دیموکراسي مو کړه بدله جامه
ملاموهم په دریشي کې ګرزي
د نورو غله تر مخ څادر وپیچي
زمونږه غله په نکتا ئي کې ګرزي
***
تغافل ته مې دې نوم د ادا ورکړ
دشاعر دمحبت هنر ته ګوره
که ګلونه دبهار چیرته دریاد شول
د(حسن ) دزړه ګلګون پرهرته ګوره
***
ددتیارو په څلورلاري کې ولاړوم
نوردسترګودې دنیا راته رڼا کړه
له ګردونو ډکي سترګې درته راغلم
نم داوښکو راپیدا پکې ځلا کړه