کور / تازه خبرونه / ننګرهار: سلګونه محصلينو يو سوليز لاريون وکړ

ننګرهار: سلګونه محصلينو يو سوليز لاريون وکړ

د ننګرهار پوهنتون سلګونه قهرجنو محصلينو نن په يوه سوليز لاريون لاس پورې کړ. لاريون کوونکو محصلینو د امريکا، د لغمان دوالي لطف الله مشعل، امنيه قومندان کريم عمريار اود لغمان د نورو ځايي چارواکو په خلاف شعارونه ورکول.
دغو لاريون کوونکو چې له ځانه يې سره يې ليکلي شعارونه لېږدول او له سرونو يې سپينې او شنې ټوټې تړلې وې دلغمان د هرمول په سيمه کې د ايتلافي ځواکونو لخوا د ولسي خلکو د وژنې غندنه کوله او له افغان دولت نه يې غوښتنه کوله چې د لغمان والي او په پېښه کې نور ککړ خلک دې له خپلو دندو ګوښه او قانوني چلند دې ورسره وشي. لاريون کوونکو يو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې د لغمان په پېښه کې د نيول شويو کسانو د خلاصون غوښتنه پکې شوې وه.
لاريون کوونکو محصلينو ګواښ وکړ که افغان دولت يې دې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، نو دوی به په راتلونکې کې هم په دې ورته لاريونونو لاس پورې کړي. محصلينو د څو ساعتونو لپاره د کابل جلال اباد لويه لاره هم د موټرو پر مخ بنده کړې وه. د ويلو ده چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار پوهنتون سلګونه محصلينو د ايساف ځواکونو لخوا د داډول رامنځته شويو پېښو په غبرګون لاريونونه کړي او وايي که دغه ځواکونه د بې ګنا خلکو وژنه ونه دروي دوی به خپل لاريونونه همداډول روان وساتي.