په افغانستان کې مطبوعاتی او فرهنګې بهیر ته لنډه کتنه
لومړې برخه :
2009 – 12 – 14
مطبوعات چې تر اوسه په نړیواله کچه د دیموکراسی د ارزشتونو په منځ کي د یوه ځواک په توګه وړاندیون کړی څرګندیږي . چی يوه ځوانه ، تازه ، ټولنيزه ، پياړوﺉ او ډيره اغيزه ناکه پديده ده . همدغه مطبوعاتې خپرونې د ملتونو د ارزښتونو د درنې دندي تر ځنګ د ښونې او روزنې او د ټولنو د پوهوي او وړاند يون ستره وسيله ده .
زمونږ په ګران هيواد افغانستان ګې د خپرونو پيل د امير شيرعليخان د واکمنې د دويمې دورې (۱۸۶۸ ، ۱۸۷۹ ، م )( ۱۲۸۷ ، ۱۸۷۰ ، هجری شمسی کال کې د مطبوعاتو تر راوړلو ورسته وشوه ، چې تر دې ورسته کتابونه ، پوستې ټکټونه ، کليزونه ، وثا يقا او جرايد خپاره شول چې لومړې جریده په هيواد کې ( شمس النهار ) کابل و چې په لنډ ډول ېې په پيږندګلوي نيسو .
شمس النهار :
زمونږ په هيواد افغانستان کې لومړې ځل په ۱۲۹۰ ه ش کال کې چې اميرشيرعلې خان دوهم ځل واکمنې ته ورسيد شمس النهار جريده چاپ او خپره شوه ددي جريدې قطعه او کچه ( ۸х ۱۲انچه مضمامين او مطالب یې په يوه ستون کې برابر خپريدل د جرپدې په بل مخ کې د شمس النهار ، څلور بيتونه ، شمير ، ګڼه ، په هجرې قمرې سنه د خپريدو نيټه او دوه زمريان لیدل چې د هرې يوه په لاس کې د جريدې نوم او په دوه نورو لاسونو کې یې تورې نيولې وي او د زمريانو پښې د ښامارانو پر لکيو ايښي او خولۍ يې خلاصې نيولې دي . ددې خپرونې د خپریدو پر مهال په هيواد کې بله خپرونه نه و نو ځکه د لومړې توب مقام لري . دا جريده به کله په اونې کي او کله به هم په پځلس ورځو کې يو وار خپريدله په همدې توګه ( ۱۲۵۲ څخه د ۱۲۵۵ پورې ۴۰ ګڼې چاپ او خپرې شوی دي .
د کابل يو تن استوګن چې میرزا عبدالعلې خان نوميده ددې جريدې مسول مدير پاتې شوې دي دې جريدې ځانګړې خبريالان په کور دننه درلودل ، د کورنيو او بهرنيو خپرو نو لپاره یې صفحې ځانګړی وي همدا راز بهرنې خبرونه او مطالب يې هم د يو شمير اخبارو څخه لکه ( راچپوتانه اخبار ، اخبار عالم لاهور ، اخبار انجمن پنجاب ، کوه نور اخبار ، طلسم حيرت ، لوح محفوظ او نورو څخه يې چې هغه انګريزې ، عربې ، اوردو او ترکې ژبو وو اخيستل د بهرنې مطالبو په اړه د مٍثال په توګه ويلې شو چې په لسمه ګڼه کې يې د لندن ، امريکا ، چين ، روس او روم په اړه خپرونه او مطالب درلودل .
په ډيره مينه
ادامه لري
ما خذ : ارشاد اورنګريب ، افغانستان پيژندنه کابل افغانستان کال ۱۳۸۴
د مطبوعاتي او فرهنګې بهير (( دوهمه برخه ))
سراج ا لا خبار افغانيه
سراج الا خبار د هيواد د پياوړې ژورنالست او ليکوال علامه محمود طرزې لخوا په ( ۱۹۱۱
زيږدي د اکتوبر په مياشت کې چې د ( ۱۲۹۰ ) کال د تلې د مياشتې سره برابره ده تاسيس شوه . دا خپرونه لومړې کال په ډبرينه مطبعه کې چاپ کيده او بيا په دويم خپرنيز کال له لومړې ګڼې څخه په حر وفې ګڼه چاپ شوه او د همدې دويم کال لومړۍ ګڼې څخه يې عکسونه خپرول هم پیل کړل . ددې خپرونې د مخونو شمير لومړې کال ( ۱۲ ) او بيا د دويم خپرنيز کال ( ۱۴ ) مخه شوه دا خپرونه د لومړې کال تر شپږمې ګڼې سراج ا لا خبار او بيا ورسته د سراج الا خبار افغانيه په نوم خپريدله .
د سراج الا خبار د خپرونې مسول مدير د پيل نه تر پايه علامه محمود طرزې و ، چې له اومې ګڼې څخه ورسته يې د محمود طرزې پر خاې محمود افغان ليکه او مهتمم يې ارواښاد عبدالخالق طرزی و . سر نګران يې علی احمد خان ايشيک و . ددې خپرونې مطالب سياسی ، ټولنيز ، علمی ،فرهنګی ، او ادبې وو ، او په خپرونو ، راپورتاژونو ، تبصرو ، تقريظونو ، راغليو ليکونو ، طنزونو ، داستانونو ، شعرونو ، رومانونو او نورو ښکلې شوی و . د سراج الا خبار يوه برخه پښتو ته ځانګړې شوې و چې مولوی عبدالروف کندهاری ، غلام محی الدين افغان او نورو په پښتو مقالې او مضامين ورته ليکل او يو ستون يې د عالم نسوان په نوم درلود چې د نړې نوم ورکې ميرمنې به يې معرفې کولي ، یو شمير د وخت ځوانو ليکوالو لکه : عبدالهادی داوې ، عبدالرخمن لودين ، فيض محمد ناصری او نورو د بهرنيو خپرونو څخه مطالب راژباړل ، او د شعر په برخه کې به يې زياتره د عبدالعلې مستغنې شعرونه خپرول او د مضامينو سرليک به يې عبدالولی خان ليکه .
ددې خپرونې د ګڼو شمير له ( ۱۵۰۰ ) تر ( ۱۶۰۰ ) نسخو پورې وه
د خپل هيواد والو سربيره يې په هند ، ترکيه ، مصر او منځنې آسيا په ځينو هيوادونو کې هم لوستونکې درلودل او خبرې سرچينې يې له هند ، انګلستان مصر ، روسیې او نورو څخه وي .
ددې خپرونې د اتم خپرنيزکال په پيل کې د سراج الاطفال په نامه يوه خپرونه د سراج الاخبار له هرې ګڼې سره د ډالۍ په توګه خپریده او د سراج الاخبار سره به يو ځای لوستنونکوته ليږل کيده ، ددې خپرونې ټول عمر اوه کاله او درې مياشتې و چې په دي موده کې ( ۱۷۴ ) ګڼې خپرې شوی دي د هرې ګڼې بيه په کابل کې يوه عباسۍ او د هيواد په نورو ښارونو کې د کالنۍ ګډون بيه ( ۱۴ ) کابلې او د هيواد څخه د باندې ( ۱۰ ) هندی روپۍ وي . دا خپرونه د هيواد د د سياسی خپلواکۍ تر لاسه کولو سره يو ځای ودريده او ځای يې ( ارمان افغان ) ونيوه او تر ډيره وخته خپره شوه چې تفصيل به يې ورسته تر ځانګړې سر ليک لاندې راشي .
سراج الا طفال
د سراج الا خبار د خپرونې په اتم کال د ( ۱۳۹۷ ) ه ش کال د تلې د مياشتې له ( ۱۵ ) نيټې سره جوخت سراج الا طفال يې ضميمه شوه چې په څلورو مخونو او ( ۲ ) ستونو کې په روانه ژبه خپريده د ښونځيو زده کوونکو ترې د مرستندوې په توګه ګټه اخيستله ځکه د نړی د فنونو په اړه يې ګټور مطالب درلودل او سربيره يې د اسلام د مقدس دین په اساسی او نورې اخلاقې کيسې او ټوکې يې هم لرلي .
سراج الاطفال له سراج الاخبار سره ( ۸ ) ګڼې د ضميمې په تړګه خپرې شوی ددې خپرونې د کالنې ګډون بيه په کابل اړ ښاوخوا سيمو کې ( ۵ ) او په نورو سيمو کې (۷) کابلې او له هيواد نه بهر (۱۱) هندی روپې و په دي مهال مسول مدير يې عبدالهادی داوی وټاکل شوه
امان افغان :
اما ن افغان خپرونه لومړې ځل په ( ۱۲۹۸ ) ه ل کال د وري د مياشتې په ۲۲ نيټه خپره شوه چې مسول مدير يې عبدالها دی خان داوی و چې په هر ( ۱۵ ) ورځو کې يو وار خپريده د څلورو ګڼو تر خپريدو ورسته و ځنډيده او دويم ځل د همدې کال په (۲۳ ) بيا په خپرونه پيل وکړ چې دا پلا په اونې کې يو ځل خپريدله او د مسول مدير نوم يې نه ليکل کيده چې د څه مهال لپاره بيا و ځنډيده ، دريمه پلا يې په ( ۱۲۹۹ ) کال د ورې د مياشتې په لسمه نيټه ( ۱۹۲۰ ) ز کال د مارچ د ۳۰ مه په خپريدو پيل وکړ چې مسول مدير یې پاينده محمد فرحت وه .
دا خپرونه پوره (۹ ) کاله په اونۍ کې يو ځل خپره شوه ددې خپرونې منځ پانګه ، خبر ونه ، مرکې ، راپورتاژونه ، ليکونه او څيړنيزه بر خه يې سر مقاله ، مقاله ، تبصره ، سياسی تفسير ، ويناوی ، بيانيې او د پاچا خطبې وي ، همدا راز موعظې ، تفريحې مطالب لکه : شعرونه ، داستانونه او داسې نور مطالب هم لرل .
داما ن افغان خپرونې به د جشن په ورځو او نورو تاريخې پيښو پر مهال ځانګړې ګڼې د مجلې په بڼه خپرولي او له دويمې تر ۹ مې او ۱۰ مې ګڼې ورسته يې مسول مدير سيد محمد قاسم خان وټاکل شوه چې د خپرونې تر اتم کال پورې پخپله دنده پاتې شو او بيا په ( ۱۳۰۶ ) ه ل کال کې يې مسول مد ير غلام احمد او په ورستيو وختونو کې يې مسول مد ير غلام نبی جلال آبادی و او د څه وخت لپاره يې مسول مدير محمد حسن سليمې وټاکل شو . ددې خپرونې کا لنۍ ګډون بيه په کابل کې ۱۰ په نورو سيمو کې ( ۱۸ ) او په بهر کې (۲۲) کابلې ټاکل شوې و او د يوې ګڼې بيه په کابل کې ( ۳ ) شاهې و ، ډير وخت به يې ليکنې د وطن دوستۍ ، اسلام دوستۍ ، خپلواکۍ ساتنۍ او ملی وحدت په اړه وي . ليکوالان يې عبدالهادی داوی ، سيد محمد قاسم خان ، صلاح الدين سلجوقی او برهان الدين کشککې و .
ددی خپرونې ډير مطالب به يې له عربی ، فرانسوی او روسې خپرونو څخه ژباړل لکه : زميندار ، وکيل پايونير ، سياست ، تحفه هند ، سول ملتري ګارډ ، پيسه اخبار ، حبل المتين ، ايران او اخګر .
په دې خپرونو کې به د يو شمير کورنيو او بهرنيو سپاسی او فرهنګی شخصيتونو عکسونه په ځلنده کاغذ چاپ او خپريدل ، دې خپرونې په ( ۱۳۰۷ ) ه ل کال کې خپله بڼه بدله کړه او د جيب السلام په نامه يې خپرونه پيل کړه .
افغان :
افغان دافغانستان لومړۍ ورځپاڼه ده او ددې دولتې ورځپاڼې لړۍ د ( ۱۲۹۹ ) کال د چنګاښ د مياشتې په څوارلسمه نيټه د دوشنبې په ورځ راووتله ، چې مسول مدير يې محمد جعفر و له لومړې ګڼې څخه تر ( ۱۶۳ ) ګڼې پوری يې نوم د محرر په عنوان او ورسته يې د مدير په عنوان خپل کړ .
دا ورځپاڼه په دوو مخونو او درې ستونو په رنګه کاغذونو کې خپريده . په لومړې کال کې ددې ورځپاڼې (۱۸۱ ) مه ګڼه د ( ۱۲۹۹ ) ه ل کال د سلواغې په شپاړسمه د شنبې په ورځ په جيبې قطعه چې ( ۱۰۴ ) مخه يې درلودل په پښتو او فارسی ژبو چاپ او خپره شوه . ددې ګڼې مطالب له لومړی مخ څخه تر (۴۷ ) مخ پورې فارسی او له ۴۹ څخه تر ۱۰۴ مخ پورې په پښتو و چې فارسی متن به يې په نستليق او پښتو متن به يې په نسخ ليکل شوی و .
افغان ورځپاڼې په کورنيو او بهرنيو خبرونو سر بيره علمې او ادبې مقالې لرلي او رسمې ويناوي هم په کې خپريدلی دي ورځپاڼې له بهر نيو خپرونو لکه : پايونير ، چهره نما ، زميندار ، لندن ټايمز ، وکيل ، برادا ، الخليل ، ګورګهي ، رعد او رعايت څخه اقتباس په ډول راخيستل ، او کورنې خبرونه يې د ورځپاڼې خبريالانو راغوڼدول او يا به يې له امان افغان ، اتفا ق اسلام ، او نورو څخه رااخيستل د افغان د يوې ګڼه بيه دوې پيسې وه .
د دويمې برخې پای .
د مطبوعاتي او فرهنګې بهير (( دريمه او ورستي برخه ))
19-01-2010
ابلاغ : د ( ۱۳۰۰ ه ل ) کال د تلې د مياشتې په لومړې نيټه خپره شوه او يوه ورځ تر منځ به خپريدله . دې و رځپاڼې ته د افغانستان يو ډول د يووالۍ جريده هم ويلای شو ځکه چې دا اخبار په اونۍ کې درې ورځې د شنبې ، دوشنبې او چارشنبې په ورځو خپريده او د کابل ښار په ګڼو ځايونو کې به پر ديوالونو ځړيده او ټا کلو محررينو به يې په ټاکلو وختونو کې متن لوستل کيده ، توضيح او تشريح به يې هم کوله ټا کلې ځايونه او ټا کلې وختونه يې په دې ډول وه : د کابل ولايت په مرکز کې د سهار ( ۹ ) بجی ، په سر چوک کې ( ۱ ) بجه په شور بازار کې له علیا مسجد سره نږدې د غرمې (۱۱ ) بجې په حضوری چمن کې مازديګر ( ۷ ) بجی .
ابلاغ د کابل ښار په ياد شويو ځايونو کې سربيره د هيواد په نورو ښارونو کې هم پر ديوالونو ځړيده او خلکو به لوستله .
د ابلاغ د متن مطالب په عمومی توګه په لاندې ډول وو .
۱ : د نويو ملی او دولتی تجويزونو خپرول او تنفيذول
۲ : د سيا سي او اقتصاي مسا يلو له پاره د هيواد د زامنو راويښول
۳ : د ولسې او دولتې افکارو تو حيدول .
د ابلاغ په ۲۵ تر لاسه شويو ګڼو کې يو شمير نظامنامې هم خپري شوې لکه : د تشکيلاتو نظامنامه ، د افغانستان اسا سيه ، جزايې نظامنامه ، د ما ليې نظامنامه ، د ګمرګې اصولو نظامنامه ، د حاضرې اصول ، د دولتې تعميراتو نظامنامه . د ابلاغ لومړې رسمی مدير ميرزا محمد اکبرخان و او بيا ورسته سيد محمد ايشان الحسينی وټاکل شو او بيا دغه خپرونه له ( ۱۹۲۴ ز ( ۱۳۰۳ ه ل ) کال ورسته له خپريدو ولويدله .
حقيقت : د حقيقت د ورځپاڼې لومړې ګڼه د ( ۱۳۰۳ ه ل ) کال د زمرې د مياشتې په ۲۲ نيټه د ( ۱۳۲۴ ز ) کال د برهان الدين کشککې به مديرت يوه ورځ تر منځ له کابل نه خپره شوه فارسی متن بې په نستليق او پښتو متن بې په نسخ خط ليکل کيده ، چې د هرې ګڼې بيه يې يو شاهې وه ، د دې خپرونې د شپږ مياشتې د ګډون بيه په کابل کې ۵ او په نورو برخو کې ۷ ، له هيواد څخه بهر ۸ او د وزيرانو او سفيرانو له پاره ۱۱ کابلی وه .
او د کالنې ګډون بيه يې په کابل کې ۹ د هيواد په نورو برخو کې ۱۱ له هيواد نه بهر ۱۵ او د وزيرانو ، سفيرانو له پاره يې ۲۰ افغانې وه د زده کوونکو له پاره نيمه بيه وه ، کتابتونونو او خبريالانو له پاره په وړيا توګه ويشل کيده لکه څنګه چې دې خپرونې د ګوډ ملا له پاڅون سره سم په خپرونه پيل کړي وه ، نو د ورځپاڼې په متن کې د ګوډ ملا د بغاوت به اړه د احساساتو ډک خبرونه ، مقالې ، رسمي ويناوې ، موعضې ، دينې نصيحتونه او احساساتې شعرونه شامل و او دا شعرونه به د فارسي په برخه کې د سيد محمد صادق خان ، ميرزا غلام خان ، مير حسيني او تاج الحکما وو ، د پښتو د شاعرانو په ډله کې ميرزامحمد دلاور ، محمدعمرخان افغان و ، چې په ملا محمدعمر خان لعل پورې هم ياديده .
د حقيقت ورځياڼه پوره يو کال خپره شوه او به خپل خپرنيز مهال يې هيځ ځنډ ونکړ ، حقيفت په خپله ۱۳۹ مه ګڼه کې د بنديدلو خبر ورکړ او بيايې ( ۱۴۰ ) ګڼه د ( ۱۳۰۴ ه ل ) کال د چنګاښ په ۱۷ مه نيټه خپره شوه چې همدايې ورستې ګڼه وه .
اتحاد مشرقي :
کله چې په ( ۱۲۹۸ ه ل ) کال کې د خپلواکې تر جګړې ورسته د مشرقې ولايتونو ، لغمان ، کڼر او ننګرهار قومي مشران د اتفاق او پيوستون په اړه يوه ستره جرګه جوړه کړي و ه . اتحاد مشرقې د همغې غونډې په ياد په فا رسي او پښتو ژبود ( ۱۲۹۸ه ل ) کال د کب په مياشت کې په خپرونو پيل وکړ. چې تر( ۱۳۳۸ ) ه ل کال پورې يې دوام وکړ دا خپرونه به لومړې په اونی کې دوځله په څلورو مخونو کې په نستليق خط چاپ کيدله ددې خپرونې لومړې مسول مدير برهان الين کشککې وه چې بيا ورسته په ترتيب سره محمد بشير ، عبدالجبارخان ، محمد امين خوګيا ڼې او شمس الدين خان قلعه ټکې و ټاکل شوه دا خپرونه يو ځل د امان الله خان د واکمنۍ له پای ته رسيدو سره ( ۱۲۹۸ / ۱۳۰۸ ) کال پورې وځنډيده او بيايې ( ۱۳۰۸ ) ه ل کال د کب په مياشت کې په خپرونه پيل وکړ . اتحاد مشرفې لومړې په فارسی ژبه خپريدله خو د پښتو د خپرونې له پاره يې هم څه نا څه ځای درلود د دي خپرونې مطالب سياسي ، ټولنيز ، اخلافي ، ادبي ، ديني ، کورني او بهرني حبرونه وو .
بهرني خبرونه به يې له فارسې ، هندي ، او عربي خپرونو څخه تر لاسه کول چې د خبر په يای کې به يې سر چيني هم په ګوته کولي د دې خپرونې مسول مدير به ډير وخت له هيواد له سياسي شخصيتونو سره مرکې هم خپرولي ، نو پدې حساب د يوې سياسي خپرونې بڼه يې خپله کړي وو .
دا خپرونه په هيواد کې د ولايتونو په کچه لومړۍ خپرونه وه ، په ټوله مانا دا خپرونه يوه دولتی حپرونه وه او مسول مدير يې هم له دولت لخوا ټاکل کيده ، نو ځکه دولتې تبليغات او بياني ډيري پکې خپريد لې ، خو لدې سره سره يې هم يو څه آزادی لرله ، ځکه يې کله نا کله د دولت پر چارو نيوکې کولي . اتحاد مشرقی تر ( ۳۸) کالو خپرونو ورسته بنده شوه او ځای يې ( ننګرهار ) خپرونې ونيوه چې ټوله په پښتو ژبه خپريدله چې تر ننه روانه ده .
اتفاق اسلام :
اتفاق اسلام په هرات کې په دري ژبه دولتې اونيزه خپرونه وه . ددي خپرونې لومړۍ ګڼه ( ۱۲۹۹ ) ه ل کال د وږي د مياشتې په لومړۍ نيټه د عبدالله قانع هروي په مسول مديرت خپره شوه د همدې کال مرغومې کې مديرت يې ميرزا عبدالکريم احراری ته وسپارل شو ، چې د دويم خپرنيز کال تر ۱۳ مې ګڼې ورسته دويم ځل بيا د خپرونې مديرت عبدالله قانع ته وسپارل شوه ، بيا تر دريم کال تر نهمې ګڼې ورسته په ( ۱۳۰۱ ) ه ل کال په لړم کې دا مديرت دا خپرونه د هرات د ښووني او روزني مدريت خپره کړه ، چې په خپله د ښووني او روزني مدير صلاح الدين سلجوقې يې مسول مدير وه . نوموړې د خپرونې نوم پر (( فرياد)) واړوه . تر سلجوقی ورسته قانع د دريم ځل له پاره مسول مدير وټاکل شوه بيا په ( ۱۳۰۸ ) ه ل کال کې دا مسوليت غلام سرور جويا په غاړه واخيست او د خپرونې نوم يې د فرياد نه بيا اتفاق اسلام وټاکه ، په ( ۱۳۱۰ ) ه ل کال کې عبدالله قانع د څلورم ځل له پاره مسول مدير وټاکل شو او دده ورسته يې صديقې مسول مدير شو تر صديقې ورسته په ( ۱۳۲۲ ) ه ل کال کې محمد هاشم ميوند وال د پرديس په نامه مسول مدير وټاکل شوه چې وړاندې په اونې کې يو ځل او دده په دوره کې دوځله شوه .
ددې خپرونې کلنې ګډون بيه په هرات او ښاوخوا سيمو کې پنځه او د افغانستان په نورو سيمو کې ( ۶ ) کابلی وه . دې خپرونې پر کورنيو او بهرنيو خبرونو سر بيره نظام نامې ، عهد نامې ، سياسي او فرهنګي مقالي هم خپرولي او له دي پرته يې ډيره ادبی برخه هم لرله . دې خپرونې د خپلو خپرونو يو څه برخه له کورنيو او بهرنيو مجلو نه راخيستلي او يو شمير خبريالان يې هم لرل ، چې وخت په وخت به يې خبرونه او راپورونه چمتو کول .
بايد ووايو چې ددي خپرونې مسول مديران په ورستيو وختونو کې د هيواد ستر شخصيتونه شول لکه صلاح الد ين سلجوقی د هيواد ستر سياست پوه او عالم چې د علامه لقب هم ورکړای شو ، همدا راز محمد هاشم ميوند وال د هيواد سترسياسي شخصيت چې د صدارت تر مقام پورې ورسيد .
غازي :
د غازي خپرونې لومړۍ ګڼه ( ۱۳۰۰ ) ه ل کال د تلې په مياشت کې د پکتيا هغه وخت ( جنوبی ولایات ) خپره شوه ددې خپرونې مسول مديران عبدالله او محمد حسن ښودل شويدي دا خپرونه د هرې چارشنبې په ورځ په دوه مخونو کې خپريدله د غلام محمد کاتب په خط د خوست پر الغازي چاپ خانه کې چاپ او خپريدله ددې خپرونې کالني ګډون بيه په جنوبې کې پنځه او په نورو ولايتو کې شپږ کابلی وه او له هيواد څخه بهر ۵۰) روپۍ وي .
تر کومه ځايه چې د دويم کال د دريمې ګڼې څخه څرګنديږي دا خپرونه د انګريزانو پر ضد وه ، دا خپرونه د امان الله خان د واکمنې پر وخت ( ۱۳۰۸/ ۱۲۹۸ ) ه ل خپريدله نو د امان الله خان له لقب ( غازی ) نه نوم اخيستل شويدي د غازی خپرونه تر ( ۱۳۰۶ / ۱۳۰۷ ) ه ل کالو پورې خپره شوې ده .
ستاره افغان :
د ستاره افغان اونيزي خپرونې لومړۍ ګڼه د ( ۱۲۹۹ ) ه ل کال د ليندۍ پر نهمه د چارشنبې په ورځ له جبل السراج نه خپره شوه ددې خپرونې مسول مدير مير غلام محمدالحسيني ورسته غبار و .
د ستاره افغان خپرونه لومړۍ د جبل السراج او ورسته بيا د چاريکارو په چاپخانو کې د غلام صديق په ليک په ډيره ښه بڼه په سپين کاغذ خپريدله چې هر مخ يې درې ستونه لرل او شمير يې له يو زر نسخو نه ډير و ، هريې ګڼې بيه په شمالی ولاياتو کې درې پيسې و او په همدغه ولاياتو کې يې د کالني ګډون بيه دوه روپې او څلور پيسې او په نورو ولاياتو کې څلور روپې وه . ددي خپرونې مطالب ديني ، اخلاقي ، او علمي وو . کورني او بهرني خبرونه يې خپرول ددي تر څنګ يې علمي مقالي هم خپرولي .
ستاره افغان به کورني خبرونه د خبرنګارانو له خوا په تيار کړيو خبرونو سر بيره له امان افغان ، اتفاق اسلام ، اتحاد مشرقي او افغان څخه هم تر لاسه کول او بهرني خبرونه به يې له زميندار ، پا يو نيز ، وکيل ، ډهلي نيوز ، پيښور سول ملټري ، ګزت او نورو څخه را اخيستل .
دا خپرونه په ( ۱۳۰۰ ) ه ل کال کې و ځنډيده خو کله چې بيا يې په خپرونه پيل وکړ ، ژبه يې ډيره ساده او روانه و چې عام خلک ورڅخه ګټه پورته کړي خو کله چې واکمنو ته جوته شوه چې خلک د بيسوادۍ په وجه تري نه ګټه نه اخيستل کيږي نو د خپروني ژبه يې بيرته د باسوادو ، د دولت د مامورينو ، خانانو او واکمنو له پاره جوړه شوه .
اتحاد اسلام ( بيدار ) :
ددې دولتې خپرونې لومړۍ ګڼه په مزار شريف کې د ( ۱۳۰۳ ) ه ل کال کې د کب په ۱۵ نيټه چې د ۱۹۲۵ ز کال د مارچ له پنځمې سره سمون خوري خپره شوه . دا خپرونه لومړۍ د مزارشريف د ښوونې او روزنې د مديرت لخوا او بيا ورسته اطلاعات او کلتور مديرت خپرووله دا خپرونه لومړۍ اونيزه او بيا په دوه اونيو کې يو ځل او پايله کز د ورځ پاڼې بڼه خپله کړه .
ددي خپرونې لومړۍ مسول مدير عبدالعزيزخان و چې ورسته په ترتيب سره مسولين حافظ عبدالقيوم ، ميرزاثافب ، نورمحمد ، غلام حسن غزنوی ، مير حيدر ، او عبدالرحيم وټاکل شول . ددې خپرونې نوم په ( ۱۳۰۷ )ه ل کې د سقاو د زوی د اړودوړ په وخت ( رهبر اسلام ) شو چې د نوموړۍ د سقوط ورسته بيرته يې نوم ( بيدار ومنل شو . کله چې دا خپرونه په ډبرينه چاپخانه کې خپريدله ټول مطالب يې په دری ژبه و خو له ( ۱۳۱۵ ) ه ل کال ورسته يې پښتو خپرونې يې هم پيل کړي . ددې خپرونې غوره مطالب مقا لې او شعرونه و په څنګ کې يې د هپواد پالنې ، يووالۍ روحيه هم لرله دا خپرونه په ورستيو کې ورځپاڼه شو چې سياسي ، ملی او نړيوال خبرونه به يې خپرول ددې خپرونې ډيرې ګڼې د کابل په عمومې کتابتون ، د تهران د پوهنتون په مرکزی کتابتون او د امريکا د کانګرس په کتابتون کې خوندې دي .
اصلاح :
اصلاح د کندز ( هغه وخت قطغن ولايت ) د خان آباد د ښار اونيز خپرونه وه چې لومړۍ ګڼه يې د ( ۱۳۰۱ ) ه ل کال په مرغومې کې ( ۱۹۲۳ ز ) کال د محمد بشير په مديرت خپره شوه ددي خپرونې د دريم کال تر ( ۶۲ ) مې ګڼې ورسته مسول مدير صباح الدين کشککې وټاکل شوه او په ( ۱۳۳۹ ) ه ل کال يې د مخونو شمير شپږو ته ورسيد .
طلوع افغان :
د کندهار په ولايت کې د طلوع افغان د اونيزي لومړۍ ګڼه د وخت د ښونې او روزني د مدير صالح محمد هوتک په مديرت د ( ۱۳۰۰ ) ه ل کال د تلې پر ۱۵ نيټه د چارشنبې په ورځ خپره شوه دا خپرونه په دوو مخونو کې په ډبرينه چا پخانه کې چاپ کيدله . په ( ۱۳۰۱ ) ه ل کال کې تر ۳۷ ګڼو ورسته مسول مدير عبدالعزيز مشهور په بابه جان وټاکل شواو د هرې چارشنبې په ورځ به يې خپروله په ( ۱۳۰۷ ) ه ل ګال کې د عبدالعزيز مرستيال خواجه محمد د څه وخت له پاره خپره کړه او بيا دهمدې کال په وږي مياشت کې د خپرونې خطاط سيد حسين د خپرولو چارې د لنډ وخت له پاره په لاس کې واخستي دا خپرونه د سقاو د زوی حبيبالله د اړودوړ په وخت کې د ( مويد اسلام ) په نوم خپريدله کله چې عبدالعزيز د کندهار د خلکو لخوا ملي شورا ته و رو پيژندل شو د خپروني چاري عبدالحی حبيبی ته وسپارل شوي .
حبيبی د محمد ګل مومند په وينا او هڅونه له ( ۱۳۱۱ ) ه ل کال څخه طلوع افغان ټوله په پښتو ژبه خپروله او د هر کال په پای کې به يې فوق العاده ګڼه هم درلودله . په ټول کې ددي خپروني مطالب ادبې ، ټولنيز او سياسي وه ، ددي خپرونې خپرونه تبصري ، سر مقاله ، دولتي اعلامي ، او نظامنامي خپرولي . بهرنيي خپرونه به يې له يو شمير خپرونو لکه : الخليل ، نصرت ، زميندار، حبل المتين ، خلافت ، ګلستان او سياست نه را اخيستل بهرنيو خبرونو ژباړه به منشی محمد عثمان بارکزی کوله کورني خبرونه به يې ډیر وخت له امان افغان ، اتحاد مشرقې، اتفاق اسلام ، حفيقت ، اصلاح او ارشاداسلام څخه اخيستل ددې خپرونې ادارې له ( ۱۳۱۱ ) ه ل کال نه ورسته ډير شمير پښتو کتابونه هم خپاره کړل .
ارشاد النسوان :
د ارشادالنسوان اوونيزه چې د ښځو لپاره يې خپروني کولي،لومړۍ ګڼه يې په ( ۱۲۹۹ ) ه ل ( ۱۹۲۰ ز کال په کابل کې د د محمود طرزی د ميرمنې اسماسميه ( عر ببي ببي )په مديرت خپره شوه ، چې سر محرره يې روح افزا د لالا محمدزمان خان خازن الکتب لور د حبيبالله طرزی خور او دعلامه محمود طرزی وريره وه .
د ارشا دالنسون کالنې ګډون بيه په کابل او نورو ولايتو کې پنځه کابلي او له هيواد نه بهر ۷ کابلي وه ، ارشاد النسوان د محمود طرزی په هڅو رامنځ ته شوه چې تر دي وړاندې يې هم په سراج الا خبار کې د ( عالم نسوان ) تر سر ليک لاندې د ښځو له پاره ځانګړې ليکنې کولي په ارشاد النسوان په خپرونه کې : مقالي ، تبصري ،راپورتاژونه او په ښځو پورې اړوند مسايل شامل وه لکه : پخلې ، خياطې ، د ماشوم روزنه ، د کور سمبالښت او نورې د ټولنيز ژوند لارې په دي خپرونه کې خپريدلي .
ددي خپروني د لومړي کال ۵ ،۶ ،۱۱ ،او ۱۳ مي کڼي د کابل پوهنتون په کتابتون کې خوندي دي .
په ډير درنښت او پښتني مينه
پای