه  په مفصله توګه خپروله . همدا وجه وه چي  دهغه وخت حاکم ګوند په راتلونکي ټولټاکنو کي  ماتي و خوړله .
 
د کال ۲۰۰۵ په اکتوبر کي «هندو»   لومړنۍ ورځپاڼه وه چي د ولکر په کميټه کي د پيدا سويو  مدارکو په خپرولو لاس پوري کړ . دغه مدارک د هغه ادعاوو سره تړاو درلو چي  و عراق ته يې د ملګرو ملتو د تيلو په بدله  کي د غذا په برنامه کي د فساد او رشوت  درز رسوا کړ  . ددې رسوا يي نه وروسته وه چې په هند کي پراخ تحقيقات تر سره او د هند د  هغه وخت د بهرنيو چارو وزیر نتوار سینګهه په دغه رسوايي کي د لاس درلودلو په خاطر تورن سو.
 
د  خبرو او ګزارشو په وړاندي کولو کي د «هندو»   د ورځپاڼي دقت او ظرافت بې مثاله دئ  . په دې ورځپاڼي کي د هر اړخيزه ګذارشونو خپرېدل  د «هندو»   په ورځپاڼه کي خاص ځای لري .  هغوی دغه ګزارشونه د ټولو ثقه منابعو او اخځونو سره   يک په يکه وړاندي کوي . د نړۍ والو او کورنيو  موضوعاتو په را سپړلو او هواوارولو کي او همدارنګه د عناوينو په ټاکلو کي د «هندو»   د خپروني  ځانګړتیاوی  د دې ورځپاڼي  وړتيا ته لا نوره هم  جاذبه ورکوي   .
 
د ګرافيکي  فورم د لحاظه د «هندو»   ورځپاڼه د هند د نورو ورځپاڼو په پرتله زياته سخت ګيره ده او د پخواني اصولو او قواعدو څخه پالنه کوي، په دې توګه ددې ورځپاڼي په لومړي مخ کي د اعلاناتو خپرول لا تر اوسه پوري  د زياتو ضوابطو تابع ده .
 
سره ددې چې د «هندو»   ورځپاڼه د خپل ایالت په مرکز کې چاپيږي خو دغي ورځپاڼي ته هيڅکله د يوې داخلي او يا ولايتي ورځپاڼي په سترګه نه  کتل کيږي، بلکه هر ځای  هم د هند په پايتخت او هم دهغه نه  بهر د یوې اصلي ورځپاڼي په توګه  د زیاتي پاملرني او توجه وړ  ده  .
 
په «هندو»   ورځپاڼه کي و خبر ته ځانګړی  اهميت ورکول کيږي . داسي هڅه کيږي چي د هندهيڅ يو کوچنۍ خو مهم خبر دي د قلمه ونه لويږي . نن په هند کي هر څوک چي  د تيري ورځي  په پيښو ځان خبروي  نو په «هندو»   ورځپاڼه کي  پسې ګرځي او هلته يې پيدا کوي چي دا ددې ورځپاڼي لويه لاسته راوړنه ده . همدا وجه ده چي نن د «هندو»  ورځپاڼه  په هند کي دډېري درنې  ورځپاڼي په حيث پېژندل سوېده .