امریکا ږغ د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼی د راپور په حواله خبر ورکوی چی د افغانستان ځینی ولایتونه دوه والیان لری چی یو د کابل لخوا او دوهم د طالبانو لخوا مقرر سوﺉ وی . لومړنی د ورځی لخوا او دوهم د شپې لخوا حکومت کوی . راپور وایی چی زیاتره دغه والیان په جنوبی او ختیځ او مرکزی ولایتونو کی حکومت داري کوی او خپل احکام د طالبانو په رسمی پاڼو کی صادروی . خبر وایی چی طالبان د والیانو څخه علاوه د امنیې قوماندانان ، ولسوالان او قاضیان هم ټاکي چی د خلکو پر ژوند ډیر تأثیر لری . راپور زیاتوی چی د افغانستان په ډیرو سیمو کی خلک اوس پر طالبانو ډیر اعتماد کوی او هغوی ته د کابل د حکومت په نسبت چی مامورین یې بې اغیزې او فاسد دي ، ډیره ترجیح ورکوی او د خپلو مشکلاتو او دعوو د رفع کولو په خاطر مراجعه ورته کوی .