په کندهار ولایت کی د پولیسو یو مامور د وسله والو له خوا وژل شوی دی .
د کندهار په ښار کی د شنبه د ورزی په سحر وسله والو موتر سایکل سپرو د پولیسو یو مامور یی تربرید لاندی راوستی او وژلی یی دی ، د کندهار ولایت د امنیی قوماندانی مرستیال مرستیال محمدشاه خان وایی : د شنبه د ورځی په سحر غلام سخی خان د امنیه قوماندانۍ د تروریزم سره د مبارزی د څانګی یو افسر دوو تنووسله والو موترسایکل سپرو له خوا وژل شوی او برید کونکی د برید څخه روسته په تیښته بریالی شوی.
په کندهار کی امنیتی مسوولین وایی دوی د پولیسو د افسر د وژل کیدو مسله تر تحقیق لاندی نیولی خو لا تر اوسه د پیښی په تور څوک ندی نیول شوی .
د کانادا هیواد پوځیان پدی هڅه کی دی چی د کندهار ولایت پولیس په اساسی توګه وروزی تر څو د پولیسو د مرګ ژوبلی کچه راټیټه او د امنیتی فعالیتونو کیفیت معیاری شی .