کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان لپاره د سولي دطرحي کنفرانس خبرتيا

د افغانستان لپاره د سولي دطرحي کنفرانس خبرتيا

دلوى او بخښونکي خداى په نامه

محترمو افغاني ورونو او خويندو!

پاک الله دقران کريم د١٣ سورې د ١١ آيت په يوې برخې کې فرمايي چې ( إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ ) بيشکه الله نه بدلوي دهيڅ قوم حالت ، تر څو چې دوې خپله ځانونه بدل نکړي .
دافغانستان داوسني سياسي، نظامي او ټولنيز بحران په هکله دغبرگون او دافغان ولس ددرې لسيزو دکړاوونو او رنځونو نه د خلاصون دپاره هغه روښان فکره افغانان، دکومو لاسونه چې دخپلو خلکو په وينو ککړ نه وي او ځانونه يې په پردو خرڅ کړي نوي ، سره راټوليږي تر څو دافغانستان دپاره دسولې يو پلان جوړ کړي .
پدې غونډه کې به گډون کونکي د بحث نه وروسته دخپلواکه افغانستان دسولې او ثبات دپاره يو پلان وړاندې کړي .
دغونډې وخت او ځاى په ياد ولرى :
نيټه : دشنبې ورځ، د٢٠١٠م کال د جنوري دوهمه
وخت : دسهار له ٩ بجو د مازيگر تر ٥ بجو پورې
ځاى : Mission Paradise
31115 Mission Blvd.
Hayward, California 94536
په غونډه کې د گډون او يا زياتو معلوماتو دپاره لطفا لاندې شميرو سره تماس ونيسى :

05103666989