کور / تازه خبرونه / د پكتيا عالي اسلامي دارالعلوم لمړي دوره حافظان فارغه کړه

د پكتيا عالي اسلامي دارالعلوم لمړي دوره حافظان فارغه کړه

دوشنبه د ليندى ۲۳ مه) د ګرديز عالي اسلامي دارلعلوم د عظليم الشان قران ۲۶ تنو حافظانو ته د فضيلت پكړي وتړلي. دا خبره د پکتيا ولايت د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ياده سوېده .

دخبرپاڼي له مخي د پكتيا والي ښاغلي همدرد چي په دې مراسمو کي برخه لرله د غه قدرمن حفاظ وستايل او د دارالعلوم له استادانو يي هم مننه كړه چي په نه ستړي كيدونكي ډول هيواد والو په او په ځا نګړي ډول پكتيا والو ته د علم او عرفان په لاره كي د خدمت جوګه ګرځيدلي.

د نومړي دارالعلوم څخه چي سږ کال د پکتيا والي په پاملرنه د نوي ودانۍ څخه برخمن سو دا لمړي دوره فارغان دي چي د دوه كلونو په ترڅ كي يي د فضيلت پكړي ورته تړلي .