کور / شعر / داچنګیز چنګیز ظلمونه/دا سقاو سقاو وختونه

داچنګیز چنګیز ظلمونه/دا سقاو سقاو وختونه

د۱۳۷۴ کال د وري میاشتې په ۱۵ نیټه کابل پوهنتون له ۳ کلن ځنډ وروسته داسلامي دولت دریس پروفیسور برهان الدین رباني په وینا رسمآ پرانیستل شو،په دې ورځ هغه لوڅ او بربنډ مړي (سپین ږیري،ځوانان،نجونې،ښځې،کوچني ماشومان او ناتولد شوي ماشومان) چې څو ورځې دمخ په کابل پوهنتون کې په یوه ډله ایز قبر کې پیدا شوي وو،دچارواکو له خوا نندارې ! ته وړاندې شول. دداسې صحنې لیدل او یا اوریدل هر انسان دلیونتوب پولو ته نږدې کوي ،په اوریدو ما ایله دومره وکول چې دا شعر ولیکم

هو،داچنګیز چنګیز ظلمونه:

داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
په هرکلي کې ژړا ده
او ټول ښار سر په غوغا ده
په هرلورې جنازې دي
لکه ګډه چې وبا ده
هرې خواته فریادونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
دلته غم دپاسه غم دی
په هرکور کې جوړ ماتم دی
ټول وطن په وینو رنګ دی
ساده ګان وایي شبنم دی
تورې شپې دي تورتمونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
کابل وینو کې غرقیږي
ځوان بچي یې تباه کیږي
سکندر پکې دیره شو
هره ورځ پسې ورانیږي
پکې ګډ دي تالانونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
چهلستون په وینو رنګ دی
دافشارو ځنکندن دی
خوشحال نشته زموږ منځ کې
چې دیره پکې اورنګ دی
نن بدتر شو،له پرونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
پوهنتون مو هدیره شوه
کارته نو په وینو سره شوه
رحمان مینه فریاد کاندي
جوړه نوې چارسده شوه
سقاو کړي پرې بمبارونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
چور ګډ شوی دارالامان کې
شداد پروت دی په پغمان کې
پخوانی غیرت میړانه
نه ده پاتې په افغان کې
آسمایي باسي آهونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
دلومړۍ( ناهید) *سنګر دی
اوس دسرو وینو ډګر دی
په کابل باندې ګډشوی
دمغلو لوی لښکر دی
سوځوي کلي ښارونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
ښوونځي دي چې ورانیږي
بس کتاب په نوم سوځیږي
ناپوهي جهل زور شوی
دانشور ځوانان قتلیږي
او بې پته شولې نجونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
نن مې ښکلی کابل ژاړي
سوځیدلي بچي غواړي
چې یې لاپې داسلام کړې
خلکو تو کړﺉ اوس پرې ناړې
نن یې بل کړل سره اورونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
دډالرو نوکرانو
چنګیزیانو هتلریانو
دفرعون شاګردانو
دډاکو سقاو لمسیانو
دلته لوټ کړل ناموسونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
پخپل کور یې وکړ برید
دپردیو زر خرید
په وروستو سلګو کې وایي
پښتنه خور مو (ناهید) *:
هله پاڅیږه پښتونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
نن ژړیږي کونډې رنډې
مړې پرتې لوڅې بربنډې
داسلام ټیکه داران نن
په اسلام وهي ملنډې
لوټوي زموږ کورونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
موږه ورکړې ورته رایې
اوس دغه راسره ښایې
نن کابل په چیغو سر دی
زه یې اورمه چې وایې
بې غیرته شول میړونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
یو په وینو کې لمبیږي
بل یې مرګ ته هوسیږي
دچوکیو لیونیان خو
هره ورځ پسې پړسیږي
له مرګو اخلي خوندونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
* * *
په هر ګام کې هدیرې دي
او کوڅې په وینو سرې دي
دباروتو بد بویي ده
له هر کلي دا نارې دي
بس دي بس دي نور قتلونه
داچنګیز چنګیز ظلمونه
دا سقاو سقاو وختونه
——- —-
*- لومړۍ ناهید:هغه غیرتي افغانه پیغله چې د۱۳۵۸ کال په کب میاشت یې دروسانو پر ټانک برید وکړ او دهغوی له خوا شهیده شوه.
*- دوهمه ناهید :دکابل ښار دمکرویانو په ۱۶ بلاک کې اوسیده او د۱۳۷۱ کال دسلواغې په لومړیو کې دنظار شورا وسله والو مجاهدینوغوښتل دهغې په پت تیری وکړي،خو هغه دوی ته تسلیم نه شوه ځان یې له پنځم پوړ څخه لاندې را واچاوو او شهیده شوه.