کور / شعر / راشه راشه

راشه راشه

د سهار شفـــــق کــــــــړه څيــــره ترمـا راشه
د تيارو د زړه نـــــــه وزه سپــــيــــن صباشه

تورو شپو ته مې شونټۍ د مينې بـــل کړه
د اسمان د زرزري ستــــــورو رڼــــــــا شــــه

زه د مينې ګلستان به درتـــــــه جـــــوړ کـړم
ته غوټۍ د ګل مخــــونــــــو تــــه بــورا شه

دغازيانو، شهيــــــــدانــــــــــو، مـزاروکې
دجمع د شپی يو بله شـــــــمع بـــــــيا شــــــه

د غازي ادي نـــــکلونــــــه را پـــــــه ياد کړه
د ملالې ميوندي ټــــــــپوکــــــــې راشـــــه

د اريــــن د تخـــــــت و تـــاج په مينه مسته
خوار ولس ته مې يو بـــــــله احمـد شاه شه

زه به ماته خپل دخــــــپونـــــه هتـکړۍ کړم
ته هم سوو اوسيلو ته مې خـــــــــندا شـــــه

داټک د پل د لاندې کــــــــونــــړ سيــند ته
هم د لوړ شمشاد په سر تــــــــازه هـــــواشه

دپامير د لوړۍ سوکۍ شــــــنـو زمــروته
د غيرت چغه په کوځه پـــښتونـــخــــواشه

د ولې خان په مزار کې ســــــره جنـــــډه شه
د سرخ پوشو اټـــــــــنو ســـــــره اشنـــــاشـه

زه به خپله ځواني ټوله له تــــــاجــــــارکــړم
خو ته يو ځل حفيظ هيلو ته خــــــنداشـــــه

دځوانيمرګ ارمان دټولګۍ څخه