په پام کي وه چي ولسمشر حامد کرزی به نن د يکشنبې ورځ هلمند ولایت ته سفر کوي چي هلته د ځينو کورنيو او بهرنيو چارواکو تر څنګ له قومي مشرانو سره هم خبري اتري وکړي ،په هلمند کي دلراوبر د همکار د خبر له مخي د لښکرګاه ښار ته پر راتلونکيو لاريو اضافي امنيتي کسان ځای پر ځای سوي وو، دښار دننه کوڅې او واټونه له نن سهاره تړل سوي وو لويو او وړو لارو او کوڅو کي په ډلو ډلو امنيتي کسان ترسترګو کېده .
په پام کي وه چي ولسمشر کرزی به د ولايت مقام په تالار کي خپله وینا اوروي ، په داسي حال کي چي نن په هلمند ولايت کي اسمان شين و خو ظاهراٌ د ولسمشر کرزي دا سفر د هوا د خرابوالي له امله پاته سو چي وروسته يې د ټيلفون له لاري خپله وينا واوروله .
په دې غونډي کي بلل سوي کسان تر بل هر وخت ډير سخت تلاښي کېدل ، د لراوبر د همکار په وینا هر کس مکلف و چي لومړی د ملي امنيت کسانو ته تلاښي ورکړي او ورسره سامانونه يې له ارګ څخه راوستل سوو سپيوپذريعه تر تلاښۍ وروسته د برخي اخستني کارت ترلاسه کړي ، وروسته به د ولایت د امنيتي کسانو لخوا بيا تلاښي کېدل .
زموږ همکار ته يو شمېر هلمندوالو له دې امله شکايت کړی چي د ولسمشر د راتګ له امله هلمند زیات شمېر غريبکاره خلک پرون او نن بيکاره پاته سول او يو شمېر د ليري پرتو سيمو خلکو د ناروغانو د لېږد او تګ راتګ په برخه کي له سختو ستونزو سره مخامخ سول . د يادوني وړ ده چي نن د ورځي په اوږدو کي يو شمېر خبريالان هم د امنيتي کسانو لخوا د تلاښۍ پر مهال ځورول سوي دي .