ولسي خښم د ايټاليا د لومړي وزير غاښونه ور مات کړه
د ايټاليا فاسد او بد اخلاقه ميليارډر لومړی وزير سيلويو برلوسکوني د ميلان په يوه غونډه کي چي دده د معاشخوره ملاتړي پکي را غونډ وه د يوه متعرض مهاجم لخوا ورباندي د يوې کوچنۍ مجسمې په وسيله واری وسو چي وار د مخي يې دوه غاښه ور والوزول ، پزه يې ور ماته کړل او شونډه يې ګوګه ور و درول . هغه په داسي حال کي چي ويني ځيني بهېدې و روغتون ته يو وړل شو او هلته تر تداوي لاندي راغلی . د ايټاليا ۷۳ کلن بدنامه صدراعظم چي د امريکا د پخواني جمهور رئيس جورج بوش نيژدې ملګری دی، د ولس لخوا يو ترټل سوی صدر اعظم دی چي د استعفا غوښتنه يې کيږي، خو د پيسو او خپل ثروت په وچ زور پر دې چوکۍ ناست دی .