کور / تازه خبرونه / طالبان : جنوبی کوریا خپله ژمنه ماتوي

طالبان : جنوبی کوریا خپله ژمنه ماتوي

طالبانو په هغه اعلامیه کی چی رسنیو ته لیږلې ، ویلی چی جنوبی کوریا په خپل هغه اعلان سره چی افغانستان ته به ۵۰۰ پوځیان لیږی ، هغه تعهد او ژمنه ماتوی چی په ۲۰۰۷ کی یې د ۱۹ کوریایی اتباعو د خلاصون په بدل کی طالبانو ته ورکړې وه چی ویل یې بیا به موږ افغانستان ته پوځیان نه لیږو .

اعلامیه زیاتوی چی « د جنوبی کوریا دا عمل د امریکا د غوښتنی نتیجه ده . . . اوس چی جنوبی کوریا د طالبانو سره خپله کلکه ژمنه ماتوی دا د افغانانو په ملی خپلواکۍ پښه ایږدی . . . که هغوی عسکر راولیږی نو د دغسی کار د بدو عواقبو ګاللو ته دې هم چمتو وی او طالبان به بیا د هیڅ نرمښت څڅه کار نه اخلی . »