په لسو اونیوکې نژدې د پنځه ویشتو ساعتود اوږود او ستومانونکي بحث او څیړنې او دخپلو سترو او تجربه لرونکوسلاکارانو سره د خبرو اترو وروسته بلاخره د امریکا ولسمشر اوباما د افغانستان په اړه یو ځل بیا په خپله پخوانۍ ستراتیژۍ چې د همدې کال د مارچ په ۲۷مه یي اعلان کړې وه د نوې سره کتنه وکړه اوخپله نوې ستراتیژي یي اعلان کړه ، په دغه ستراتیژۍ کې افغانستان ته د نورو(۳۰۰۰۰) زیاتي ځواکونو د لیږلو تر څنګ یي یو بل ډیر مهم اعلان هم وکړ اوهغه دا چې امریکا به د ۲۰۱۱ کال د جولاې د میاشتې وروسته بیرته دخپلو ځواکونو د ویستلو کار پیلوي ، خو هغه څه چې د هغه په اعلان شوي پلان کې نه و هغه دافغانستان څخه د ټولو بهرنیو فوځونو د وتلو اخري نیټه ده .
د امریکایي ولسمشر اوباما دغه اعلان دهغه دسلاکارانو لخوا په مختلفو ډولو تعبیر شو ، ان تردې چې د دفاع وزیر را برګیټ او د عسکرې قواو قومندان جنرال میک مولن په خپلو بیانونو کې دا ډاګیزه کړه چې دا اعلان په هیڅ توګه ددې معنې نه ورکوی چې امریکایان به افغانستان یو ځل بیا یواځي پریږدی ، بلکه خپل یو شمیر ځواکونه به دلته په دې هیواد کې د حاکم نظام د ملاتړ له پاره و ساتي ، همدا راز هغوې دا هم ډاګیزه کړه چې تر هغې چې زمکنی شرایط نه وي تبدیل شوي او امریکایان د مخالفینو د ځپلو نه وروسته په دې نه وې ډاډ من شوي چې په افغانستان کې د هغوې په لاسو جوړشوې نظام به دکوم خطر سره نه مخ کیږي، نو تر هغې پورې به دخپلو فوځونو په شمیره کې کمښت را نه وړي .
اوس د امریکایي وسلوالو ځواکونو شمیره ۶۸۰۰۰ کسان دي او د ایساف او نا ټو د وسلوالو ځواکونو شمیره ۴۰۰۰۰ ته رسیدلي ده. دامریکا له لورې د ۳۰۰۰۰ نورو وسلوالو ځواکونو د را استولو سره به د امریکا ۳۰۰۰ نور نظامي مسؤلین د افغانستان د ملي اردو!!! د روزني په خاطر هم هلته ورلیږي نوپه دې ترتیب به د امریکایانود وسلوالو ځواکونو شمیره تر یولک او زرو کسانو پورې ورسیږي . تر څنګ یي د امریکایي سر چینو له مخې ډاګیزه شوې ده چې د امریکا (۷۶۰۰۰ ) وګړي د استخباراتي ادارو د کارکونکواو انجنیرانو … په څیر دلته په هیواد کې شتون لري . همدا رنګه امریکایانو د خپلو ځانو د خوندي ساتنې په خاطر د افغانانو د سلو زرو څخه زیات شمیر وګړي د ځانګړو ځواکونو تر نامه لاندې استخدام کړي دي نو په دې تر تیب به په هیواد کې یواځې د امریکایي ځواکونواو دهغوې تر لاسو لاندې د استخدام شوو وسلوالو افغانانو شمیره تر درې سوه زرو پورې رسیږي . خودا چې د ایساف او نا ټو د ټلوالې هیوادونو څومره افغانان د خپلو ځانو د خوندي ساتلو په خاطر د ځانګړي فوځونو په څیر استخدام کړي ، له ماسره یي کره معلومات نه شته .
دا چې ولې اوباما دخپلې نوې ستراتیژۍ اعلان د ډیر څنډ وروسته وکړ ، په دې هکله هم مختلف آندونه شتون لري ، یو یي دادې چې ویل کیږي چې د امر یکا عسکري ځواکونه یا پنتاګون چې ددې هیواد د پخواني ولسمشر بوش د جنګي ماشین د اور بلونکو توکو په څیر کار کوي ، د ویتنام او عراق د ناکامیو وروسته غواړي په افغانستان کې په هره بیه چې شونې وي ، څه برې تر لاسه کړي. او د امریکا د بهرنیو چارو مسؤلین به هماغه پالیسي تعقیبوی چې پنتاګون یی غواړی ، دا خبره هغه وخت ډیره زیاته ډاګیزه شوه چې اوباما د مارچ په میاشت کې خپله لومړنۍ پالیسی اعلان کړه او ورپسې سمدستي میرمن کلینټن په څرګندو ټکو دا وویل چې غواړی هماغه څه وکړي چې ددې هیواد نظامیان یی سهي بولي .
پنتاګون ددې له پاره چې ولسمشر اوباما دې ته اړ کړي چې افغانستان ته دمک کرسټل د غوښتنې سره سم اضافي ځواکونه و استوي نو په افغانستان کې یي د امریکایي او ناټو د قواو د عمومي قومندان جنرال مک کرسټل کلک ملاتړ وکړ ،ویل کيږي چې پنتاګون د ددې فشار د زیاتولو په خاطر دجنرال مک کرسټل را استول شوی لیک پخوا له دي چې سپینه ماڼۍ یی په اړه تصمیمم و نیسي مطبوعاتو ته ورکړ او دخپلو مطبوعاتي ملګرو له اړخه یي پرې تبصري او شننې پیل کړې . د بله اړخه سپني ماڼۍ هم پنتاګون ددې عجلۍ د شنډولو په خاطر دخپل دیپلومات او په افغانستان کې د امریکا دسفیر او پخوانی جنرال ایکن بیرې په واسطه اعلان وکړ چې افغانستان ته تر هغې پورې امریکایي اضافي ځواکونه ونه استول شې تر څو پورې چې د اداري فساد د مخنیوي او په کابینه کې د جنګ سالارانود نه شتون په اړه ډاډ نه وي ورکړل شوې …. خو داسي بریښې چې د پنتاګون فوځي کړۍ یو ځل بیا د پخوا په څیرد سپینې ماڼۍ په سیاست پوهانو باندې بریالي شو او اوباما یي مجبور کړ داضافي ځواکونوپه لیږلو موافقه وکړ ي او اعلان یي هم په یوه نظامي ښوونځي کې تر سره شي .
ویل کیږي چې د اوباماد مجبوریتونو څخه یي یو دادې چې امریکا په داسې حال کې چې د سخت اقتصادي بحران ښکار شوې او نژدې پنځوس میلیونه وګړي یی د رو غتیایی بیمي څخه بې برخي دي غواړی دخپل ولس لورې ته توجه وکړي. هغه ددغه کار له پاره یوتریلیون یا زر بلیونه ډالره بودجه ټاکلي خو اوس د امریکا ډیره بودجه او باما ته د جورج بش له اړخه په میراثې او را پاته جګړه ایزو ځواکونو مصرفیږي ، یعنې امریکا باید هر کال سل میلیادره ډالر په افغانستانن کې مصرف کړي . د امریکا هر عسکر په کال کې یو میلیون ډالر مصرف لري په داسې حال کې چې دوې د افغانستان څخه د مادي ګټو د بیرته تر لاسه کولو له پاره هم ډیرې هیلي نه لري . همدا اوس د افغانستان د معدنونو د استخراج له پاره د چینایانو او غربیانو او په ځانګړي توګه د امریکایانو تر منځ لانجه روانه ده ، ځکه امریکانان نه غواړی د افغانستان ملکیت بل چاته ور حواله کړي .
پخوانې ولسمشر بوش هم په دې اقرار کړې و چې دهغوې اصلي موخه د عراق ولکه کول و او افغانستان دهغې له پاره یوه مقدمه وه ، خو اوس داسې بریښې چې د هغوې ټولې ارزونې بې ګټې وې او په خپل دې کار ډیر پښیمانه دی ، ځکه چې د امریکا د ولس ډیره برخه او په ځانګړې توګه لوړپوړي سیاسي او عسکری چارواکي په دې اند دی چې د افغانستان په شخړه کې ور ګډیدل یوه ډیره ستر اشتباه وه.
د امریکایي ولسمشر اوباما د نوې ستراتیژۍ په اړه په خپله په امریکا کې هم ضد او نقیض آندونه را منځته شوي دې . ددیموکرات ګوند غړي ،پخواني ولسمشر جیمي کارټر دا یوه ستره ا شتباه ګڼلې او دیموکراتان په دې باندي ډیر زیات خواشیني دي ، همدا اوس اوس پخپله ددیموکراتانو له اړخه د سپیني ماڼۍ تر مخه مظاهری رواني دي او د اوباما څخه غواړی د افغانستان څخه ژر تر ژره خپل فوځونه را وکاږی . خو تر څنګ یي جمهوریت غوښتونکي ، ددې له پاره چې د جورج بش دپالیسو سهیوالې ډاګیزه کړي د زیاتي فوځونو په لیږلو خوشحاله دي خو د بیرته را ویستلو اعلان یی ور خطا کړي دي . تر څنګ یي د غربي ولسونو او په ځانګړې توګه د امریکا او انګلیس په هستوګنو کې د زیاتي فوځونو د استولو په موضوع باندی ډیره نا خوښي ښکاره کړل شوی ده ، ډیره کي سیاسي او نظامی شنونکی دا یوه ستره اشتباه ګڼي ، ان تردې چې د افغان مجاهدینو په لاسو د تباه شوي شوروي اتحاد او دکمونیزم د وراسته رژیم پخوانی ولسمشر ګورباچوف په خپله یوه مرکه کې ویلي دي چې « مونږ افغانستان ته د زیاتي فوځونو څخه څه ګټه تر لاسه کړه چې تاسې به یی ترې تر لاسه کړئ ، د زیاتي فوځونو استول یعنې د مرګ ژوبلې ډیرښت او ….»، د یوې بین المللې غیرې حکومتې ډلې لخوا په خپور کړل شوي را پور کې ویل شوي دي چې که چیرې امریکا او ناټو افغانستان ته یو میلیون فوځ هم ولیږي نو بیا به هم دهغوې له پاره شونی نه وي چې په دې هیواد باندې ولکه وکړي .
افغانستان ته د زیاتو فوځونو د لیږلو او نزدې اتلس میاشتې وروسته بیرته د هغوې د را ویستلو د ستراتیژۍ په اعلانولو سره د امریکا ولسمشر اوباما په یوه غشې د څو موخو د تر لاسه کولو هوډ کړې . لمړۍ دا چې د امریکا نا راضه ولس ته او تر څنګ یي نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي چې امریکا جنګ نه غواړي او دادې د خپلو فوځونو د بیرته را ویستلو له پاره یي تاریخ او نیټه هم اعلان کړه. د هغه په آند د زیاتي ځواکونو لیږل په هیڅ ډول دا معنې نه ورکوي چې مونږ هلته پاته کیږو بلکه دا ځواکونه د هغوپه جنګ کې د را ښیکلو ځواکونو د ملاتړ په خاطر ور استول شوي دي ، دویم دا چې د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې غواړی دیموکراتانو ته د پرلپسي بري ډاډ ورکړی ، دریم دا چې ، که څه هم د اوباما د ملاتړ ګراف د همدې افغانستان د جنګ په خاطر د ۶۵ سلمې څخه اوس ۴۸ سلمې ته را کیوتې دې خوهڅه کوی د خپل دویم ځل ټاکنې له پاره د ولس رایه او زړه سوې دخپل ځان په لور را واړوی ، څلورم دا چې هغه ددغه ناببره اعلان له مخې خپلو ټولو حلیفانو ته او هم ولسمشر کرزی ته ګواښ وکړ چې په دغه موده کې خپل پروګرامونه دهغه د ستراتیژۍ په مطابق جوړ کړي ، او همدا راز یي د جنګ په ډګر کې ولاړو مجاهدینو ته په ډانګ پیېلې توګه وویل چې په افغانستان کې د یو سیاسي حل د تر لاسه کولو له پاره ځانونه سره و څنډي .
د اوباما ددغې ستراتیژۍ اعلانولو هم په امریکا او هم د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې عکس العملونه را پارولي . یو شمیر غربي کړۍ وایي چې هغه هم د کرزي حکومت ته او هم په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو پر خلاف په غرونو کې ناستو مخالفینو ته په مرموزه توګه اشاره ورکړې چې نه غواړی په افغانستان کې پاته شي ، خو اوباما او دهغه مشاورینو د خپلې دغې نوې اعلان شوې ستراتیژۍ د پلې کولو له پاره یولړ شرایط وړاندې کړې او هغه دا چې که زمکني شرایط جوړ وي نو بیا به دخپلو عسکرو د ویستلو له پاره تصمیم نیسي ، خو هغه څه چې د امریکایي کړیو څخه را ډاګیزه شوي په هغو کې ویل شوي چې امریکا به هیڅکله هم د افغانستان څخه په مکمله توګه و نه وځي او نه به په افغانستان کې دهغوې په لاس دغه جوړ شوې نظام را پرزیدو ته پریږدی .تر څنګ یي غربي کړیو دا هم څرګنده کړې ده چې امریکایانو دا هوډ هم ډاګیزه کړې دی چې هغوې به هیڅکله هم پرې نه ږدې طالب ځواکونه یو ځل بیا د هماغه پخواني ذهن سره یو ځاې د خپلې خوښې اسلامي امارت د افغانستان په ولس ور وتپي ، او تر څنګ یې د شنونکو په وینا ، افغان ولس هم دې ته تیار نه دې چې د ټول ټاکنو پرته پرې کوم تپلې نظام حاکم شي .
غربي شنونکې په دې باور دی چې د اوبا ما د حکومت او دهغې د ستراتیژۍ د اعلان څخه دا ډاګیزه کیږې چې هغه د خپلو مخالفینو دا شرط منلې چې دوې به د یوه مهال ویش له لارې وتلو ته چمتووي خو په دې شرط چې مخالفین به هم اوس د دیپلوماسۍ په لور یو قدم مخته ورځي تر څو ددیپلوماسۍ له لارې د افغانستان اوسني جګنی حالت په امن باندي تبدیل شي .
ددې تر څنګ په هیوادکې هم دمدني او حقوقي ډلو ټپلو له اړخه د سولې او امن د راوستلو تر نامه لاندې ډیرې هلي ځلې روانې دي . همدا راز ولسمشر کرزې اعلان کړې چې که چیرې امریکایان ورسره توافق ولري نو حاضردې چې د ملا عمر سره د سولي د خبرو په میز کښیني . څرنګه چې د ولسمشر کرزي خپله خپلواکي او اتارټي تر پوښتنې لاندې ده نو په دې خاطر د طالبانو د غورزنګ په ګډون ټول مخالفین دې ته تیار نه دي چې د امریکایانو په شتون کې د ولسمشر کرزې او یا دهغه د حکومت د استازو سره خبرو ته کیني.
په هیواد کې د سولې او امن د راوستلو د هلو ځلو له پاره تر اوسه پورې نژدې څلور ډوله آندونه مخ ته راغلي دي .
یو دا چې ددولت او مخالفینو تر منځ نیغ په نیغه د خبرو کولو زمینه برابره شي . ددې آند لرونکو په دې لړکې د بین المللي ټولنې څخه غوښتي چې د مخالفینو د مشرانو نومونه د تورلست د نوملړ څخه لرې کړي ، او هغوې ته د ازادو ګرزیدو او تګ راتګ او خوندیتوب ډاډ ورکړل شي ،همدا راز دهغوې سره د تماس د نیولو ادرس معلوم شي .
د دویم آند لرونکي پخپله مخالفین دي چې د خبرو اترو له پاره خپل شرایط لري . دهغوې تر ټولو لمړۍ شرط د بهرنیو ځواکونو د ویستلو او د هیواد د استقلال بیرته تر لاسه کول دي . په دې شرط د خبرو اترو پرته مخالفین د خبرو اترو کول هسې د وخت ضیاع او دښمن ته دپښو د ټینګولود فرصت د ورکولو په معنا ګڼي.
ددریم آند خاوندان په دې اصرار کوی چې د خبرو اترو له پاره هیڅ ډول مخکیني شرط باید نه وي موجود. او څلور م آند د اشغالګرو ځواکونو دی. د هغوي شرط دادې چې ټول مخالفین دې وسله پر زمکه کیږدي او د هغوې پر لاسو جوړې شوې حاکمې ادارې ته دې پرته له شرطه تسلیم شي .
دا سهي ده چې د بهرنیو ځواکونو مخالفین چې اوس یی نیواکګران پوزې ته راوړی ، خپلې موخی او اهداف لري او دهغې د تر سره کولو پرته به د خبرواترو میز ته را نشي ، او نه به نیواکګران هسې په هسې او د خداې له پاره وغواړي دمخالفینو ستومن شرایط و مني ، بلکه د شرایطو منل او په هغې باندې اصرار کول ، ټول هر څه د زمکنیو واقعیتونو پورې اړه لري هر څومره چې زمکه دبهرنیو فوځونو تر پښو لاندې تودیږي پر همغه اندازه پرې دهغوې تم کیدل د زغم نه وځي ، نو په دې خاطر دا به سهي نه وی چې د شرایطو او اجنډا پرته خبروته دواړه خواوې را وبلل شي . د خبرو اترو له پاره باید ددواړو اړخونو تر منځ څه شرایط شتون ولری تر څو دخبرو اترو موضوع پیدا شي او که موضوع نه وی نو بیا خبرې اترې د څه له پاره . همدا راز د خبرو اترو اصلي اړخ او لورې باید معلوم وی . په هیواد کې په اوسني وخت کې د جنګ لورې د ولسمشر کرزي حکومت او نظام نه دې او نه هغوې ددې واک او اختیار لري چې د بهرنیو ځواکونو پر خلاف را ولاړ شوي جهادیانو سره څه را کړه ورکړه وکړي ، بلکه د مخالفینو سره دخبرو اصلي اړخ د هیواد په استقلال باندی غاصب ځواکونه جوړوي ، او دخبرو اترو او پریکړې واک هم د همدوې سره دې. په دې اساس زمونږ مدني ټولنې ، دانساني حقوقو ، د جنګ پرخلاف او د امن او سولې ټولې ټولنې خپلې نظریي سره را غونډی کړي او د یوه آند د پلې کولو له پاره کار وکړي .
د اوباما ددې پالیسۍ د اعلان نه وروسته ،د بهرنیو ځواکونو پر خلاف جنګیدونکي ځواکونه هم باید جدي فکر وکړي چې څه ډول خپل هیواد او ولس ددغه نا انډوله جنګ څخه او د نژدې ۴۲ هیوادونو د اشغال څخه دخلاصون او د سولې او امن د فضا د رامنځته کولو په لور راهنمایي کړي او عملا دا ثابته کړي چې که دوې د خپل هیواد د استقلال د بیرته تر لاسه کولو له پاره د جنګ په ډګر کی بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي نو د دیپلوماسۍ له پاره هم ددوې سره حوصله شته . همدا راز که له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو مخالفین په ګرمو سنګرونو کې ناست او بهر نی نیواکګران یی دې ته اړ کړی چې د خپلو ځانو دخوندی کولو له پاره د تیښتي معقولې لاري و لټوی خو تر څنګ یي همدا مجاهدین د جنګ او جهاد تر څنګ خپل دیپلوماتیک چینلونه هم فعاله کړي او باید د یوې قوې او ځواکمنې ستراتیژۍ سره مخته راشي او بین المللي ټولنې ته داسې وړاندیزونه ورکړی چې عملي بڼه ولري تر څو د تفاهم او خبرو اترو له لارې د افغان ولس او په ځانګړی توګه د پښتون توکم د وژلو لارې بندي شي . او دا هغه وخت شونې ده چې د بهرنیو ځواکونو په خلاف دوه سترې جهادي ډلې هر یو حزب اسلامي افغانستان او د طالبانو اسلامي تحریک دواړه یوه مشورتي شورا جوړه کړی او د توثیق شوو او عملي وړاندیزونو سره یو ځاې د افغان ولس او هم د بین المللي ټولنې مخته را شي . داسې وړاندیزونه چې دهغې په واسطه هم د هیواد سیاسي استقلال او خپلواکي بیرته تر لاسه شی او هم واکمنی یوې ډلې ټپلې یا کوم شخص ته د ورکولو پر ځاې بیرته افغان ولس ته ورکړل شي او دوې هم خپل ګوندونه د ولس قضاوت ته وړاندی کړي . ځکه که دا کار له همدا اوسه ونشي او د جنګ د زیاتیدو په صورت کې د غربي هیوادنو ځواکونه ، لکه څنګه چې د هغوې د روحیاتو او ویناو څخه معلومیږي ، پرته له کومې معقولې طرحې خپلې پښې سپکي کړي او ولاړ شي او د هیواد برخلیک لکه د روسانو د وتلو په څیر د یو څو مزدورو ډلو ټپلو لاسو ته د کوم سازش له لارې ور وغورزیږي نو دهیوادوالو غمیزه به د پاې ته د رسیدو پر ځاې په یوې بلې غمیزي باندي تبدیله شي .
دا باید په یاد وي چې د هیواد دګاونډیانو ایران او پاکستان تر څنګ هندوان او روسان هم په افغانستان کې د یوه ولسواک نظام د ټینګښت څخه ویره لري او هڅه به کوی چې زمونږ په هیواد کی د خپلو موخو د تر لاسه کولو په خاطر یو تپلې نظام ولری اویا هیواد تل د ګډوډیو او جنګو نو په اور کې و سوځي.
خو بدبختانه د مجاهدینو دد ې ددووو قوي ډلو تر منځ هم څه اصولي اختلاف شتون لري . د طالبانود اسلامي تحریک آند دادې چې بهرني فوځونه دې سمدستي خپلې بستري بار او حکومت دي بیرته اسلامي امارت ته وسپاري ،خو د طالبانو د نظام د سقوط نه وروسته په دې تیرو اتو کالو کې زمونږ په ټولنه کې هم په ټولنیزه توګه او هم په ذهني او فکر ي توګه دومره ستر ستر بدلونونه را غلي چې دهغې له لورې دا کار لکه څنګه چې ورته مخته هم اشاره وشوه شونې نه معلومیږي .
د حزب اسلامي افغانستان آند دادې چې دبهرنیو فوځونوو دوتلوله پاره دې یو معقول او منل شوې مهال ویش اعلان شی او ددې مهال ویش داعلان سره سم دې د خپل منځي تفاهم له لارې داسې یو موقت حکومت جوړ کړل شي چې په هغې کې د اړوندو اړخونو په تفاهم سره بې لورې او تجربه لرونکي وګړي شامل وي ، په دې حکومت کې دې د کابیني نه نیولې تر ولایتونو پورې ټول مسؤلین د همد اسې بې لوریو وګړو څخه و ټاکل شي ، دوې به د ټولټاکنو له پاره تیاري کوي خو پخپله به په ټولټاکنو کې ګډون نه کوی، دوې به په دې لنډه موده کې د ټولټاکنو وروسته واک ټاکلي ډلې ته ورسپارې ، په دې موده کې به د طالبانو په ګډون ټولې سیاسي ډلې په ټاکنو کې برخه اخلي ، همدا راز د حزب اسلامي آند هم په همدغسې جمهوری ریاستي نظام باندی ولاړ دې . دحزب اسلامي امیر محترم حکمتیار د اساسي قانون په نشریه کې جمهوري نظام تر ټولو غوره او منلي نظام ګڼلې ، خو د هیواد د اقتصادي حالاتو د په نظر کې نیولو په اساس یی یواځي منتخب پارلمان ته ترجیح ورکړې او د سنا غونډه یي د ملت په بودجې باندې هسې یو اضافي بارشمیرلې دې .
د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ د اختلاف یوه ستره نقطه د ټولټاکنو مسئله ده ځکه دطالبانو اسلامي غورزنګ په ټولټاکنو عقیدله نه لري،او غواړي د حل وعقد د شورې د جوړښت له لاري خپل قیادت په ولس حاکم کړی . دټولټاکنو آند همغه آند دې چې پخوا هم د ډاکټر نجیب د حکومت د را نسکوریدو وروسته ، د حزب اسلامي پرته یي نورې ټولې په اصطلاح جهادی ډلې ټپلې هم منلو ته تیارې نه وې ، او دخپلو واکمنیو په خاطر یي د خپلې خوښې دحل وعقد شورا ګانی جوړولې ، چې غوره نمونه یي د استاد رباني حکومت و . خو اوس همدغه په اصطلاح جهادی رهبران دخپلو ځانو د ټاکني له پاره په ټولټاکنو کې د هر چا تر مخه ورغورزي. طالبان هم غواړی دواکمنۍ د انحصار له پاره دحل و عقد له لارې همغه خپل مشر د ولس قانوني مشر و ګڼي ، خو حزب د ټولټاکنوپرته او ټول ولس ته د خپل قیادت د ټاکلو په پروسه کې د ګډون او برخې اخستلو نه اخوا د قیادت ټاکل لغو او بیکاره ګڼي ، د حزب اسلامي له اړخه د سولي په وړاندیزونو کې چې همدا اوس د امریکایي مشرتابه او یو شمیر نورو اروپایي هیوادونو په کړیو کې تر څیړنې لاندی دي په همدي نقطي ترکیز شوې دې .
اوس نو دا د طالبانو دسیاست پورې اړونده ده چې د بین المللې ټولنې سره د حزب اسلامي سره یو ځاې دهیواد د غمیزې د حل په خاطر د یوې منطقي اوسیاسي لارې نه مخته راځي او خپل ځانونه دې ته چمتو کوي چې په راتلونکو وختونو کې د یوه سیاسي تنظیم په څیر د افغانستان ولس منځته ور ودانګي او د بین المللي ټولنې تر نامه لاندې افغانستان ددایمي اشغال څخه وژغوري اوکه نه همداسې د یوه قوي جنګي ماشین په څیرد افغانستان د ولس د غمیزې د اوږدیدو له پاره وینه تویونکی جنګ ته دوام ورکوی . همدا راز دا د اوباما او دهغه د حلیفانو د جنګي ماشین سره هم غوټه لري ، چې ایا هغوې به هم د دې سترې غمیزې د سیاسي حل په لور د غرور او تکبر پر ځاې د عقل نه کار واخلي او زمونږ د هیوادوالو تر څنګ به دخپلو عسکرو د تابوتونو د زیادښت پر ځاې هغوې په خوندي توګه بیرته خپلو کورنیو او خپلوانو ته ور لیږي او که د روسي ماتې شوې امپراطورۍ برخلیک ته به لکه څنګه چې اټکل کیږي انتظار باسي ، خو بیا به اوبه د ورښه تیرې وې .