ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د نوى افغان كابينې د اعلان په درشل كې هغو فشارونو ته كتنه كړې، چې د ورځپاڼې په وينا د كابينې د نه منلو لپاره د ځينو كړيو لخوا په ولسي جرګې موجود دي.
ورځپاڼه وړاندې ليكي، چې د پډولې د دښتې موضوع هم د همدې لپاره د اداري فساد په نامه راپورته شوي، چې وكيلان تر يو ډول رواني فشار لاندې راولي.
ورځپاڼې په دوام كې دا هم ليكلي، چې د امريكا د سفارت لخوا دا هڅه روانه ده، چې د ملي شورا راتلونكي انتخابات تر يوه كاله پورې وځنډيږي او اوسني وكيلان پر خپلو څوكيو پاتې شي.
د ورځپاڼې په سرمقاله كې هم همدغه مسئله راخستل شوې او ليكل شوي، چې كابينې ته د باور راى په وركولو كې يو ځلې بيا توطيې پيليږي.
په ورځپاڼه كې په غټو ټكو سره دا خبر هم وركړل شوې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې كاايده خپله دنده پريږدي او پر خپل ځاى يى د يو بل كس د ټاكلو غوښتنه كړې.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ملي شورا د انتخاباتو د ځنډولو په اړه خپاره شويو راپورونو ته په اشارې ليكلي، چې دا نتخابات بايد له قانون سره سم پخپل ټاكلي وخت ترسره شي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د ملي شورا د انتخاباتو ځنډول يو خورا خطرناكه كار دې، چې ستر زيان به يى افغانان ګالي.
ورځپاڼې د امريكايي ځواكونو په وروستيو پوځي عملياتو كې، چې په لغمان كې شوي د عامه خلكو مرګ ژوبلې ته په اشارې د خپل سرو پوځي عملياتو د بندولو او د بې ګناه خلكو د وژنې د مخنيوي غوښتنه كړې.
په ورځپاڼه په ايران او پاكستان كې د افغان كډوالو روان حالت ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د هغو د اوارولو لپاره د جدي اقداماتو غوشتنه هم كړې ده.
اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په روانه اونۍ كې ولسي جرګې ته د نوى كابينې د ورپيژندلو امكان ته په اشارې پخپله سرمقاله كې دا سپارښتنه كړې، چې ولسي جرګه بايد دا ځلې خپل مسؤليت په سمه توګه ترسره كړي او وزيرانو ته د باور راى په وركولو كې زيات دقت وكړي.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغانستان لپاره د امريكا په نوې ستراتيژۍ بحث كړې او پدې ترڅ كې د امريكا د جګپوړي پوځي جنرال ډيويډ پترويس په حواله يى ليكلي، چې ممكن په تاوتريخوالي كې د لنډې مودې لپاره زياتوالې راشې.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو بل مطلب كې د امريكا د ولسمشر بارك اوباما په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې د تل لپاره د افغانستان د امنيت مسؤليت نلري، خو له افغانستان سره به د امريكا مرستې دوام وكړي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د پوځي عملياتو په مهال د افغان او نړيوالو ځواكونو ترمنځ د همغږۍ په نشتوالي انديښنه څرګنده كړې، چې د ورځپاڼې په وينا تر ډيره د عامه خلكو د وژنې سبب هم ګرځي.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د جنرال پترويس وروستۍ څرګندونې راخستي او ليكلي، چې افغانستان ته د اضافي سرتيرو استول به فوري پايلې ونلري.
ورځپاڼې په دوام كې د هغه په حواله ليكلي، چې د اوباما ددې پريكړې د پايلو په اړه ممكن يو كال وروسته ښه قضاوت وشي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بې كارۍ او لوږې ستونزې ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د يو اقتصادي كارپوه دا نظر راخستل شوې، چې ددې هرڅه اساسي علت صنعت ته نه پاملرنه ده.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د ترورزم په خلاف په روانې مبارزې بحث كړې او پدې ترڅ كې هغو اقداماتو ته كتنه كړې، چې د نړيوالو لخوا پدې برخه كې كيږي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د مخابراتي او معلوماتي ټكنالوژۍ په پرمختګونو او د هغې د ودې په وړاندې په شتو ستونزو تبصره كړې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د ټيلګراف ورځپاڼې په حواله ليكلي، چې امريكا او بريتانيه په افغانستان كې د ملي شورا د انتخاباتو د ځنډولو هڅه كوي او د هغې علت دا ښودلې كيږي، چې ښايي دا انتخابات د اوباما په نوى ستراتيژۍ ناوړه اغيزه وكړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې بيا د بريتانيى ددفاع د وزير دا وينا راخستې، چې په هلمند كې مخالفين غښتلي دي او ممكن روان پوځي عمليات د اوږدې مودې لپاره دوام وكړي.
ورځپاڼې په دوام كې د هغه دا ټينګار هم راخستې، چې په هلمند كې د امنيت ټينګول ددې لپاره خورا مهم دې، چې په ګاونډيو ولايتونو باندې مستقيمه اغيزه لري