اسوشیټیډ پریس د روغتیا د نړیوال جوړښتون ( ډبلیو . ایچ . او . ) د ننني راپور په حواله خبر ورکوی چی د تنباکو استعمال هر کال پنځه ملیونه انسانان وژنی او که هېوادونه جدی ګام پورته نه کړی نو دا تلفات به نور هم زیات سی . دغه جوړښتون خبردارﺉ ورکوی چی که د مخنیوي غوڅ اقدامات و نه سی نو تر ۲۰۳۰ کال پوری ښایی د کاله څه نا څه ۸ ملیونه انسانان د تنباکو د استعمال څخه مړه سی چی اکثریت به یې په غریبو او وروسته پاته هېوادونو کی وی . خو کارپوهان په دې رایه دي چی پر سګرېټو اضافي مالیه یا د هغه پر اعلانونو بندیز یې اساسی چاره نه بلکی د غربت ضد اساسی لاري چاري او د سګرېټ څکولو اصلی عوامل باید معلوم سی او بیا د هغه د مخنیوي عملی لاري چاري پسی تطبیق سی .