په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو ته كتنه
د ۲۰۰۹ ميلادي كال د دسمبر ۱۴ نيټه
ترتيب: حمـــــيد مهمند
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د ډيلې ټليګراف ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد په غټو ټكو سره ليكلي، چې امريكا د افغانستان په جنوب كې د طالبانو پر ضد نوى جبهه پرانيزي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې پدې عملياتو كې به له بې پيلوټه الوتكو او هلي كاپټرونو څخه كار واخستلې شي او سي، آى، اى له دې تكتيك نه په سرحدي سيمو كې هم كار اخستې دې.
ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې د امريكا د مركزي ځواكونو د قومندان جنرال پيتروس دا سپارښتنه راخستې،چې پاكستان بايد د ډيورنډ په كرښه په طالبانو فشار راوړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې كندهار ته د ولسمشر كرزي او د بريتانيى د صدراعظم په سفر تبصره كړې او د ګورډن براوون ژمنو ته په اشارې ليكلي، چې افغانان د ژمنو تكرار نه بلكه عملا يو مثبت بدلون غواړي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هم په افغانستان كې د امنيتي چارو د افغاني كولو په موضوع بحث كړې او پدې ترڅ كې د نړيوالې ټولنې مسؤليتونه څيړلي دي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په كندهار كې د ولسمشر كرزي او د بريتانيى د لومړي وزير څرګندونو ته ځانګړې، چې پكې په افغانستان كې د يو ښه حكومت په جوړولو او د افغان امنيتي ځواكونو په سمبالولو ټينګار شوې دې.
په ورځپاڼه كې په هيواد كې د اداري فساد ستونزې ته هم كتنه شوې او د هغې پر ضد د سختې مبارزې سپارښتنه شوې ده.
ورځپاڼې پخپل يو بل څيړنيز مطلب كې يو ځلې بيا د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره له وسلوالو مخالفينو سره په خبرو ټينګار كړې دې.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د اداري فساد پر ضد په روانو هڅو تبصره كړې او پدې ترڅ كې د دولت وروستيو اقداماتو ته په اشارې ليكلي، چې دا هڅې بايد لا پراخې شي.
ورځپاڼې په دوام كې دا سپارښتنه كړې، چې د فساد پر ضد د مبارزې تر ټولو ښه وسيله د يوى مسلكي او ژمنې كابينې جوړول دي.
دې ورځپاڼې هم كندهار ته د ولسمشر كرزي او د بريتانيى د صدراعظم په سفر تبصره كړې او ليكلي، چې دواړو لوريو د طالبانو د ماتولو او د افغان ځواكونو په پياوړې كولو خبرې وكړې.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې له افغانستان سره د كيدونكو نړيوالو مرستو د لږولو بهير انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې له دې پيسو نه په كابل كې د جګپوړيزو ودانيو په جوړولو كې كار اخستل كيږي.
اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د نوى افغان كابينې په اعلان كې په ځنډ انتقاد كړې او ليكلي، سره له دې، چې ښاغلي كرزي د لوړې په مهال په ټينګار سره ويلې وو،چې ډير ژر به خپله كابينه اعلان كړي، خو لا يى هم درك نه لږي.
ورځپاڼې په دوام كې هيله څرګنده كړې، چې نوى كابينه ژر تر ژره پداسې بڼه اعلان شي،چې مفسده كسان پكې نه وي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د عملياتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په دوام انديښنه څرګنده كړې او پوښتلي، چې د افغانانو مېنې به تر كومه بمباريږي.
دې ورځپاڼې هم د امريكا د مركزي ځواكونو د قومندان څرګندونې راخستې او ليكلي،چې دا مسئله د پاكستان ټول مشران تائيدوي، چې د پاكستان په وړاندې اصلي ګواښ ددغه هيواد د كورنيو افراطيون دي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه بيلابيل مطالب خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې له نظام څخه د خلكو د ملاتړ په اهميت تبصره كړې او پدې ترڅ كې د بريتانيى د صدراعظم او د افغان ولسمشر كرزي پرونيو څرګندونو ته په اشارې د نظام د مشروعيت لپاره د خلكو په ملاتړ ټينګار كړې دې.
خو اصلاح بيا د فساد پرضد په روانه مبارزه كې وروستيو اقداماتو ته كتنه كړې او ليكلي، چې د جنايتكارانو د نيولو په اړه د كشفي او امنيتي ارګانونو هڅې د ستايلو وړ دې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې دا خبر وركړې، چې د كابل ښاروال سكرتر، چې په اختلاس كې د لاس لرلو په تور نيول شوې وو پر ده د محكمې د حكم له صادريدو وروسته وتښتيد.
ورځپاڼې په يو جلا سرليك كې د ډيلې ټليګراف ورځپاڼې په حواله خبر وركړې، چې د طالب مشرانو د نيولو لپاره ځانګړي ځواكونه ګمارل شوي، چې پكې افغان، امريكايي او بريتانيايي سرتيري شامل دي.
ورځپاڼه وړاندې ليكي، چې دا ځواكونه به د طالبانو د مشري د له منځه وړلو لپاره تر راتلونكو دوو اونيو پورې خپل عمليات پيل كړي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د روان جنګ په اړه يو څيړنيز رپورټ هم خپور كړې او پكې د اوباما د پخواني سلا كار په حواله ليكل شوي، چې پدې جنګ كې امريكا ماتې خوري او افغانستان بيا د طالبانو لاس ته پرى وځي.