کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۶)

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۶)

مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول .
زمونږ دهیواد ګوډ یتمور څوک دې ؟

اوس تاسې ددې تاریخې ناول شپږمه برخه لولئ:
(۶)
*****۸
د بروصې په ښار کې سلطان مراد دخپل زوې بایزید نه علاوه د بایزید ځوان زامن دخپلو یو شمیر نورو سالارانو ، امرانو او د عدلیي د محکمې د مسؤلینو څخه علاوه د ښار د علماؤ سره یو ځاې ناست و او په کومه ډیره مهمه موضوع یې خبرې اترې کولې . په دې وخت کې د سلطان مراد ساتونکې راغې او سلطان ته یې وویل :
«دروند سلطان! زمونږ څه مخبران را غلي دي هغوې غواړي ستا په خدمت کې حاضر شي . که چیرې تاسې اجازه راکړۍ نو زه به هغوې له ځانه سره راړوم ؟
دخپل ساتونکې د اطلاع سره سم سلطان مراد او دهغې زوې بایزید دواړو ټکان وخوړ ، په دې وخت کې بایزید غوښتل چې څه ووایې خو سلطان مراد د هغه خبره غوڅه کړه او ویي ویل :
هغه مخبران چې له ماسره کتل غواړي هغوې سمدستي را حاضر کړئ ، کیداې شي چې هغوې کوم داسې عاجل خبر راوړې وي چې دسمدستې عمل کولو غوښتونکې وي .
ساتونکې بیرون راووت ، د لږڅه ځنډ وروسته بیرته راستون شو . دهغه سره یو څو مخبران هم و ، هغوې مخته راغلل او سلطان مراد ته يي تعظیم او احترام وکړ . بیا دهغوې څخه یوه یې سلطان ته وویل :
«درونده سلطانه ! مونږ تا ته دوه ډیر مهم خبرونه راوړي دي ، یوه ته زیرې ویلې شي او بل لږڅه د انديښنې وړ دې . محترم سلطان ! زه لمړۍ ښه خبر درکوم اود هغې وروسته به د اندیښنې وړ .
درونده سلطانه! لمړۍ زیرې داد ې چي علي پاشا په خپله دنده کې پوره بریالې دې . ددې ځایه د تللو وروسته هغه د بلقان د غرونو په لورې مخه کړه ، ددربند ددرې څخه تیر شو او بلقان ته ورسید . هغه وخت چې هغه د هغه ځاې د غرنود لړۍ څخه تیر او د شومیلا میدانو ته ورسید نو د بلغاریه د حکمران سیسمان دواړو زامنو ایکسلا او سائرکن دهغه لاره و نیوله ، دهغوې سره یو ډیر ستر لښکر هم و . خو علي پاشا د شومیلا په میدان کې د سیسمان دواړو زامنو ته ډیر بده ماتې ورکړه او مخته ولاړ او د ترانوا ښار یې هم سوبه کړ .
د خپلو زامنو د ماتې د بدلې د اخستو له پاره د بلغاریه پادشاه سیسمان دیوه ډیر سترلښکر سره یو ځاې د علي پاشا مقابلې ته راغې ، ددواړو فوځونو تر منځ ډیر سخت جنګ و نښت . په دې جنګ هم علي پاشا سیسمان ته ډیر خراب او خنده ونکی ماتې ورکړه او هغه په تیښته ووت ، بیا دهغه دواړو زامنو ایکسلا او سائرکن یو ډیر ستر لښکر تیار کړ هغوې غوښتل په علي پاشا باندې د شا لخوا غلچکې یرغل وکړي اوهغه ته نه تلافي کیدونکې زیان ور ورسوې.
درونده سلطانه ! مونږ په وخت علي پاشا ته ددې تعاقب اطلاع ورکړه ، نو علي پاشا د سیسمان تعاقب پري ښود او سنګر یې و نیو اوکله چې دهغوې مورچو ته د سیسمان د زامنو لښکر راورسید نو د علي پاشا لښکر د مورچو څخه بیرون راووت او پر هغوې یې یو توپانې حمله وکړه ، دواړ ته یې ډیره سخته ماتې ورکړه او اوهغوې دواړو نایکو پولس دښار په لور تیښته وکړه ، علي پاشا دهغوې پسې وروسته ولاړ ،کله چې هغوې وکتل چې علي پاشا د هغوې پسې را روان دې او که چیرې هغوې نائیکو پولس ښار ته و رننوځې نو علي پاشا به یې حالت د ترانوا د ښار د حال په څیر او یا د هغې څخه هم بدتر کړي ، په دې خاطر هغوې ښار ته د ننوتلو پر ځاې په هماغه لاره و تښتیدل چې پلار یې پرې تښتیدلې و. علي پاشا د فاتح په څیر ښار ته ور ننوت . او په دې تر تیب د بلغاریي هغه برخه چې د شمالې برخو څخه یې د ډینیوب دریاب تیریږي ، دعلي پاشا په لاسو زمونږ د سلطنت برخه وګرځیده .
د راغلیو مخبرانو په دې خبرو باندې نه یواځې سلطان مراد بلکه د هغه زوې بایزید او هلته ناست ټول خلک د خوښې نه په کالیو کې نه ځایدل ،د هغوې ټولو په څیرو کې د خوښیو او ډاډ نښې را ښکاره شوي وې، سلطان تر ډیره وخته پورې ددې خبر څخه خوند اخیست او په خپل ځاې یې ډډه وهلي وه او خوله یې له خندا نه راټولیده . په همدې وخت کې یې مخبرانو او هلته ټولو ناستو خلکو ته وینا وکړه او په ډیر نرم اواز سره یې وویل :
« کله چې ما علي پاشا ته دغه دنده ورسپارله او ددې څخه مې هغه لورې ته استوو نو هماغه وخت زما په زړه کې دا تیریده چې نوموړې به د حرب وفن یو ډیر ستر ښهسوار ثابتیږي ، په هماغه وخت کې زما په زړه کې دا تیریدل چې هغه به ددښمن په مقابل کې د تیارو شپو د اوو سمندرونو د توپان ، دصبر او استقامت د غره ، د تیرې او ظلم پرخلاف سیلۍ ،او د مرګ او اور یو پرانستې دریاب ثابتیږي . » تر دې ځایه دخبرو وروسته سلطان لږڅه ځنډ وکړ او بیا یې وویل:
« د خیرالدین زوېه ! تا څومره په میړانه او همت سره د بلغاریه حکمران ته ماتې ورکړه اودخپل شجاعت او بهادرۍ په واسطه دې ذلت او سپکاوې دهغې د غاړې طوق و ګرځاوه . دخیرالدین زویه ! زه ستا په څیر ځان ځارونکې ، او د نور او ویاړ دقافلي د سالار عظمت ته سلام کوم .
ګرانه زویه ! ته څومره په ښه او ګړندۍ توګه په دښمن باندې ، په تیارو سمندرونو کې د تیزالوتونکي توپان په څیر نازل شوې یې او دهغوې حالت دې په خپل مخکې ټوټي ټوټې بلکه د تیرو وختو دتاریخ په کندو کې ور وغورزاوه. زما زړه غواړ ي چې ته زما ددښمنانو په مقابل کې د اور غورزونکې لاوې ، او خپلو ته دمینارنو د روانې روښنایې … په څیر ثابت شې . دخیرالدین زویه ! زما دعا درته داده چې چې په راتلونکو ورځو کې هم دددښمنانو په مقابل کې د ترکانو د پلرنې وقار د فطرت د زانګو په څیر محارب ثابت شي . زه یو ځل بیا ستا په دې سوبه تاته مبارکې وایم او ستا جنګي پوهې ته سلام کوم .
سلطان په خپلو خبر وکې لږځند وکړ او بیا یې دخپل زوې بایزید په لور په کتلو سره وویل :
بایزیده زویه ! ددغه مهم پسې د استولو نه وروسته به تا ډیر وخت زما تر مخه دهغه ستاینه او صفت کاوه، خو هغه وخت ما ستا دغه ډ،ل صفت او تعریف ته کوم اهمیت نه ورکاوه ، ځکه چې ما غوښتل چې د علي پاشا کړچار او مهارت په خپله ووینم . زما زویه ! نن علي پاشا دا ثابته کړه چې هغه صفت چې تا دهغه زما تر مخه کاوه هغه هسې نه و .
دسلطان مراد ددې خبرو په ځواب کې بایزید په خندا سره وویل :
محترم سلطان ! زه د ډیره وخته راهیسې علي پاشا پیژنم ، دهغه پلار دهغه مشر ورور هم زما د پیژندګلویانو څخه وو. خو دا په خپله کورنۍ کې یواځنې وګړې دې . د هغه وخته راهیسې چې هغه په مکتب کې تر روزنې لاندې و ما ته دا ډاګیزه شوې وه چې دا به یو ځانګړې حیثیت تر لاسه کوي ، په دې خاطر په مکتب کې د تعلیم په وخت کې هم د هغه سره چا د تیغ وهلو او حرب وضرب په فنونو کې مقابله نه شواې کولې ، کله چې تا هغه ته د پاشا لقب ورکړ نو تا ته به یاد وي چې ما تا ته هغه وخت هم ویلي و چې تا یو ډیر مناسب او وړ انسان ته دا لقب ورکړ. اې زما پلاره ! تا وکتل چې نن علي پاشا د خپل دغه منصب حق په ښه توګه ادا کړ .
بایزید ددې خبرو د ویلو نه ورسته چپ شو . په ځواب کې سلطان مراد هم تر ډیره پورې چپه خوله و او څه فکر یې کاوه ،خو تر څنګ مسکي مسکې کیده . کیداې شې چې هغه د علي پاشا په دغه کړنو باندې ډیر زیات خوښ شوې وي . دا ځل هغه یو ځل بیا مخبرانو ته مخ کړ او ورته یې وویل :
دوستانو ! کوم چې ډیر ښه خبر و هغه خو تاسې ووایه ، یقینا چې دعلي پاشا نه همداسې هیله کیدله . اوس راته هغه خبر هم ووا یاست چې ستاسې په ګمان زمونږ له پاره داندیښنې وړ دې .
د سلطان په دې خبره هغه دویم مخبر په خبرو پیل وکړ اوویې ویل :
هغه بل خبر چې لږ څه د اندیښنې وړ دې هغه دادې چې د علي پاشا په لاسو دبلغاریه د حکمران سیسمان او د هغې د زامنو د ماتي خبر ټوله اروپا زمونږ به خلاف را پارولې ده . او تر ټولو زیات اغیز یې د سرویه په پادشاه لازارشاه کړې دې او هغه یې د بدلې داخیستلو له پاره د اور په څیر لمبه کړې دې . زمونږ پر خلاف د جنګ د پیلامې له پاره د سرویه پادشاه لازار شاه د اروپا مختلو سیمو ته هیئتونه استولې دي ، په دې سیمو کې بوسنیا ، بلغاریه ، البانیه ، دلاچپه ، هنګری ، پولینډ ، اسګپټار ، پولې او مګهیار خلک شامل دي ، دغه ټولو قومونو د قاصدانو په ذریعه د سرویه پادشاه لازار شاه ته د مسلمانانو په خلاف د صلیبي جنګ د ملاتړ ترغیب ورکړې . او ترڅنګ یې د خپلو قاصدانو په واسطه هغه ته خبر ورلیږلې دې چې هغه دې د مسلمانانو پر خلاف خپل لښکر د شینزا ددریاب په غاړه سترو میدانونو ته و استوي ، زما په فکر د سرویه پادشاه لازار شاه غواړي زمونږ پر خلاف همدغه ځایونه د جنګ او جګړې ډګر و ګرځوي .
درونده سلطانه ! د اروپا مختلفو اقوامو اوقبایلو ته چې د سرویه پادشاه لازار شاه کوم خطوط استولې دي د هغو پایلې ډیرې مثبتې دي ، او د اروپا ټولو هیوادونو او قبایلو خپل خپل لښکر ، د خپلو ښو روزل شوو سالاروانو په مشرۍ دشینزا ددریاب غاړې کې پرتو میدانو ته را لیږلي . لکه څنګه چې همدا اوس په هغه میدانو کې د اروپایانو لښکرې را ټولیږی نوکه چیرې دغه راټولیدل همداسې او په همدې تناسب دوام وکړي نو زه تا ته ډاډ درکوم چې په څو اونیو کې به د شینزا په میدانو کې د صلیبیانود را ټول کړل شوې لښکر شمیره څو لکو کسانو ته ورسیږي .
درونده سلطانه ! ددغه حالت په کتلو سره مونږ ستا تر مخه وړاندیز کوو چې پخوا له دې چې دښمن د خپل ټول توان او قهر سره د شینزا د دریاب څخه را تیر شي اوهغو سیمو ته چې مونږ تازه تازه سوبه کړې را ننوځي نو مونږ باید دهغوې لاره بنده کړو او هغوې ته دا ثابته کړو چې په هغو سیمو چې ترکانو ولکه کړې دهغوې نیول خو لا پریږده چې په هغو سیمو کې به صلیبي سرتیري هم په هیڅ صورت د تباهۍ او بربادۍ د خپرولو له پاره پرې نه ږدي.
درونده سلطانه ! د بله اړخه علي پاشا ته هم ددې ټولو حالاتو په هکله خبر ورکړل شوي دې . مونږ دهغه سره د لیدلو وروسته ستا حضور ته را استول شوي یو. هغه تر اوسه پورې د خپل لښکر سره د نائیکو پولس په ښار کې دیره اچولې ده . او ستا له اړخه د حکم منتظر دې .
تر دې ځایه د خبرو کولو وروسته مخبر چپ پاته شو .نو سلطان مراد خپل زوې بایزید خپل ځان ته نژدې راوغوښت ، بایزید پورته شو او دسلطان په خوا کې کیناست. تر یوه وخته پورې پلار او زوې دواړو په ډیر راز سره خبرې کولې ، شاید چې هغوې په اروپا کې د راټولو شوو صلیبیانو د لښکر په اړه په خپلو منځو کې سلا مشوره کوله ، بیا هغوې کومې بایلې ته ورسیدل ، په دې خاطر چې بایزید بیرته خپل ناست ځاې ته راغی او کیناست .د سلطان مراد په مخ باندې دخوښۍ نښې را څرګندې وې ، بیا یې را غلي مخبرانو ته مخ را واړاوه او ورته یې وویل :
دوستانو ! تاسې نن شپه همدلته په بروصه کې تم شئ ، سبا سهر به له دې ځایه کوچ وکړئ او نیغ به علي پاشا ته ځانونه ور سوئ ، هغه ته ووایاست چې د نائیکوپولس له ښاره خپل فوځونه را وکاږي او د رومیل د ولایت په کوم خوندي او مناسب ځاې کې خپل لښکر ته پړاو ورکړی ، او هملته زما او د بایزید د لښکر انتظار وکړي .
علي پاشا ته هم وووایاست ، چې الله دې په تا برکتونه نازل کړي ، ستاد بهادرۍ او جرأت پولې دې نورې هم و غځوي ، په هغه ذات مې سوګند چې په خپل توان يي اسمان درولې ، او تر ټولو ځواکمن اوپوه ذات دې ، د قومونو په تاریخ کې داسې حالات او واقعات ډیر ځله ځي راځي ، د قومونو څخه دا ډول حادثې او واقعات د امیدونو نه ډکو ساحلونو کې د رڼا غوښتنه کوي .
علي پاشا ته ووایاست چې مونږ خو د وریښمو ، وړیو او یا موم په څیر نرم نه یو چې دښمن چې څنګه وغواړی زمونږ جوړښت او زمونږ زینت اوښایست را خراب کړي .مونږ به د جنګ په ډګرونو کې که خداې مو وغواړي نو د اروپا په دغه متحده ځواک باندې دزمانې د غم وریځې راو غوړو. که چیرې زما خداې ته منظور وي نو دا ځان ځارونکې سرتیري صلیبیان چې کله د ترکانو د ځان ځارنې اواز واوري ، اوکله چې هغوې زمونږ وسایل او جنګې سامانونه ووینې ،کله چې هغوې په خپلو وینو کې لت پت شي او د ترکانو ځواک ته ووینې …نو زما هر فوځې به د صلیبیانو د لښکر بند بند ور مات او دهغې دریاب په څیر به وګرځي چې په خپل مخ کې هر خنډ د کچه ویالو په څیر پاش پاش کوي .
سلطان تردې ځایه پورې خبرې وکړې او بیا ودرید او مخبرانو ته یي وویل:
اوس تاسې ولاړ شئ…. ځئ ارام وکړئ ، سبا د سهار د لمانځه وروسته دعلي پاشا په لور وخوزیږئ . اوکوم پیغام مې چې درکړې تر هغه یې ورسوئ .
ددې خبرې سره سم هغو مخبرانو سلطان ته تعظیم وکړ او دهغې د خونې څخه ووتل ، دهغوې د تللو وروسته سلطان دخپل زوې بایزید په لور وکتل او ورته يي وویل :
بایزیده ، زما زویه ! د همدا اوسه دخپل لښکر دکوچ کولو تیارې پیل کړه ، مونږ به په درې څلور ور ځو کې د بروصې څخه د یوه باعزمه لښکر سره یوځاې د شینزا د دریاب د غاړې میدانو ته ځانونه رسوو. مونږ به د خپل منزل په لور د رومیل د ولایت څخه تیریږو او دهغه ځایه به علي پاشا هم دخپله ځانه سره یو ځاې کوو ،
زما زویه ! ددې سره سم زه ننې غونډه پاې ته رسوم . ته ولاړ شه او دخپل لښکر د تیارولو کار پیل کړه .
بیا نو سلطان مراد خپله غونډه ختم کړه ، اوهر څوک دخپلو خپلو کارونو پسې دکوټې څخه وووتل .
*****۹
نریوس په خپل کور کې د لمر د پریوتو څخه لږ تر مخه هلته په پخلنځې کې د غذا په تیارولو بوخته وه چې په همدې وخت کې ریونا لکه د یوې د سکونه ډکې اوسۍ په څیر په منډو او ټوپونو راغله اوکور ته را ننوتله.
هغه نیغه د پخلنځي لورې ته ورغله. نریوس هم هغه د پخلنځي څخه کتلې وه ، نریوس د پخلنځي څخه راووتله او د انګړ په لور ورغله ، په منډه راتلونکې ریونا د هغې تر مخه ودریده . د ریونا په کتلوسره د نریوس مور پربیسا او دواړه کوچنیان کندام او خیسار هم دباندې راووتل . په دې وخت کې ریونا په ډيره خوشحالۍ سره نریوس او دهغې مور پر بیسا ته وکتل او ورته یې وویل :
ما تاسې ته یو ډیر ښه زیرې راوړې دې . زه یواځې د همدې خبرې له پاره دلته راغلې یم او ددې خبرې د اوریدو وروسته تاسې ته دا ډاډ درکوم چې ستاسې د خوشحالیو پاې به نه وي .
د ریونا ددې خبرې په اوریدو سره نریوس او دهغې د مور پربیسا دواړو په استفهامیه توګه یو بل ته وکتل او بیا نریوس ریونا ته وویل : ریونا خورې ! د کوم خبر د ویلو له پاره چې ته دلته راغلي یې هغه زمونږ سره اړه لري یا ستا د ذات سره ؟
په دې وخت کې ریونا د لږ څه فکر کولو وروسته ، په داسې حال کې چې دحیا د جذبې نښې یې په څیره کې را ښکاره شوې وې ، په نرم اواز سره وویل : ډیرې درنې خورې نریوس ! دکوم خبر له پاره چې زه دلته راغلي یم دهغه ډیره برخه ستاسې خلکو پورې اړه لري . خو بیا هم دا خبر زما پر ذات باندې هم خپل اغیز لري . ځکه دا خبر ستا د ورور علي پاشا په اړه دې .
د علي پاشا د نوم د اوریدو سره سم نریوس ، دهغې مور پربیسا او دواړه کوچنیان ، کندام اوخیسار ، ټول متوجه شول . بیا نو په ډیره بې صبرۍ سره نریوس د ریونا څخه وپوښتل : ریونا خورې !تا زما د ورور علي پاشا په هکله څه خبر راوړې دې ؟
ریونا یو ځل بیا دحیا نه په ډکه ژبه وویل :
« خبر دادې چې علي پاشا اوس بلکل پوخ پاشا و ګرځید. هغه ته دددې ځایه د تللو وروسته ډیرې زیاتې بریاوې ور په برخه شوي دي . هغه لمړۍ د بلغاریه د پادشاه سیسمان دواړو زامنو ایکسلا او سائرکن چې د یوه ستر اوقوي لښکر سره د شومیلا میدانو ته د علي پاشا مقابلې ته راغلي و ، سخته ماتې ورکړی ، چې هغوې ددې ماتې وروسته د ترانوا ښار ته و تښیدل او هلته هم علي پاشا په هغوې پسې ولاړ او د ترانوا ښار یې هم ترې لاندې کړ . ددې وروسته ریونا د علي پاشا په لاسو د بلغاریه د پادشاه سیسمان په خلاف بریا او یو ځل بیا دهغه دواړو زامنو ته ماته ورکول او د نائیکوپولس د ښار نیولو په هکله پوره تفصیل ورکړ .
د ریونا په دې خبره نریوس او پربیسا دواړو دخوښۍ نه په خندا پیل وکړ . کندام اوخیسار دواړو هم د خپل کاکا په بریاو باندې خوښي ښووله ، په دې وخت کې ریونا یو ځل بیا وویل :
نریوس خورې ! ددې خبر بل اړخ هم شته ، دعلي پاشا دغه بریاو ، داسې و ګڼه ، چې په ټوله اروپا کې اور بل کړې دې .نو د دې ماتو دبدلو د اخستلو له پاره د سرویه پادشاه لازار شاه غږ پورته کړې ، هغه د اروپا ټولو ځواکونو ته د مسلمانانو پر خلاف د راټولیدو غږ کړې دې . ددې بلنې په ځواب کې اوس د ټولې اروپا لښکرې د شینزا دریاب په میدانو کې سره ټولیږي . دمسلمانانو پادشاه سلطان مراد ته هم دا خبر ور رسیدلې دې. سلطان مراد علي پاشا ته حکم کړې دې چې هغه دې دخپل لښکر سره یو ځاې د نائیکوپولس د ښار څخه را ووځي او درومیلیا په صوبه کې دې پړاو وکړي . ویل کیږي چې سلطان مراد هم د خپل لښکر سره یوځاې د بروصې څخه راوتلې او د همدې سیمو په لور را روان دې . تر څو د اروپا متحده لښکر ، چې د مسلمانانو د له منځه وړلو له پاره راټول شوې ، سره ټکر و کړی اوهغوې له منځه یوسي .
دریونا په دغه خبرو باندې نریوس او دهغې مور پربیسا تر لږځنډه پورې چپ خوله پاته شوې دهغې وروسته نریوس ریونا ته وکتل او ورته یې وویل :
ریونا خورجانې ! دا خبرونه چې تا وویل او په ځانګړي توګه هغه چې زما د ورور علي پاشا په اړه و هغه خو ماته د ډیرې زیاتې خوښۍ باعث شول ، اول دا چې دا خبرونه دعلي پاشاد سوبې او بری په اړه وو او بل داچې زه مسلمانه یم او دا سوبه ، د اروپا ب په زمکه دمسلمانانو سوبه ده نو د یوې مسلمانې په څیر په دې بریاو زما زړه ډیر زیات خوشحاله دې ، خو ریونا ! زما خو د علي پاشا سره یوه خپلولي شته نو زه به د هغوې په بریاو باندې خوشحالیږم . عام مسلمانان هم د یو مسلمان په څیر د علي پاشا په دغو بریاو باندې ډیر زیات خوشحاله شوي او ډاډ به یې تر لاسه کړې وې . خو زما خورجانې ! زه نه پو هیږم چې ته په داسې حال کې چې یوه نصرانۍ یې ، خو زما څخه زیاته د علي پاشا په بریو باندې ته خوشحاله یې ؟ ریونا خورجانې ! ایا زه ستا ددې خوشحالیو کوم علت پوښتلې شم ؟
د نریوس ددې پوښتنې د ځواب له پاره ریونا تر لږ څه ځنډه پورې په فکر کې شوه ، او دهغې وروسته یو ځل بیا دهغې په څیرې باندې د خوښیو نښې را ښکاره شوې او په لوړ اواز یې وویل :
زما خورجانې ! تا چې کومه پوښتنه وکړه نود هغې ځواب خو ډیر سخت دې خو ګوره نریوس خورې ! هغه وخت چې ته نصرانۍ وې ، او اسلام دې لا نه و منلې ، او نه دې د مجدالدین سره واده کړې و نو هغه وخت هم زه په ښه توګه پوهیدم چې ستا سره زما ناسته پاسته وه اوما اوتا دواړو به کله چې د مسلمانانو د بریاو خبرونه اوریدل نو د غم او غصې ، اندیښنې او افسوس او پریشانتیا څخه به مو کُلمې خوړلې ، خو نن معامله بله ده ،، ته مسلمانه یې ، د علي پاشا خور یې په دې خاطر ستا خوشحالي په ځاې ده . اوس چې ته له ما څخه پوښتې چې ته په دې خوشحالي باندې ولې ویاړې نو نریوس ! واوره : ما د علي پاشا په کور کې څو ورځې تیرې کړي او دلته را ستنه شوې یم ، دهغه مور ، دهغه خور او په خپله علي پاشا چې له ماسره کوم سلوک کړې دې ، د هغسې سلوک ، دهغسې میلمستیا، د هغسې درنښت امید ما دخپلو نژدې خپلوانو څخه هم نه شوکولې ، هلته د اوسیدو په وخت کې زما درنې خورې ! یوازې زما ځان نه بلکه زما عصمت ، زما ابرو ، او زما د حیثیت ساتنه هم په ډیره ښه توګه شوې ده . نریوس خورې ! دښځي سره د هغې د عصمت او د هغې ابرو د یوه نه پیداکیدونکې جوهر په څیر دې او هغه خلک چې د خپلې آبرو ، عصمت او عفت ساتنه وکړي نو زه پوهیږم چې هغه ددې وړ ده چې د ټولې نړۍ نه زیات دهغې عزت ، د ټولو خلکو نه ډیر د هغه درنښت او احترام وکړل شي . نریوس خورجانې ! زما حالت هم څه همدا ډول دې ، علي پاشا ، دهغه مور او دهغه خور چې په کوم درنښت سره زما میلمستیا کړې او تر څنګ یې زما د ځان ، آبرو او عصمت ساتنه کړې نو زه به دهغوې ددې کړچار بدله هیڅ وخت پوره نه کړاې شم .
نریوس ! ته پوهیږې چې کومو وسلوالو ځوانانو چې زه له دې ځایه په زور بوتلې وم ، هغوې زه په دې خاطر بولې وم چې زه او یا زما کورنۍ د مجدالدین او دهغه د ورور او پلار په وژلو کې لاس لرو . ددې اړیکو د پوهیدو سره یو ځاې علي پاشا ، د هغه مور او دهغه خور درې واړو ، یا ددوې څخه یوه هم او یا درې واړو زما پر خلاف انتقامي عمل کولې شو . خو هغوې یوه هم داسې و نه کړل . برعکس یې زما سره دا سې سلوک وکړ چې مثال او نمونه یې نه شې موندل کیداې . د علي پاشا مور قیرات له ماسره داسې لاره خپله کړه لکه د یوې لور او مور تر منځ چې موجوده وي . د علي پاشا خور سریان زما سره داسې دوستې جوړه کړه لکه د مشرې او کشرې سکه خویندو تر منځ چې موجوده وی ، او پخپله علي پاشا ، زه به دهغه په هکله څه ووایم . که چیرې زه د هغه صفت وکړم نو الفاظ به ورته پیدا نه کړاې شم . په بروصه کې د اوسیدو په وخت کې علي پاشا له ما سره داسې سلوک وکړ لکه زه چې د ډیر ستر عزت خاونده او یو باوقاره اعلي شخصیت اوسم.
ګوره نریوس ! دهمغه حالاتو په کتلو سره چې زه د علي پاشا په بریاو ، سوبو ، او کامیابیو باندې و نه ویاړم نو بل به څوک پرې وویاړې ؟ نریوس خورې ! هغوې درې واړه ماته د ډیر عزت او وقار خاوندان دی .
د ریونا ددې خبرو په اوریدو سره نریوس د لږ څه وخت له پاره په فکر کې ډوبه شوه اوبیا یې ریونا له لاسه و نیوله او د پخلنځي په لور یې له ځانه سره کش کړه او ورته یې وویل « را ځه چې هلته کینو ، زه به هلته د پخلي کار هم وکړم او خبرې به هم سره کوو. »
ریونا چپ چاپ د هغې سره یو ځاې روانه شوه ، نریوس او ریونا دواړه هلته په پخلنځاې کې کیناستې ، خو پربیسا خپل دواړه لمسې له لاسو و نیول او په انګړ کې په خپاره لمڅې باندې کینول . پخلنځاې ته د راتلو سره سم لږ څه چپه چپتیا وه ، او وروسته یو ځل بیا نریوس ریونا ته په خبرو خبرو کې وویل :
ریونا جانې ! که بده درباندې ونه لږي نو یوه پوښتنه کولې شم ؟
په ځواب کې ریونا لږ څه په تیز و سترګو نریوس ته وکتل او بیایې په ډیره ژولې ژبه نریوس ته وویل : نریوس خورې ! وایه ته څه پوښتنه کول غواړې ؟ زه به ستا هیڅ خبره په بده وا نخلم .
دریونا ددې خبرو څخه نریوس تر یوه ځایه ډاډمنه شوه او په ډیره درنه توګه یې هملته ورڅخه وپوښتل چې: « ریونا! دا چې ته زما د ورور علي پاشا په بریاو باندې دومره د خوشحالۍ او ویاړ خبره کوې نو ایا زه ستا د رد عمل اندازه دا ډول کولې شم چې ته د علي پاشا سره مینه کوی او هغه خوښوې ؟
د نریوس ددې خبرې په اوریدو سره ریونا په زوره زوره وخندل اوبیا یې د ډیرې خوشحالۍ نه وویل :
نه نریوس خورې ! داسې کومه خبره نه شته ، زه د علي پاشا سره مینه نه کوم او نه هغه د ځان له پاره غواړم. خو بیا هم زه په زړه کې دهغه سره خواخوږي لرم .داسې خواخوږي چې زه یې په الفاظو کې نه شم بیانولې . ځکه چې علی پاشا چې کوم ډول سلوک او رویه له ما سره کړې د همغې په اساس زما په زړه کې دهغې له پاره ځانګړې ځاې پیدا شوې دې . بلې زما په زړه کې یو کمښت ، او یوه خلا ضرور را پیدا شوې ده ، ډیر وخت فکر کوم چې کاشکې زه هم ستا او دعلي پاشا په څیر مسلمانه شوې واې ،اسلام مې منلې واې ، ګوره نریوس ! ما هلته په بروصه کې د اوسیدو په وخت کې نه یواځې د علي پاشا مور او دهغې خور په عبادت کولو لیدلې ، بلکه نور خلک مې هم کتلې چې په عبادت کې به مصروف وو. ماته د هغوې دعبادت دا طریقه ډیره خوښه شوه . اوهملته په بروصې کې د شتون په وخت کې مي دا فکر کاوه چې کاشکې زه هم دهغوې سره یو ځاې په عبادت کې شریکه واې اودهغوې په څیر مې د کائیناتو مالک ته دبندګۍ سر ټیټولې .
ریونا تر لږ ځنډه چپه خوله پاته شوه ، په دې وخت کې نریوس هم هغې ته په ډیره عجیبه توګه کتل ، دلږ ځنډ وروسته ریونا یو ځل بیا په خبرو پیل وکړ او ويي ویل :
نریوس ! ډیر وخت زه دا فکر کوم چې ما خو د زړه نه اسلام منلې دې ، زما ظاهرې حیثیت یواځې داسې دې چې زه باید د اسلام په دایره کې ور ننوځم . خو زه ویریږم چې کله چې زما مور او پلار ته زما د مذهب د بدلون په اړه معلومات وشئ نو هغوې به ډیره زیاته صدمه ومومې ، او بیا خو ته پوهیږې چې زمونږ د کلي زیات خلک نصراني مذهبه دي . او زما پلار ددې کلې سردار دې ، نو زما د مذهب دبدلون په واسطه به د کلي خلک څه فکر کوي ؟ او زه په دې فکر کې یم چې دعلي پاشا پلار او دواړه ورونه په همدې خاطر ووژل شول چې هغوې مسلمانان وول ، په دې خاطر چې د علي پاشا پلار دې سیمې ته د داسلام د تبلیغ له پاره راغلې و. نصرانې راهبان او پادریان نه غواړې چې په دې سیموکې اسلام په دومره تیزۍ سره خپور شي ، هغوې د اسلام د پیروانو ډیر سخت دښمنان دي دا هغه حالات دي چې زما داسلام د اعلانیدو تر مخ خنډ دي . ریونا چې چپ شوه نو نریوس د لږ څه وخته پورې مسکۍ وه او بیا یې په ډیر شفقت او میني سره هغې ته وکتل او ورته یې وویل :
زه تا ته دعا کوم چې ستا تر مخ دا خنډونه په ډیره اسانۍ سره له منځه ولاړ شي . اوس خو را ځه دلته زما خواته کینه ، زما خوشحالي او زما غوښتنه ده چې ته به نن شپه زمونږ سره ډوډۍ خورې . ریونا د نریوس ددغه د میني نه ډک وړاندیز سره توافق وکړ او بیا دواړو هملته په پخلنځاې کې د ډوډۍ په تیارولو مصروفي شوې
پرلپسې لري ….