د ننګرهار په ټولنيز مرکز ميديوتيک او درسنيو په کور کې نن د ختيزې سېمې يو شمېر ژورنالستانو غونډه وکړه او په لغمان کې دتېرې ورځې په لاريون کې د ملي اردو دپوځ لخوا يې د ځينو ژورنالستانو وهل ټکول په کلکه وغندل. تېره ورځ په لغمان کې د ولسي خلکو د لاريون پر مهال د ملي اردو ځواکونو د شمشاد تلويزيون خبريال، طاهرساپی، دپژواک خبريال عبدالمعيد هاشمي او د لمر تلويزيون خبريال زيرک فهيم د ملي اردو د ځواکونو لخوا وهل شوي ټکول شوي او د دوی په وينا چې يادو ځواکونو پرې ډزې هم کړي. د پژواک خبريال عبدالمعيد هاشمي خبريالانو ته وويل چې دی او دده نور ملګري خبريالان دغو ځواکونو وهلي ټکولي او کيمره يې ورته ماته کړې ده.
دلغمان د والي وياند سيد احمد ساپي د ملي اردو د پوځ لخوا دژورنالستانو وهل ټکول ومنل او په دې اړه يې خواشيني څرګنده کړه، خو دايې ونه ويل چې عاملينو سره به يې قانوني چلند وشي که نه؟ د ختيزې سيمې ژورنالستانو او په ننګرهار کې درسنيو کور ددې کړنې په غبرګون کې يو پرېکړه ليک هم خپور کړ، چې پکې پر خبريالانو د هرډول بريد، تهديد او توهين غندنه شوې او له دفاعه وزارته يې غوښتي چې عاملين ونيسي او تر قانوني پوښتنې لاندې يې راولي. د ازداۍ راډيو خبريال شېرشاه همدرد ددغه پرېکړه ليک مادې ولوستې او ويې ويل چې د افغانستان اساسي قانون او د مطبوعاتو قانون د بيان دازادۍ حق خوندی کړی او خبريالان د بیان دازادۍ د مهم اصل په رڼاکې حق لري چې له موجوده حالاتو،پېښو اوپرمختګونو خلک خبر وساتي. خبريالانو ګواښ وکړ که د دوی پروړاندې دغسې پېښې د بيا لپاره تکرار شي، نو خپلې ژورنالستيکې کړنې به په ټپه ودوري او ددولت هېڅ خبر به نه خپروي. پټه دې پاتې نه وي چې تر دې وړاندې هم د هېواد په ختيځ او نورو ولايتونو کې خبريالان وهل شوي ټکول شوي، زنداني شوي اوان وژل شوي چې دالړۍ تر ننه روانه ده خو تر اوسه يې چا عاملين د قانون منګلو ته نه دي راکش کړي.