د سعودي د دفاع وزير وليعهد شهزاده سلطان بن عبدالعزيز تر يو کلني جلا وطنۍ وروسته خپل هيواد ته ستون سوئ، چي د شاهي خاندان له خوايي يې تود هرکلى وسو.
شهزاده سلطان د يوې ناروغۍ له وجي تقريباً يو کال له هيواد څخه دباندي په امريکا، سويس او مراکش کي تر علاج لاندي وو، چي د جمعې په ماښام د شاه خالد نړيوال هوايي ډګر ته ورسېد.
د نوموړي هرکلي ته پاچا عبدالله بن عبدالعزيز او د کابينې د نورو غړو په ګډون خورا ډېر عرب شېخان ور وتلي وو.
د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزيز د شهزاده سلطان د روغتيا په مناسبت د خوشحالۍ د جشن نيولو امر کړئ دئ.