کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سركې د وسلوالو په خلاف د پاكستان روانې مبارزې ته په اشارې د امريكايي چارواكو په حواله ليكلي، كه اسلام اباد جدي ګامونه پورته نكړي نو امريكا به په پاكستان كې پوځي عمليات پيل كړي.

ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې د امريكا ددفاع د وزير په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې به يى ځواكونه تر هغه پاتې وي، چې افغان امنيتي ځواكونه پخپله د خپل هيواد د امنيت د ساتلو جوګه نشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې يو ځلې بيا د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په جوړجاړي ټينګار كړې او هغه يى په افغانستان كې د شتو ستونزو د حل يوازنۍ لار بللې ده.

ورځپاڼې په دوام كې نړيوالې ټولنې ته سپارښتنه كړې، چې د افغان دولت په ګډون د سيمې له هيوادونو سره د همغږۍ پرته خپل اهداف نشي ترلاسه كولې.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغان دولت په لومړيتوبونو تبصره كړې او ليكلي، چې پدې لومړيتوبونو كې په افغانستان كې د امنيت ټينګول، د ترهګرو ځپل او د فساد د جرړو وچول شامل دي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې پدې اړه د ولسمشر څرګندونې هم راخستي او ليكلي، چې تر خپلې وسې بايد د فساد د له منځه وړلو لپاره مبارزه وشي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې افغانستان ته د نويو ځواكونو په استولو هم تبصره كړې او دا سپارښتنه يى كړې،چې دا ځواكونه بايد د افغان دولت په مشوره په دندو وګمارلې شي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په كابل كې د امريكا ددفاع د وزير څرګندونو ته په اشارې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې رابرټ ګيټس افغانستان ته دوه پيغامونه درلودل يو دا، چې امريكا افغانستان نه پريږدي او بل دا، چې له افغانستان سره د امريكا ژمنې بې پايه ندي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د روانې جګړې په اړه د امريكايي چارواكو ضد او نقيض څرګندونو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې دا ډول جګړه به څنګه بريالۍ شي؟

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د لوږې او بيوزلۍ په اړه د يوې سروې پايلې هم خپرې كړي او ليكلي، چې نهه مليونه افغانان د لوږې له كرښې ښكته ژوند كوي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د نفتي موادو د بيو په جګيدو هم بحث كړې او د هغې د مخنيوي لپاره يى له منځنۍ اسيا نه د تيلو واردلو د زياتولو غوښتنه كړې.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د غوڅې مبارزې غوښتنه كړې او ليكلي، چې پدې برخه كې بايد جدي چلند وشي.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د بشر د حقوقو په نړيوالې موافقې تبصره كړې،چې نن يى يو شپيتمه كليزه لمانځل كيږي او پدې ترڅ كې په افغانستان كې د بشر د حقوقو روان حالت څيړلې دې.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد روانه مبارزه څيړلې او په هغې كې شتو نيمګړتياو ته په اشارې ليكلي،چې دا د فساد پر ضد يوه فاسده مبارزه ده.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د كابل په نړيوال هوايي ډګر كې د فساد ځينو مواردو ته اشاره كړې او ليكلي، چې ځينې پيچلي مسايل موجود دي، چې بايد وڅيړلې شي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازې په څرګندونو تبصره كړې او د هغه په حواله يى ليكلي،چې افغانان له يوې خوا پخپل هيواد كې بهرني ځواكونه نه مني او له بل لوري وايي، چې ستونزې يى بايد بهرنيان هوارې كړي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې افغانستان ته د امريكا د دفاع د وزير په سفر تبصره كړې او ليكلي، پداسې حال كې، چې افغان ولسمشر پخپلې نوې كابينې كار كوي، د رابرټ ګيټس دا سفر له ځانګړي اهميت نه برخمن دي، خو معلومه نده،چې څه پيغام يى راوړې؟

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په لغمان كې د امريكايي ځواكونو په عملياتو كې عامه خلكو ته اوښتې مرګ ژوبلې ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقيض ادعاوې كيږي.

دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې په پاكستان كې د وسلوال پر ضد روانو هڅو ته په اشارې د سپينې ماڼۍ دا غوښتنه راخستې، چې پاكستان بايد له طالبانو سره جنګ لا سخت كړي.