کور / تازه خبرونه / افغانستان د ښځینه حقوقو لوی پایمالوونکی دئ

افغانستان د ښځینه حقوقو لوی پایمالوونکی دئ

رویټر د « هیومن رایټس واچ » په حواله خبر ورکوی چی افغانستان پر ښځینه حقوقو د تیریو له پلوه په نړۍ کی بدترین حالت لری .

د بشری حقوقو دغه نړیوال جوړښتون نن په خپل هغه ۹۶ مخیزه راپور کی ( چی پر ۱۲۰ مرکو باندی متکی دی ) وایی چی د ښځو په مقابل کی جرمونه په افغانستان کی له حده زیات سوي دي او افغان حکومت د هغو په کنټرول کی ناکامه سوﺉ دی .

راپور وایی چی پر ښځو جنسی تیري ، د هغوی وژل ، د پولیسو تیري او نور ظلمونه اوس عام سوي دي . راپور زیاتوی چی افغان ښځي او نجوني د فساد ، توهین او وهلو قرباني سوي دي او حکومت د هغوی په ساتلو او دفاع کی بې وسه دی . خو څیړونکي وایی چی امریکا او لویدیځ هم د ښځینه حقوقو د پایمالۍ په مخنیوي کی پاتی راغلي دي او هغوی خپله ټوله توجه دغو پایمالونکو ته اړولې ده .