د ننګرهار د سره رود په ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله اتلس تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي کليد راډيو ته وويل چې دغه پېښه د سره رود ولسوالۍ د حاجيانو په کلي کې بېګاه شپه لس بجې دوحيد په نامه د يوتن د واده په مراسمو کې رامنځته شوه. نوموړی وايي چې د واده پر مهال د کور مخې ته په يوه ميدان کې چاودنه وشوه، چې يو ماشوم يې ځای پر ځای وواژه او ۱۷ تنه نور يې ټپيان کړل. د عبدالزي په وينا په ټپيانو کې د شپږ تنو ټپونه يې برسېرن ول چې درملنه يې شوې او ۱۱ تنه لاهم د عامې روغتيا په روغتون کې بستري دي، چې د درې تنو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دی.
د نوموړي په وينا چې تراوسه ددې پېښې لامل نه دی څرګند، خو لومړنيو پلټنو ښوولې، چې ددې پېښې تر شا د دولت مخالفين لاس نه لري. عبدالزي زياته کړه ښايي چې دغه چاودنه د شخصي بدۍ او ياهم د پخوانيو نا چاوده توکيو د چاودنې له امله رامنځته شوي وي.