کور / تازه خبرونه / لغمان:دايساف په عملياتو کې خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتې

لغمان:دايساف په عملياتو کې خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتې

تېره شپه د لغمان مرکز مهترلام ته څېرمه د هرمول او قاسم بانډې په سيمو کې ايساف ځواکونو عمليات ترسره کړي چې دولس تنه پکې وژل شوي او څو تنه يې ژوندي نيولي. د لغمان ځايي چاواکي وايي چې ايساف ځواکونو دوی سره له همغږۍ پرته په خپل سر دغه عمليات تر سره کړي چې پکې ولسي خلک هم وژل شوي. د لغمان د والي وياند سيد احمد ساپي کليد راډيو ته و ويل چې په وژل شويو کې يوه مېرمن هم شامله ده. نوموړی وايي دوی څېړنې پيل کړي، چې په دې عملياتو کې رښتيا هم ولسي خلک وژل شوي او که نه؟
بل پلو دسيمې ځايي استوګن هم وايي چې د ايتلاف په دې عملياتو کې ولسي خلک وژل شوي، خو په ختيزو ولايتونو کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له دې چورلټ انکار کوي چې دوی په دې عملياتو کې ولسي خلک وژلي. نوموړي دفتر کليد راډيو ته وويل چې دوی تېره شپه په مهتر لام کې عمليات تر سره کړي چې په ترڅ کې يې ګڼ وسله وال مخالفين وژلي چې دوی ته يې کره شمېره نه ده معلومه او څلورتنه يې ژوندي نيولي. د لغمان يو تن استوګن حبيب الرحمان کليد راډيو ته وويل چې له عملياتواو ولسي خلکو تر وژنې وروسته دغلته ځايي خلکو په يوه لاريون لاس پورې کړ، چې د ملي اردو ځواکونو په قهرجنو لاريون کوونکو ډزې وکړې،يو تن يې وواژه او دوه يې ټپيان کړل، خو ځايي چارواکي په دې اړه څه نه وايي. ويل کېږي چې د مهترلام په ښار کې دوکانونه تړل شوي او کاروبار په ټپه ولاړدی. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو وروځو راهيسې په لغمان کې د ايساف او افغان ځواکونو په ګډه د دولت مخالفينو پسې چاڼيز عمليات پيل کړي، خو دلغمان ځايي چارواکي وايي چې بېګاني عمليات ايساف په خپل سر کړي او له دوی سره پکې سلا نه ده شوې . د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دې عملياتو کې ددوی ملګري نه بلکې ولسي خلک وژل شوي دي.