دا چې وروسته له کال ۲۰۰۲ څخه په افغانستان او پاکستان کې امنیت او سوله له جدې ګواښ سره مخ ده، دا چې ولې په دغه دواړه هېوادونو کې په ځانګړو سیمو کې سوله، امنیت او خوښي پاتې نه دي، ددې پوښتنې ځواب ډېر ستونزمن دی، ځکه په دغه هېوادونو کې هغه سیمې نا امنه دي چې پښتانه پکې مېشت دی او ژوند کوي.
دا چې ولې ورځ په ورځ په دغو سیمو کې پښتانه ځپل کېږي، رټل کېږي، وژل کېږي، بې کوره کېږي، حتا بې پته کېږي او… پر دې زیات خلک پوهېږي، خو که حقیقت ته ځیر شو، نو دا یوه لویه لوبه ده چې پاکستان سره د نورو هېوادونو دغه لوبه سرته رسوي.
لکه څرنګه چې ټول پوهېږی په دې څو تېرو میاشتو کې د پښتونخوا خصوصاْ د پېښور امنیتي وضعه ډېره زیاته خرابه شوې ده او تقریباْ په اونۍ کې دوه او درې ځانمرګي او بمي چودنې کېږي او یو شمېر زیات خلک وژل او ټپیانېږي، زه ددغو پېښو په سیاسي او نورو اړخونو اوس تبصره نه کوم، او راځم خپل اصلي موضوع ته چې ددغو نا امنییو له پیله په پېښور کې د کفن او تابوت کاروبار زیات شوي دی.
کله چې په کومه سیمه کې امنیتي وضعه خرابه شي نو د ژوند ټولې چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کېږي او خلک نه شي کولای چې په ډاډه زړه خپل عادي چارې پر مخ یوسي، خو یوه خبره چې د پام وړ ده هغه په پېښور کې د کفن او تابوت کاروبار زیات شوي دی چې ډېر د اندېښنې وړ خبره ده. ځکه که هر کاروبار زیاتېږي نو د خوښۍ ځای وي، خو دداسې شیانو کاروبار زیاتېدل بیا چې علت یې هم ځانمرګي او بمي چاودنې وې، په ریښتیا هم چې زمونږ ټولو لپاره د غم او اندېښنې خبره ده.
په دغه دواړو هېوادونو کې چې پښتانه مېشت دي خصوصاْ ددوی مشرانو ته پکار ده چې لاس په کار شي او بې غمه خوبونه دی نه کوي، او د خپل قام د امنیت او سولې لپاره باید چې شپه او ورځ نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي، ځکه دوی ددغه قوم په وړاندې مسولیت لری، ولې د پنجاب امنتیي وضعه نه خرابېږي او نږدې هره ورځ پکې بمې چاودنه، نه کېږي، البته دلته زما مقصد دا نه دی چې ګوندې هلته دې هم داسې بیرحمه او بې پتې کارونه تر سره شي، خو چې ولې هلته نه کېږي، د هغوی مشران، کشران، نارینه او ښځینه دا نه غواړي چې د هغوی د سیمو وضعه خرابه شي او خلک یې نړۍ ته مختورن ور وپېژندل شي او بدنامه شي، نو پښتنو ته هم پکار ده چې د خپلو سیمو د خوندیتوب او د خپل حیثت د ساتلو لپاره په خپلو کې سره یو ځای شي او کوښښ دې وکړي چې ددغو سیمو امنیت ښه شي او خلکو ته دې داسې شرایط برابر شي چې د خپل ژوند ټولې چارې په امن، سوله او خوښۍ کې سرته ورسوي، که داسې ونه شي، نو لیرې نه ده چې په راتلوونکې کې به همدغه پښتانه د پنجابیانو غلامان او نوکران وي، بیا به نو پښتانه مشران ملامت وی.
ددغو سیمو د خلکو د هوسا، خوښ، ارام او په مینه کې د ژوند کولو په هیله